لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: بحیره عرب کې د جوړ شوي سمندري طوفان "بايپر جوای" مخه د سيند صوبې پله ده


د پاکستان د ساحلي ښار کراچۍ د موسمیاتو د محکمې مشر وايي، په بحیره عرب کې د جوړ شوي سمندري طوفان "بايپر جوای" مخه د سيند او بلوچستان صوبې د ساحلي سیمې سره د هند ګجرات پله ده او د 14م او 15م جون پورې امکان دی دغو سیمو ته ورسېږي.

د موسمياتو د محکمې مشر سردار سرفراز وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل، په بحېره عرب سمندر کې دا طوفان په شپږم جون د کراچۍ نه خواوشا 1400 کلوميټره لرې جوړ شوی وو.

هغه وويل د "بايپر جوای" اوسنی رفتار د اته نه تر لس کلوميټره يو ساعت په حساب روان دی او دا وخت د کراچۍ نه خواوشا 840 کلوميټره لرې دی.

نوموړي زیاته کړه، په طوفان رارسېدو کې به وخت لګيږي او ساحل ته تر رارسېدو پورې به یې زور هم کم شوی وي خو وایي بيا هم د طوفان سره به تېزې سيلۍ او باران راځي.

هغه وويل، ښايي "بايپر جوای" د سيند صوبې شمالي ختيځې سیمې ټهټه، بدين او بلوچستان صوبې مکران ته ورسيږي او په کراچۍ د نېغ راتلو ډېر امکان یې نشته خو اغېزې به یې وي.

سرفراز زياته کړه، په کراچۍ کې یې اغېزې د تېزۍ سيلۍ او باران په شکل کې کېدی شي او دغه لړۍ به تر درېو ورځو پورې روانه وي.

په سیند صوبه کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې [پي ډي اېم اې] ويلي په کراچۍ کې د "بايپر جوای" د تياريانو په حواله غونډه کړې، او اړونده چارواکو ته یې د چمتو والي لارښوونې کړي دي.

پي ډي اېم عامو خلکو ته ويلي چې د بېړنو حالاتو دپاره ځان تيار او ضروري څيزونه خوندي ساتي.

د افتونو په وخت د انتظام قامي ادارې [اېن ډي اېم اې] ویلي، د طوفان نه دا وخت ساحلي سيمې په خطره کې نه دي خو د سيند او بلوچستان په ساحلي سيمو کې یې ماهي ګيرو ته سمندر ته نه د تلو او عامو خلکو ته د سمندر څخه د ډډې کولو ویلي دي.

د موسمیاتو د محکمې چارواکي وايي، په سمندر کې دننه د تودوخې د کچې سېوا کېدو له امله طوفان جوړيږي او په چاپيريال کې د بدلون اغېزې هم په سمندري طوفانونه وي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG