لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سمندري طوفان د کراچۍ نه 440 کلوميټره لرې دی، په ساحل پرتو علاقو څخه خلک ويستل کيږي


پاکستان کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې [اېن ډي اېم اې] نن د نهې- سه شنبې په مازيګر پينځه بجې ويلي، د سمندري طوفان "بايپر جوای" په زور کې کمی راغلی، د کراچۍ نه 440 او ټهټه ضلعې نه 430 کلوميټره جنوب پله لرې دی.

له دې وړاندې په سيند صوبه کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې [پي ډي اېم اې] ويلي وو، وړاندوينه شوې، طوفان به په 15 جون ماسپښين د سيند صوبې جنوب ختيځ سیمې کېټي بندر او د هند ګجرات ساحلي سيمې سره په انتهايي زور سره تېریږي.

ادارې ویلي، د طوفان څارنه روانه ده خلک دې احتياطي تدابير خپل کړي او په حکومتي لارښوونو دې عمل وکړي.

د سيند صوبې چاوراکو ويلي، د سمندري طوفان له امله د ټهټه، سجاول او بدين سيمو ډېرو اغېزمنېدو ویره ده او د دغو ساحلي سيمو نه د خلکو ويستلو عمل پېل کړی شوی دی.

نن په کراچۍ کې تېزې او تودې سيلۍ چليږي، په هوا کې ډېرې دوړې، موسم تود دی. د سمندر څپې اوچتې شوي او سمندر ته تلونکې ټولې لارې تړل شوې دي، څوک هم د سمندر غاړې ته نه پرېښودل کيږي.

د صوبې وزیراعلا مراد علي په کراچۍ ښار کې ګرځېدلی، ځای په ځای د غټو بورډونو لرې کولو يې ويلي، او سمندر په غاړه ابراهيم حېدري او نورو علاقو ته ورغلی د ژورو علاقو نه یې د خلکو ويستلو لارښوونه کړې ده.

16 ساعته وړاندې اېن ډي اېم اې ويلي وو، د سمندري طوفان ممکنه اثرات تېزه سيلۍ، باران او سېلاب کېدی شي.

اېن ډي اېم اې نن د 13 جون نه تر 17 جون پورې ماهي ګیرو او سېلانيانو ته سمندر پله د تلو څخه د ډډې کولو ويلي، او د بلوچستان او سيند صوبې ټولو اړونده ادارو ته یې د چمتو پاتې کېدو لارښوونه کړې وه.

راپورونه وايي د هند په ګجرات سيمه کې د موسمياتو محکمې په ګجرات او سوراشټرا کې بېړني حالت اعلان کړي او د ساحل په غاړه پرتو خلکو ويستو عمل يې پېل کړی دی.

د سيند صوبې پي ډي اېم د ساحل په غاړه خلکو ته د ژورو علاقو نه د وتلو، د ضروري او بجلۍ د څيزونو چارج کولو، د مطبوعاتو او ټولنيزو رسنیو د لارې د معلوماتو ترلاسه کولو ويلي دي.

ویل شوي د طوفان په مهال دې خلک ځانونه خوندي ساتي، په کورونو کې دې بجلي او ګېس بند ساتي، دروازې او کړکۍ دې بندې ساتي، د طوفان له امله بجلي بندېدی شي ځکه اضافي بېټرۍ دې ځان سره وساتي، د اور لګېدو د خطرې له امله دې موم بتي نه بلوي.

او د طوفان وروسته دې د چارواکو لخوا د سيمو خوندي ګرځولو پس بيرته ستانه شي، اغېزمنو ودانيو ته دې نه ځي، د بجلۍ د ماتو ستنو او تاروانو څخه دې په ډډه اوسي او د ممکنه صحت د خطرو نه دې ځان خبر ساتي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG