لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاشا: نړيوالې مالیاتي ادارې د پاکستان په خرڅونو او ټېکسونو اندېښنه څرګنده کړې


د پاکستان د خزانې مرستيالې وزیرې عايشه غوث بخش پاشا ويلي، د نړیوالې مالياتي ادارې [ای اېم اېف] سره په رابطه کې دي او ای اېم اېف د مالي کال 2023-24 د بجټ په ګډون د نورو څيزونو جزيات غوښتي او دوی ورسره پرې خبرې کوي خو په ټېکسونو یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

مطبوعاتي رپورټونه وايي د خزانې د وزارت چارواکو د سېنېټ د خزانې کمېټۍ ته ويلي ای اېم اېف د راتلونکي مالي کال په بجټ د عدم اطمنان څرګندونه کړې او د حکومت څخه یې غوښتي، د محصولاتو راغونډول او په پټرولو دې ټېکس سېوا کړي.

پرون د سېنېټ د خزانې د کمېټۍ د غونډې وروسته مطبوعاتو سره په خبرو کې مېرمن عاېشه غوث پاشا ویلي، هېواد به د ګڼ اړخيزه، تجارتي او نورو نړیوالو قرضونو په بېرته ستنولو کې ديواليه نه شي.

بلومبرګ خبري ادارې په يو خبر کې د اقتصاد د درجه بندۍ نړيوالې ادارې [موډيز] د پانګه والو له قوله ویلي، "پاکستان د ای اېم اېف سره د 6.7اربه ډالرو په پروګرام ترلاسه کولو کې د ناکامۍ سره مخ دی، او د پروګرام نه ترلاسه کېدل پاکستان ديوالیه کېدو ته ټېل وهي".

په خبر کې د موډیز سره سره کارکوونکي يو ازاد څيړنکار ګرېس ليم ويلي، "دا خطرې سېوا کيږي، پاکستان به د جون د اخرې پورې د ای اېم اېف د پروګرام ترلاسه کولو توان ونه لري، او د ای اېم اېف د پروګرام پرته پاکستان ديواليه کېدی شی".

خو د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار بیا بيا تکراروي، پاکستان به نه ديواليه کيږي.

د اقتصادي او مالي چارو کار ماهرين وايي د ای اېم اېف لخوا د پاکستان د راتلونکي بجټ په هدفونو د اندېښنو څرګندونه په ځاې ده ځکه مرکزي حکومت په بجټ کې غېر يقيني اهداف ټاکلي دي.

د اقتصادي او مالي چارو کارپوهه شهريار بټ وي او اې ډيوه سره خبرو کې وويل، د ای اېم اېف پروګرام د نه بحالېدو اصل وجه د حکومت ځيني تېروتنې دې.

هغه وويل، "که حکومت په بجټ کې ټاکلي هدفونه حقيقت ته نزدې اېښودی وی، ځیني اصلاحات یې کړی وی نو بيا د ای اېم اېف پروګرام ترلاسه کېدی شو خو په راتلونکي لنډه موده کې نه ښکاري د ای اېم اېف سره به لوظنامه وشي ځکه په بجټ کې ټاکل شوي هدفونو غېر حقيقي دي".

پاکستان اوس هم د نړیوالې مالياتي ادارې سره د کال 2019 د قرض پروګرام د بيا بحالۍ هڅې کوي.

هېواد کې د ګرانۍ شرح د تاريخ لوړې کچې 38 فيصده ته رسېدلې ده، روپۍ د امريکايي ډالر په مقابله کې پرله پسې خپل قدر بېلي او د دې ترڅنګ په بهر هېوادونو کې د مېشتو پاکستاني کار کوونکو لخوا هېواد ته په راتلونکو پېسو کې د روان مالي کال په لومړیو 11 مياشتو کې 12 فيصدی کمی راغلی دی.

د اقتصادي چارو خبريالان وايي ښکاري د حکومت لخوا د راتلونکي مالي کال د بجټ مهم مقصد د ووټ لپاره د خلکو خوښي ترلاسه کول دي.

اسرار خان په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو خبريال دی، ډیوه سره په خبرو کې یې وويل، ښکاري حکومت به په راتلونکو دوه درېو میاشتو کې ميني يا وړوکی بجټ وړاندې کوي.

هغه وويل، "حکومت چې د ای اېم اېف د شرطونو پرته د راتلونکي مالي کال په بجټ کې کوم اهداف ايښودي دي هغه به د راتلونکي حکومت لپاره د ای اېم اېف سره په تړون کې ستونزې جوړوي".

عايشه غوث پاشا ويلي، ای اېم اېف په ډېرو څيزونو پوښتنې راولاړې کړي خو د خزانې وزير اسحاق ډار د ادارې د مشر ناتهن پورټر سره خبرې کړي دي.

هغې ويلي، ای اېم اېف په ټېکسونو اندېښنې څرګندې کړي خو دوی د بجټ د تګلارې نه خبر کړي دي. او د خرڅونو سره په نورو شمېرو به ورسره تکنيکي خبرې کولی شي.

د خزانې د وزارت چارواکو د خزانې لپاره د سېنېټ کمېټۍ ته ویلي، ای اېم اېف په پټرولو د ليوي د 50 روپو څخه 60 روپو ته د رسولو او د محصولاتو راغونډولو هدف لا زياتولو غوښتنې کړي دي.

د پاکستان مرکزي حکومت د راتلونکي مالي کال 2023 - 24 بجټ کې د 9200 اربه روپو د محصولاتو راغونډولو هدف مقرر کړی دی.

او ای اېم اېف غواړي د محصولاتو مرکزي اداره ايف بي ار دې په پټرولو د 869 اربه روپو د ټېکس راغونډولو لپاره د ليوي نرخ زيات کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د پښتونخوا په تعليمي ادارو کې د نشه يي توکيو ضد کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG