لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړيوال بېنک د پښتونخوا سېلاب ځپلو او قبايلي سيمو د بحالۍ او پرمختيا دپاره د 200 ملينه ډالرو منظوري ورکړې


نړيوال بېنک ويلي، د پاکستان سره د سېلاب د مرستو د پروګرام په لړ کې خېبرپښتونخوا صوبې ته د 200 ملينو ډالرو ورکولو منظوري ورکړی شوې ده، دغه پېسې به په پښتونخوا کې په ورګډو شوو سيمو کې د بنيادي خدماتو، موسمياتي بدلون څخه اغېرمنې ډانچې او سېلاب نه وروسته د پانګونو دپاره کارولی شي.

ويل شوي دا پېسې د خېبرپښتونخوا د کليوالو سیمو او ادارتي مرستو د پروژې هغه برخه ده په کومه کې به په صوبه کې د نوو ورګډو شوو سيمو د کلیوالو سيمو دپاره د هغوی بنيادي خدماتو ته رسايي سېوا کول دي، او په دې سیمه کې خلکو ته د کال 2022 د سېلاب څخه اغېزمنې ډانچې بحالۍ ته پاملرنه وکړي.

په پاکستان کې د نړيوال بېنک ملکي مشر نېجي بينحېسين ويلي، د خېبرپښتونخوا د کليوالو سیمو او ادارتي مرستو د پروژې هدف په کليوالو غريبو سیمو کې د خلکو پرمختيا کول او دوی د خدماتو ورکولو نظام غځول دي او د دې نه به 5.5 ملينه خلکو ته فايده ورسي، د دوی د اوبو نظام، کرکيلې او ژوند به یې اسان شی.

هغه زیاته کړې، په ځانګړي ډول دا پېسې به په ورګډو شوو ضلعو کې د سېلاب وروسته په بحالۍ کې کارولی شي چې خلک د موسمي بدلون د مقابلې دپاره پياوړي کړي.

د نړيوال بېنک چارواکې انا اوډنل ويلي، په دې مالي مرستو کې به د کليو د کونسلو کمېټيانو ته او په خصوصي توګه د ښځو د پرمختيا کارونو ته پاملرنه کولی شي.

په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی او ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ وايي، پرون په دغه پروژه غونډه شوې او ويل شوي چې په صوبه کې د ورګډو شوو ضلعو د پارلیمان غړي دې پرې په اعتماد کې واخستل شي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، دوی یې په طريقه کار اعتراض وکړو، ځکه بېورو کرېټس پکې شامل کړی شوي دی "او مونږ ورته وويل په سټيرنګ کمېټۍ کې دې ولسي استازي شامل کړی شي او زمونږ سره دې پي سي ون شريک کړي بيا به ورته مونږ سپارښتنې ورکړو".

هغه زیاته کړه، دوی ورته وويل د پروژې دپاره دې په سټيرنګ کمېټۍ کې خامخا ولسي استازي راوستل کړی شي.

په مومندو کې د عوامي نيشنل ګوند مشر نثار خان مومند وايي، د قبايلي ضلعو په صوبه کې د ورګډېدو په وخت د دوی سره د سيمې د هر اړخيزه پرمختيا ډېرې ژمنې شوې وې خو د ايين او قانون غځېدو نه علاوه په سيمه کې بله کومه غټه پرمختيايي پروژه نه ده شوې.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، د سیمې دپاره اعلانونه شوي او نړيوالو هم مرستې کړي خو هغه په سمه توګه سرته نه دي رسېدلي او نه په علاقه کې په پرمختيا مصرف شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، قبايلي سیمې ډېرې شاته پاتې دي په ځانګړي ډول د اقتصاد وضعه یې ډېره ټيټه ده د افغانستان سره تجارتي لارې دې پرانستل شي او دوی تل غوښتنه کړې که په ملک کې دننه يا په نړيواله کچه د سيمې دپاره فنډونه اعلانيږي د څار دپاره دې ورته کمېشن جوړول کيږي چې دغه پېسې په علاقه کې سمې او په رڼه توګه کاريږي.

د پاکستان پيپلز پارټۍ د خېبرپښتونخوا د صوبايۍ اسمبلۍ پخوانی غړی احمد کنډي وايي، دوی تل په پاکستان کې په ايين د عمل دپاره مبارزه کړې او په خېبرپښتونخوا کې اييني تقاضو باندې په ځانګړي ډول د وسايلو په وېش عمل نه کيږي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، د قبايلي ضلعو په صوبه کې ورګډېدو په وخت د سرتاج عزيز يوه کميټي جوړه شوې وه او هغه وخت ویل شوي وو، سيمې ته به د کال په سر 100 اربه روپۍ ورکول کيږي يا د اېن اېف سي اېوارډ درې فيصده برخه به ورکول کيږي خو د بده مرغه په هغې تراوسه عمل نه دی شوی.

نوموړي زياته کړه، اوس چې نړيوال بېنک د بحالۍ دپاره د کوم فنډ منظوري ورکړې ده، دا د خېبرپښتونخوا لخوا د لېږل شوو وړانديزونو په نتيجه کې منظور کړی شوي دي، خو دوی به هڅه کوي چې صوبې ته ټول اييني حق ترلاسه شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG