لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر: د جينکو له سکول څخه په چړو د وژل شوې استازې مړی ترلاسه شوی


خېبر کې د سکول استازه په چړو وژل شوې
خېبر کې د سکول استازه په چړو وژل شوې

د خېبرپښتونخوا په خېبر ضلع کې د جينکو د يو پرايمري سکول څخه په چړو د وژل شوې استازې مړی ترلاسه شوی دی. پوليس وايي د پېښې پلټنې یې پېل کړي دي.

له پېښې سره په تړاو د بنو پولیسو د استازې خاوند نجیب اللہ نیولی دی. د ډومېل تاڼې اېس اېچ او گل محمد خان وي او اې ډیوہ ته دا خبره تایيد کړې دہ.

تر دې مخکې پولیسو ویلي وو، چې د استازې خاوند او څلور ماشومان نشته، او دا هم نه ده معلومه چې چرته دي، دوی یې لټون پېل کړی دی.

د خېبر ضلعې د لنډي کوټل پوليس سټېشن مشر [اېس اېچ او] محمد ابراهيم وايي، نن سهار ورته اطلاع ترلاسه شوه، د جينکو په پرايمري سکول کې د استازې مړی يا جسد پروت دی.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وويل، د سکول څوکيدار چې سهار ورغلی د سکول دروازه یې خلاصه کړې، په سکول کې دننه د استازې مړی پروت وو.

هغه زياته کړه، دوی بيا مړی روغتون ته وړلی او پوسټ مارټم يا طبي معاينه یې کولی شي.

پوليس افسر وويل، استازه په چړو وهل شوې او وژل شوې ده.

د نوموړي په خبره، دوی ته معلومه شوې، وژل شوې استازه رضوانه نوميږي، د ډېر وخت نه په دغه سکول کې د خاوند يا مېړه او ماشومانو سره اوسېده، او تعلق د بنو ضلعې سره دی.

د ژغورنې ادارې رېسکيو 1122 وي او اې ډيوه ته ويلي، د استازې جسد یې روغتون ته منتقل کړی دی.

پولیس وايي د پېښې پلټنې یې پېل کړي او معلومات راټولوي چې د پېښې حقيقت معلوم کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG