لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يو اېن اېچ سي آر: د نوو افغان کډوالو دپاره د پاکستان سره په تګلاره خبره کوو


پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې چارواکو ويلي، د افغانستان نه په وروستيو کلونو کې پاکستان ته د راغلو افغانانو دپاره د پاکستان د حکومت سره خبره کوي چې د دوی دپاره یوه تګلاره جوړه شي او پاکستان کې خوندي وساتل شي.

نن په 20م جون د پاکستان په ګډون ګرده نړۍ کې د کډوالو نړیواله ورځ نمانځل کيږي او سږ کال دې ورځ ته "له کوره لرې امېد" سرخط ورکړی شوی دی.

پاکستان کې د کډوالو ادارې وياند قېصر اپريدي وي او اې ډیوه ته ویلي، "پاکستان کې د تېرو 40 کالو راهسې 13 لکه افغان کډوال ژوند کوي او د اګست 2021م نه وروسته نور افغانان پاکستان ته راغلي د حکومتي شمېرو د دغو افغانانو شمېره نزدې شپږ لکه ده".

په اګست 2021م کې په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي او د دغه هېواده بيا په لويه شمېره کې خلک بهر وتلي وو.

افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته اسلام اباد ته راغلو افغانانو وخت په وخت احتجاجونه کړي، او غوښتي یې دي د کډوالو اداره او نړیوال دې ورسره مرسته وکړي او دوی دې بهرنيو هېوادونو ته اوباسي.

دوی شکايت کوي پاکستان کې ډېر افغانان د ويزو او اسنادو مشکلات لري په ستونزو کې ژوند تېروي.

د تېر کال د اګست د مياشتې راهسې او بيا په وروستيو کې په اسلام اباد کې د افغانانو د نيولو خبرونه مخې ته راغلي وو.

د قېصر اپريدي په خبره د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته "کوم افغانان پاکستان يا نورو بهرنيو هېوادونو ته وتلي، هغوی ګڼي که بيرته افغانستان ته ستنيږي نو ژوند ته یې خطرې پېښېدی شي".

هغه وویل، "یو اېن اېچ سي ار د نړۍ په کچه غږ کړی کوم افغانان په بهرنيو هېوادونو کې دي بايد دوی د هلته نه ونه ويستل شي ځکه په دوی کې داسې خلک شته چې ژوند ته یې خطره کېدی شي".

هغه زياته کړه "دلته [پاکستان] ته چې کوم خلک راغلي د هغې په حوالې سره مونږ د حکومت سره خبرې کوو چې د دوی دپاره يوه تګلاره جوړه شي چې دغه خلک دلته کې خوندي کړو، او دوی د پاکستان نه تمه ساتي چې د افغانانو مېلمستيا به جاري وساتي".

د کډوالو په نړیواله ورځ د پاکستان صدر عارف علوي خپل پېغام کې ویلي، "پاکستان د 40 کالو راهسې د افغانانو کوربه توب کوي او بې کوره خلکو ته پناه ورکول د پاکستان د ورورولۍ او خواخوږۍ ښکاره ثبوت دی".

پاکستان کې په وروستيو کې ګڼو افغانانو داسې شکايتونه کړي چې دوی په پاکستان کې لسیزې تېرې کړې بچي یې وزېږول او د بچو یې بچي پېدا شو ځکه دوی ته دې د پاکستان شهریت يا تابعيت او يا داسې قانوني اسناد ورکړی شي په کوم دوی کولی شي ازاد ژوند وکړي، کاروبار او روزګار او تعليم پرې ترلاسه کولی شي.

پاکستان کې مېشت افغان کډوال په ځانګړل ډول سيند صوبه او کراچۍ ښار کې د اسنادو لرلو باوجود د نيولو او پولیس لخوا تنګولو شکايتونه کوي، خو د سيند صوبايي حکومت او کراچۍ پوليسو تل دغه تورونه رد کړي او ويلي يې دي يواځې غېر قانوني بهر ملکي وګړي نيول کيږي او پوليس څوک ځوروي نه او که د چا نه پېسې اخستل کيږی او ځورول کيږي نو رپورټ دې کوي د ککړو پوليسو ضد به کارروايي کولی شي.

په وروستيو کې په اسلام اباد کې د طالبانو سفارتخانې هم څو ځله ویلي، د پاکستاني چارواکو سره یې د کډوالو مسلې شريکې کړي دي.

قېصر اپريدی وايي، "پاکستان کې 13 لکه افغان کډوالو سره دلته د پاتې کېدو قانوني اسناد يا پي او ار کارډونه دي او د دغو کارډنو ختمېدو وخت د روانې مياشتې په 30مه پوره کيږي، دوی د پاکستان د حکومت سره په دغه مسله هم خبري کوي او تمه لري د کارډونو موده به وغځول شي".

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیواله اداره یو این ایچ سي آر وایي، په 2022م کال کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د جبري کډه شویو خلکو شمېر 110 میلینه ته رسېدلې او دوی د جګړو، ځورونو او د بشري حقونو د سرغړونو له کبله بې ځایه شوي دي.

د کډوالو اداره وایي، د نړۍ د کډوالو تر نیمایي زیاته برخه خلک 52 فیصده د افغانستان، شام او اوکراین دي. وایي په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې 3.4 ملینه خلک کورني بې ځایه شوي دي.

د بې ځایه شویو کسانو په اړه پخپل کالني رپوټ کې ادارې ويلي، په ټوله نړۍ کې د مهاجرینو شمېر چې په 2021م کې 27.1 میلینه وو د 2022م کال په اخر کې 35.3 میلینه ته ته رسېدلی دی.

اداره دا د کډوالو تر ټولو لوړه شمېره ګڼي او وایي دا مهال د نړۍ په هرو 74 کسانو کې یو تن مجبوره کېږي چې له خپل کور او سیمې کډه شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG