لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان صدر د جسټس فايز عيسا د چيف جسټس جوړېدو منظوري ورکړې


د پاکستان صدر عارف علوي د سپريم کورټ د جج جسټس قاضي فايز عيسا د چيف جسټس جوړېدو منظوري ورکړې ده، نوموړی به د 17 ستمبر 2023 څخه د اوسني چيف جسټس عمر عطا بنديال له ريټايرډ کېدو وروسته چيف جسټس وي.

د پاکستان د صدر په ټويټر اکاونټ ويل شوي، "موجوده چيف جسټس عمر عطا بنديال د ايين د ارټيکل 179 لاندې په 16م ستمبر 2023 ريټاير کيږي".

"صدر د نوي چيف جسټس تعنياتي د ايين د ارټيکل 175 لاندې کړې ده" او ویل شوي "صدر به د جسټس قاضي فايز عيسا نه په 17 ستمبر 2023 سوګند اخلي".

جسټس فايز عيسا په کال 2009 کې د بلوچستان هايکورټ چيف جسټس ټاکل شوی او په کال 2014 کې د سپريم کورټ جج جوړ شوی وو.

د رپوټونو ترمخه نوموړی په بلوچستان هايکورټ، مرکزي شرعي عدالت او سپريم کورټ کې نزدې 27 کاله وکيل پاتې شوی دی او په ډېرو قضيو کې هايکورټ او سپريم کورټ عدالتونو د هغه نه مرستې هم غوښتې دي.

جسټس قاضي فايز عيسا

د جسټس قاضي فايز عيسا پلارنۍ سيمه د بلوچستان صوبې پښتون مېشته علاقه پښين ده، خو هغه په 26م اکتوبر 1959 په کوټه ښار کې زېږېدلی، ابتدايي زده کړې یې په کوټه کې کړې او د نورو زدکړو دپاره کراچۍ ته تللی او د قانون زدکړې یې په لندن کې کړې دي.

نوموړی په ګڼ شمېر قضیو کې د ياد قاضي په توګه بلل شوی او د عدالتي کمېشنونو مشرۍ یې کړي دي.

د اتم اګست ځانمرګي بريد عدالتي کمېشن

نوموړي د کال 2016م د اګست په اتمه د بلوچستان صوبې د سر ښار کوټې په سېول روغتون کې د ځانمرګي بريد د پېښې د پلټنيز عدالتي کمېشن مشري کړې وه.

په ياده پېښه کې 72 تنه وژل شوي او د 100 نه زيات ژوبل شوي وو، په وژل شوو کې زیات وکيلان وو. د پېښې ذمه واري اول تحريک طالبان پاکستان او بيا داعش ډلې منلې وه خو د جمعيت الحرار په نامه د تحريک طالبان پاکستان څخه جلا شوې شوې هم د پېښې ذمه واري منلې وه.

د يادې پېښې د پلټنو عدالتي کمېشن مشر جسټس قاضي فايز عيسا د کمېشن په رپوټ کې ويل شوي وو، "حکومت او د امنيت خوندي ساتلو ادارو او استخباراتي ادارو د خپلو زمه وارو په سمه توګه د نه ترسره کولو له امله داسې پېښې کيږي،او د کمېشن په رپوټ کې د ترهګرو ډلو پر ضد، تش په نامه د عملياتو په ځای په حقيقي توګه د عملي ګامونو اخيستلو ویل شوي وو".

د کمېشن په رپوټ کې ويل شوي وو، "په سېول روغتون کې د امنیت خوندي ساتلو سم بندوبست نه وو، د پېښې پر وخت په روغتون کې د طبي سهولتونو د نيشتوالي له کبله هم زيات ځاني زیان شوی وو".

د عمران خان په حکومت کې صدارتي رېفرنس

په کال 2019م کې د عمران خان په وزيراعظمۍ کې د پاکستان تحريک انصاف حکومت د جسټس فايزعيسا ضد صدارتي رېفرنس جمع کړی او تور پرې لګول شوی وو چې هغه په لندن کې د مېرمن او ماشومانو په نوم پټ جايداد ساتلی وو.

خو نوموړي دغه تورونه رد کړي، په 2020 کې سپريم کورټ ياد صدارتي رېفرنس رد کړی خو د لسو ججانو په ډله کې اووه ججانو اېف بي ار ته د جايدادونو د پلټنو ويلي وو.

په 2021 کې جسټس فايز عيسا دغه قضيه ګټلې او سږ کال د مارچ په مياشت کې وزیراعظم شهباز شريف دغه رېفرنس بې بنياده ګرځولی او په سمدستي توګه د بيرته اخستو امر یې کړی وو.

تېر کال د اپرېل په مياشت کې د پاکستان پخواني وزيراعظم عمران خان منلې وه، د جسټس قاضي فايز عيسا پرضد رېفرنس جمع کول یې غلطي کړې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG