لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان زده کوونکي: پاکستان دې د بيانونو په ځای په تورخم د اسانتياو دپاره عملي اقدامات وکړي


پاکستان کې تعلیم کوونکي افغانان وايي، په بهرنيو چارو کې د پاکستان د مملکت وزیره حنا رباني کهر په تورخم د اسانتياو برابرولو د بيان هر کلی کوي خو دوی غواړي پاکستان دې د بيانونو په ځای دوی ته د تورخم سره په نورو لارو قانوني اسانتياوې برابرې کړي او د ځورولو دې وژغوري.

په پوله د افغانستان سره د تجارتي ګاډو اتحاديه بیا وايي، په پوله د پرتو خلکو دواړو خواو ته تګ راتګ، او افغانستان سره د تجارتي ګاډو تګ راتګ دې اسان کړی شي د خلکو روزګار او دوه اړخیزه تجارت به ورسره سېوا شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د پنجشنبې- زیارت په ورځ ویلي، د بهرنيو چارو د مملکت وزیرې حنا رباني کهر د تورخم د پولې سفر کړی او هغې ته په پوله د افغانستان سره د خلکو د تګ راتګ او سوداګرۍ احوال وړاندې کړی شوی دی.

حنا رباني کهر ټينګار کړی "افغانانو ته دې درناوی او اسانتياوې ورکړی شي او د ټرانزټ ټرېډ په لړ کې نظام دې ګړندی کړی شي".

پاکستان کې زدکړې کوونکي يو افغان محصل د نوم نه ښکاره په شرط وي او اې ډيوه ته وويل، "څو وړاندې په تورخم پاکستان ته راغلی، ويزه، تعلیمي او قانوني اسناد ورسره وو، خو بيا هم تر دوه ساعتو ایسار کړی شوی پېسې ترې اخستل شوي او د هغې وروسته راپرېښودل شوی وو".

هغه زياته کړه، "په تورخم د امېګرېشن دپاره 20کاونټرې دې خو فعالې پکې دوه وې، ښځې او سړي په بدلو بدلو کاونټرو کتل کېده ځکه د هغې له امله هم زيات وخت لګي پکار ده ټولې کاونټرې فعالې شي او د خلکو ستونزې راکمې شي".

هغه تور ولګوو، "نه يواځې په تورخم افغانان تنګول کيږي بلکې بيا د پېښور پورې یې پولیس هم څو ځايه تنګوي، اسناد ترې غواړي".

يو بل زده کوونکي وويل، پاکستان کې کوم افغانان زده کوونکي دي يا تربيو له راغلي دي هغوی ته د ويزو د ستونزې سره مخ دي، "يو که د چا ويزې ختمې شوي دي هغو ته ويزې نه ورکول کيږي، او بل که چاته په افغانستان کې ویزې نه لګول کيږي نو ډېر بيا مجبوره شي چې په غېر قانونه لاره په پېسو راشي".

دغه زده کوونکي هم د نوم نه څرګندولو په شرط وويل، په تورخم د مخکې په مقابله کې اوس زياتې پېسې اخستل کيږي، هغه دعوه وکړه "په تورخم به وړاندې کمې پېسې اخستل کېدې اوس د يو لک پورې روپۍ اخستل کيږي او په نورو وړو لارو د 25000 پورې روپۍ اخستل کيږي".

وي او اې ډيوه د پېسو اخستو د تور په حواله په تورخم د چارواکو سره د تماس هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی.

زده کوونکي زياته کړه، "د کله نه د پاکستان د طرفه د افغانانو د راتګ قابو کولو دپاره سختې شوې د هغې سره د غېر قانونه کسانو راتګ زيات شوی او په قانوني توګه راتلونکو دپاره مشکلات سېوا شوي دي او خلک کوشش کوي چې د خوست وزيرستان په لارو راشي ټوکن ترلاسه کړي او بيا د پوليسو نه ځان په ټوکن خلاصوي، کرپشن يا غبن ته لاره خلاصه شوې ده".

په افغانستان کې واکمنو طالبانو او په اسلام اباد کې یې سفارتخانې وخت په وخت ویلي، د پاکستاني چارواکو سره په پوله د افغانانو په مشکلاتو او هواري خبرې کړي دي.

په تورخم د تجارتي ګاډو د اتحادیې [ټرک ټرېله اېسوسي اېشن] مشر عظیم الله وي او اې ډيوه ته وويل، د تورخم په پوله تجارتي ګاډو ته يوه مسله د ډرايور سره د کنډېکټر پاکستان ته نه راپرېښودو ده.

هغه وويل، "بل د ګاډو نه د ډول ډول اسنادو غوښتنې کيږي، وړاندې به چيکنګ يو ځای کېدو اوس درې ځايه کيږي د هغې له امله د ګاډو په تګ راتګ ډېر اثر شوی دی، وړاندې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ورځې په سر په تورخم خواوشا 1500 ګاډي تله راتله خو اوس د چيکنګ د سختوالي له امله دغه شمېره نيم په نيمه کمه شوې ده".

هغه زياته کړه، "که په پوله د ګاډو اسناد چيک کوونکي چارواکي په يو ځای کښېني چيکنګ په يو ځای کيږي نو د ګاډو تګ راتګ به اسان شي او دواړو خواو ته به ورسره تجارت سېوا شي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG