لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې پرله پسې په دوه ورځو کې دوه سيکان په نخښه کړی شوي، داعش د يو برید زمه واري منلې


د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې په دوه ورځو کې پرله پسې په دوه سيکانو نامعلومو وسله والو بريدونه کړي، نن ماسخوتن د نامعلومو وسله والو په ډزو کې يو سيک وژل شوی او پرونۍ پېښه کې يو سيک ژوبل شوی وو د پرونۍ پېښې زمه واري داعش منلې ده.

د پښور پولیس ويلي، په سيک د بريد تازه پېښه د يکه توت تاڼې په علاقه کې شوې ده.

د يکه توت تاڼې يو پولیس چارواکي افتخار وي او اې ډیوه ته وویل، ياده پېښه ماسخوتن خواوشا اته بجې شوې ده.

د پېښور پوليس وياند د پېښې په اړه ويلي، د ابتدايي معلوماتو ترمخه من موهن سينګ نومې سيک په رکشه کې کور ته روان ووپه ګل دره علاقه کې پرې ډزې شوي دي.

پولیس زیاته کړې، ژوبل سيک روغتون ته د منتقل کولو په مهال ژوند د لاسه ورکړی دی.

د پېښور پوليس مشر [سي سي پي او] سيد اشفاق د من موهن سينګ د وژنې د پېښې نوټس اخستی، د سيک ټولنې د مشرانو سره یې ليدلي او هغوی ته یې د تحفظ باور کړی دی.

د پوليس ویاند ترمخه سي سي پي او ویلي، ځينې مشکوک کسان ګرفتار کړی شوي.

پرون هم د يکه توت تاڼې په علاقه کې يو بل سيک ترلوګ سینګ باندې په رشيد ګړۍ کې نامعلومه وسله والو ډزې کړې وې.

د پولیسو د بیان ترمخه سيک په پښه لګېدلی او معمولي ژوبل شوی وو.

د مطبوعاتي راپورونه ترمخه د پرونۍ پېښې زمه واري داعش خراسان منلې وه.

د روان کال مارچ په 31مه د پېښور اوسیدونکی سیک تاجر ديال سينګ په دیر کالونۍ سیمه کې په موټرسايکل سورو نامعلومو کسانو وژلی وو، هم په دغه ورځ يو مسيحي کاشف نامعلومه وسله والو په هدف کړی او د دغو دواړو پېښو زمه وارۍ هم داعش منلې وې.

د جمعې په ورځ باجوړ کې دوه وروڼه په يو وسله وال بريد کې وژل شوي وو، د دغه بريد زمه واري هم داعش خراسان منلې ده.

د روانې میاشتې په سر کې د ملاکنډ سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې وه، سي ټي ډي ته مطلوب د داعش اهم کمانډر سبحان عرف عثمان په باجوړ کې په عملیاتو کې وژل شوی وو.

باجوړ کې له دې وړاندې هم داعش د ډېرو پېښو زمه وارۍ منلي دي.

تېر کال هم په پېښور کې سيکان په هدفي پېښو کې وژل شوي او د هغو پېښو زمه وارۍ هم داعش منلې وې.

د يادو پېښو وروسته پېښور کې مېشت سیکانو ويلي وو، پېښو اندېښمن کړي او دومره ويريدلي چې د سيکانو ډېرو کورنيو پنجاب ته کډې کړې وې.

اسلام اباد کې د امنیتي او پاليسۍ د چارو څېړنيزې خپلواکې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار پيس سټډيز په خپل کلني رپورټ کې ويلي د کال 2022م پرمهال د پاکستاني طالبانو لا قانونه ډله ټي ټي پي او داعش خراسان د هېواد دننه د تشدد لوی کردارونه پاتې شوي او د ترهګرۍ 262 حملې شوي چې 14 پکې ځانمرګي بريدونه هم شامل وو. په دغو حملو کې 419 کسان وژل شوي او نزدې 700 ټپيان شوي وو.

په ياد رپورټ کې ویل شوي وو چې ټي ټي پي ،د طالبانو ځایي ډلې حافظ ګل بهادر، داعش او نورو مذهبي ترهګرو ډلو په کال 2022 کې په مجموعي توګه 179 حملې کړې وې او په کال 2021م کې دغو ډلو 128 بريدونه کړي چې پکې 250 کسان وژل شوي وو.

په پاکستان کې چارواکي بيا بيا دا تکرار کوي چې په ملک کې داعش په منظم ډول وجود نه لري خو ورسره بيا وخت په وخت د داعش د غړو د وژلو دعوې هم کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG