لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې د يوې تنکۍ ماشومې ټوټې شوی مړی موندل شوی


د شمالي وزيرستان مرکزي دروازه
د شمالي وزيرستان مرکزي دروازه

د شمالي وزیرستان زکرخېل سیمې نه څلور ورځې وړاندې بې درکه شوې شپږ کلنې تنکۍ ماشومې سمېرا مړی موندل شوی او بدن یې ټوټې شوی وو.

کورنۍ یې د انصاف غوښتنه کړې او په پولیسو او انتظامیه یې د ماشومې په موندلو کې د کومک نه کولو تور لګولی دی خو پوليس وايي لټون یې کولو.

پولیس دا پېښه تايید کړه او وې ویل چارواکو نن د شمالي وزیرستان تحصیل میرعلي په زکرخېل سیمه کې د کور سره نزدې او د یوې دیني مدرسې نظارۃ المعارف اسلامي سره څېرمه د ماشومې د بدن ټوټې ترلاسه کړي دي.

پوليس ويلي د ماشومې لټون یې کولو او اوس یې د پېښې پلټنې پېل کړي دي.

د سمېرا پلار جلات خان وایي لور یې په 25م جون سحر د کور څخه په مرموزه توګه بې درکه شوې او سمدستي یې پولیسو، پوځ او انتظامیه ته خبر ورکړو خو کورنۍ ادعا کوي چې دوی ته اړین ملاتړ نه دی ترلاسه شوی.

زکرخېل د میر علي کجوري سیمه کې پوځ چیک پوسټې سره جوخته پرته سیمه ده. او د میر علي تاڼې چارواکي وایي د پېښې د ځای څخه د ماشومې ویښتان، هډوکي، جامې او څپلو سره یو خنجر موندل شوي دي.

د پولیسو په وینا زیات امکان دی سمېرا په بې رحمۍ سره په چړو وهل شوې ده.

ځایي خلک وایي پېښې غمجن کړي او دا د شمالي وزيرستان په تاريخ کې د يوې ماشومې په وړاندې د دومره وحشيانه ظلم لومړۍ پېښه ده.

د ماشومې پلار جلات خان وایي پېښې یې ټوله کورنۍ دردولې، چا سره شخصي دوښمني نه لري او د انصاف غوښتنه یې کړې ده.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر سلیم ریاض دفتر چارواکو وویل پولیسو په دې اړه هراړخیز تحقیقات پېل کړي چې په دغه پېښه کې ککړ کسان مالوم کړي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

د پولیس دفتر چارواکو وویل د پولیسو مشر په خپله سره د نفرۍ د پېښې ځایی ته رسېدلی او غمجنې کورنۍ ته د ډاډ ورکولو سره یې د لټون عملیات پېل کړي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG