لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چمن جېل نه بنديان تښتېدلي، په نښته کې يو بندي وژل شوی، دوه پولیس او دوه بنديان ژوبل شوي


د افغانستان سره په پوله د بلوچستان سرحدي ضلعې چمن د جېل نه 17 بنديان تښتېدلي دي. د بنديانو په جېل کي دننه بريد کې دوه تنه پوليس ټپيان کړي، او د پوليسو لخوا په ځوابي عملياتو کې يو بندي وژل شوی او دوه تنه نور يې ټپيان شوي دي.

د پوليسو په وينا د چمن ضلعي جېل کې دا پېښه نن سهار د نمانځه په وخت شوې ده.

د پوليسو په وينا په تښتېدلو کسانو کې د قتل او نورو سختو جرمونو بندیان هم شامل دي، د دوی د بیا نیولو لپاره پولیسو او لیویز د پاکستان او افغانستان پولې ته نزدې سيمو کې د لټون عمليات پېل کړي دي.

د چمن د پوليسو مشرایس ایس پي نعیم اڅکزي په وينا نن د پنجشنبې په ورځ د لوی اختر په سهار، بندیان د دوی په غوښتنه د سهار د لمانځه لپاره له زندانه جومات ته راوستل شول، چې دوی سره یو ځای شو او په پولیسو یې برید وکړ.

نعيم اڅکزي ویلي، بنديان د اختر لپاره نه، بلکې د سهار د لمانځه او د معمول په څېر د شمېرنې لپاره له زندان د بېرک څخه ايستل شوي، بندیانو دوه پولیس اهلکار ووهل او ژوبل کړل او وسلې یې ترې واخیستې.

هغه زياته کړې، بنديانو د زندان د دروازې تاله په ډز ماته کړې او تښتېدلي دي.

د ايس ایس پي په وينا، پوليسو په ځوابي ډزو کې يو بندي وژلى او دوه نور يې ټپيان کړي دي. ټپيان نيول شوي او د درملنې په موخه د چمن ضلعي مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

وژل شوی بندي عبدالباري جلالزی نوميږي . په ټپي شویو بندیانو کې عبدالسلام بادیزی او محمد عمر علیزی شامل دي.

د چارواکو په وينا په تښتېدلو بنديانو کې اووه د قلعه عبدالله، پينځه د چمن، يو د پنجاب د مظفرګړ او يو تعلق د افغانستان سره دی.

د چمن سېول هسپتال د ډاکټر شمس په وينا، د دواړو ژوبل بنديانو او پوليس اهلکارو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د ايس ايس پي چمن نعيم اڅکزي په وينا، وژل شوي او ژوبل شوي بنديان د جيل دننه نه، بلکې د نښتې په مهال بهر په نخښه شوي دي. ده وويل چې د تښتېدلو بنديانو د موندلو لپاره عمليات روان دي.

د چارواکو په وینا دغه سب جېل د چمن په مصروفه سیمه تاج روډ باندې موقعيت لري چې پکې تر محاکمې لاندې قیدیان په عارضي توګه ساتل کیږي. دا بندیان د قضیې له فېصلې او سزا وروسته د کوټې یا د صوبې نورو مرکزي زندانونو ته لېږدول کيږي.

د پوليس افسر په وينا، د جيل د امنيت لپاره ټولټال 20 پوليس اهلکار ګومارل شوي، چې په بېلابېلو شفټونو کې دندې ترسره کوي، خو د اختر په مناسبت څو ساتونکي پوليس اهلکار په عيد ګاه کې په ځای کړل شوي وو.

هغه وويل، شونې ده چې تښتېدلو بنديانو ته له بهر څخه څه اسانتياوې ترلاسه شوې وي. په دې اړه پلټنې روانې دي چې دا پېښه د چا د غفلت له امله شوې ده.

خو د وروستيو معلوماتو ترمخه د جېل څخه تښتېدلي بنديان نه دي نيول شوي.

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG