لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رزمک ته په اختر کې ګڼ خلک سېل ته ورغلي، ايا په سیمه کې امن په ځای شوی؟


د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا ناارامه سيمې شمالي وزيرستان رزمک علاقې ته په لوی اختر کې په لويه شمېره کې خلک سېلګرۍ ته ورغلي دي. ايا په سيمه کې امن په ځای شوی ځکه خلک ورغلي دي؟ ځايي خلک او خبريالان وايي پوره امن نه دی په ځای شوی خو خلک تنګ شوي او دغه سيمې ډېرې ښايسته دي ځکه خلک سېل له ورغلي دي.

د شمالي وزيرستان سېلګري

د شمالي وزیرستان جرنلسټ صفدر داوړ په ټویټر د رزمک يوه ويډیو خپره کړې، ګڼ خلک او ګاډي پکې ليدل کيږي، نوموړی وايي د لکونو په شمېره کې خلک رزمک ته ورغلي دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، نه يواځې په لوی اختر کې بلکې په وړوکي اختر کې هم رزمک او شوال سره خواوشا سیمو ته په ډېره لويه شمېره کې ورغلي ځکه دغه علاقې ډېرې شنې او يخې دي د سېلګرۍ خوندور ځايونه لري.

هغه دعوه کړه په وړوکي اختر کې دغو سيمو ته د يو لک پورې ګاډو کې خلک سېل له تللي وو.

اسانتیاوې او امنيت

ښاغلی داوړ وايي، د بده مرغه دغه سيمې ډېر ښايست لري خو د سېلګرو دپاره پکې هيڅ اسانتیا نشته او بله مهمه خبره، دغلته پوره امن تراوسه نه دی په ځای شوی.

هغه وايي، "که چرته دغلته امن په ځای شو او سېلګرۍ ته وده ورکړی شوه، نه يواځې د شمالي وزيرستان بلکې د صوبې په اقتصادي ګټه تماميږي، پکار ده حکومت د سيمې امن او سېلګرۍ ته پاملرنه وکړي".

په دومره لويه شمېره کې د خلکو دغو علاقو تګ څرګندوي چې دغلته امن دی؟ په ځواب کې صفدر داوړ وويل، "داسې بدامني نه ده چې اپرېشنې دي يا خلک کډې کوي خو هدفي وژنې کيږي او پوره امن ورته نه شې ويل کېدی لکه په نورو ضلعو کې چې دی، او خلک ځکه ورغلي دي چې نور تنګ شوي دي".

د سیمې سېلګري د اقتصاد د ملا تير

د رزمک اوسېدونکی سېف الله وايي، کره شمار نه شي ویلی خو دعوه کوي د يو لک نه سېوا ګاډي رزمک ته ورغلي دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، "د رزمک تر حده خبره کولی شي چې دغلته امن دی او که چرته په ټوله سيمه کې امن په ځای شي او سېلګرۍ ته وده ورکړی شي نو د هغه په نظر سېلګري د سيمې د اقتصاد د ملا تير دی". هغه وویل، ځکه دغلته د اقتصاد بله هیڅ زريعه نشته.

سېف الله وویل، "د رزمک د وګړي په حېث د حکومت نه غوښتنه کوي دغلته د اوبو غټه مسله ده خلکو ته دې د اوبو انتظام برابر کړی شي، د انټرنېټ غټه ستونزه ده او که غټې هوټلې جوړې شي اسانتياوې برابر شي سېلګري او د سيمې اقتصاد به ورسره ښه شي".

د پښتونخوا د سېلګرۍ خوندور ځای

صفدر داوړ وايي، که په شمالي وزيرستان کې پوره امن په ځای شي د رزمک او شوال سره مکين او نورې ډېرې علاقې د سېلګرۍ خوندور ځايونه دي.

هغه وويل، "په ځانګړي ډول د خېبرپښتونخوا د جنوبي ضلعو خلک سوات، مري او نورو شمالي علاقو ته سېل له تلل غواړي خو د ډېرو خرڅونو له امله نه شي کولی چې لاړ شي، او که چرته شمالي وزيرستان کې امن شي او اسانتياوې ورته برابرې شي د نزدو ضلعو ترڅنګ د پېښوره پورې به خلک په اسانه کولی شي چې په کم خرڅ د شمالي وزیرستان د ښايسته سيمو نه خوندونه واخلي".

حکومت څه کولی شي؟

داوړ وايي، "د شمالي وزيرستان سره د جنوبي وزيرستان د سېلګرۍ په سيمو کې هيڅ اسانتيا نشته نه هوټلې او نه د پاتې کېدو بل ځای، دغه مسله په خپل ځای، ځايي خلک مېلمنو ته د پاتې کېدو ځای ورکوي مېلمستيا یې کوي، خو حکومت له پکار ده چې دغلته بنيادي ستونزې، امن ته پاملرنه وکړي او پوره امن په ځای کړي".

هغه وویل د شوال سره خواوشا ټولې سیمې د افغانستان سره په پوله پرتې دي او دغلته پوره امن نشته د ضرب عضب پوځي عملياتو له امله د سيمې نه ډېر خلک کډه شوي دغه علاقې لا پاکې نه دي ګرځول شوي ځکه خلک هم دغو علاقو ته بیرته نه دي ستانه شوي.

هغه زياته کړه، دغه سيمې د لسيزو راهسې شاته پاتې دي او ډېر څوک ورغلي هم نه دي او نه دغه علاقې چا ښکاره کړي دي، قدرتي ښکلاګانې په خپل اصل حالت کې دي ځکه ډېرې ښايسته دي.

ضرب عضب پوځي عمليات

په کال 2014م کې د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د وسله والو ضد پوځي عمليات کړي او دغه سیمې یې بيا پاکې ګرځولې وې. خو په سیمه کې تراوسه پورې وخت په وخت د ناامنۍ پېښې کيږي.

د ضرب عضب پوځي عملياتو له امله د سيمې نه نزدې یو لک رجسټرډ شوې کورنۍ کډوالې شوې او د کال 2015م د مارچ د میاشتې راهسې د دغو کډوالو بيرته ستنېدو عمل پېل شوی او تراوسه روان دی.

خو په کډوالو کې په زرګونو شمېره کورنۍ افغانستان ته کډه شوي او د واپسۍ په ورستي پړاو کې یې د 7000 نه زیاتې کورنۍ د افغانستان نه بنو ته راوستل شوي دي خو د سيمې خلک وايي اوس هم ډېرې کورنۍ کډوالې دي.

رزمک کې د سېلګرو دپاره تیاريانې

د رزمک تحصيل د مرستیال کمشنر وياند سید حبيب شاه وي او اې ډیوه ته وویل، ضلعې انتظاميې،امنيتي ځواکونو او پولیس په رزمک کې پوره تیاریانې نيولي دي د خلکو د خدمت او اسانتياو ورکولو دپاره هر وخت موجود دي.

هغه وویل، د ضرب عضب نه وروسته د امنيت ډېره ستونزه هواره شوې ده، امنيتي ځواکونه هر ځای موجود دي، که څه هم شوال ته ټول کډوال نه دي ستانه شوي خو د امنيت ډېره مسله بيا هم نشته.

نوموړي وويل، "يواځې نن د اختر په درېمه ورځ د ميرانشا په سړک رزمک ته د 600 پورې ګاډي داخل شوي دي، ښه ماحول جوړ دی او په لويه شمېره کې خلک سيمې ته سېل له ځي".

هغه دعوه وکړه "تراوسه پورې علاقې ته د درېو لکو پورې خلک ورغلي دي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG