لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې په څلورم ځل په ماحولیاتي نمونو کې د پوليو وايرس تصديق شوی


د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې په څلورم ځل په ماحولیاتي نمونو کې د پوليو وايرس تصديق شوی دی. پاکستان کې د پوليو مخنيوی پروګرام وي او اې ډیوه ته دغه خبر تاييد کړی دی.

پاکستان کې د پولیو مخنيوي پروګرام وي او اې ډیوه سره په شریکو کړو معلوماتو کې ويلي، پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ پېښور کې په ماحولیاتي نمونو کې د پولیو وايرس تصدیق شوی دی.

د پروګرام ترمخه سږ کال په پېښور کې دا څلورمه ماحولياتي نمونه ده چې مثبته ترلاسه شوې ده، "د پېښور نه ماحولياتي نمونه په پينځم جون اخستل شوې او پرون یې تصدیق شوی دی".

ویل شوي "سږ کال په 2023 کې په ټول ملک کې د پوليو 11مه مثبته ماحولياتي نمونه معلومه شوې ده"، له دې وړاندې د جون په میاشت کې په پاکستان کې د صحت قامي مرکز ليبارټرۍ په پېښور، هنګو او جنوبي وزیرستان کې په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس د موجودګۍ ویلي وو.

تېره مياشت د کراچۍ ښار ختيځ په ماحولياتي نمونو کې هم د پوليو وايرس تصديق شوی وو او د جنورۍ په میاشت کې په لاهور کې هم په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وایرس موندل شوي وو.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام د بېړني مرکز رابطه کار ډاکټر شهزاد بېګ وايي، پېښور کې په ماحولیاتي نمونو کې معلوم شوي د پولیو وايرس د افغانستان د ختيځې سيمې ننګرهار د وايرسو سره تعلق لري.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "پاکستان کې په 11 ماحولياتي نمونو کې چې کوم پولیو وايرس معلوم شوي په دې کې اووه نمونې د ننګرهار نه پاکستان ته منتقل شوي دي". او د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو کې اوس هم د پوليو وايرس شتون لري.

د نوموړي په خبره زيات "وايرس د افغانستان نه پاکستان ته منتقل کيږي ځکه مونږ د افغانستان سره په پوله انتظامات کوو په کومو کومو ځايونو کې چې خلک راوړي هغو ټولو ته ويکسين ورکوو، او دوی چې کومو سيمو ته ځي او هلته پاتې کيږي هلته هم د ويکسينو کمپاين کولی شي".

هغه زیاته کړه، "د دې نه علاوه په بس سټېشنو، غټو ښارونو کې په ځای په ځای د ويکسينو مرکزونه جوړ کړي دي، او ټولو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکوي".

په پاکستان کې د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه سږ کال تراوسه پورې په ملک کې د پوليو يواځينۍ پېښه په بنو کې رپورټ شوې ده.

په 2022م کال کې پاکستان کې د پوليو 20 پېښې مخې ته راغلې او ټولې په خېبرپښتونخوا صوبه کې معلومې شوې وې، 17 په شمالي وزیرستان، دوه په لکي مروت او يوه په جنوبي وزيرستان کې رپورټ شوې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG