لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شانګله کې د شګې غر ښوېدلی، اته ماشومان په کې مړه شوي


د خېبرپښتونخوا په غرييزه سيمه شانګله ضلع کې د شګې غر راښوېدلی لږ تر لږه اته کم عمره ماشومان په کې مړه شوي دي.

په شانګله ضلع کې د ژغورنې ادارې رېسکيو 1122 مشر ثناالله وي او اې ډیوه ته تاييد کړه چې ماښام د غره ښوېدو پېښه شوې، اته ماشومان د شګې او خاورو لاندې ګېر شوي او د اته واړو جسدونه راويستل شوي دي.

ځايي انتظاميې د مړه شوو ماشومانو نومونه او عمرونه شريک کړي، د ټولو ماشومانو عمرونه د 14 کلونو نه کم دي.

ثناالله وويل، ځايي خلکو ورته تاييد کړې چې هم دغه ماشومان د غره لاندې ګېر شوي وو او يو ترې روغ وتلی وو. د پېښې د ځای څخه يو سياسي ټولنيز مشر شمشېر احمد خان اېډوکېټ وي او اې ډيوه ته وويل، د غره ښوېدو پېښه ماښام خواوشا شپږنیمې بجې شوې وه.

هغه وویل، د مارتونګ په کوز کلي کې د شګو کان دی خلک ترې په شېولو يا اېسکيويټرو شګې راکني او په ډمپرو يا غټو ټرکونو کې ترې وړل کيږي.

نوموړي تور ولګوو چې د شګې کان ډېر راکنستل شوی چا يې تپوس نه کوو او انتظاميې یې هم غور نه وو کړی.

هغه وويل دويمه دا چې په مارتونګ تحصيل کې د ژغورنې ادارې اهلکار او مشينري نشته که چرته اهلکار يا مشينري په وخت رسېدلی وی ځينې ماشومان به بچ شوي وو.

د رېسکيو 1122 مشر ثناالله مني چې په مارتونګ تحصيل کې د دوی اهلکار او مشينري نشته خو نزدې ورته په پورن تحصيل کې د دوی عمله شته هغه د 15 دقيقو پورې وخت کې د پېښې ځای ته رسېدلې ده.

خو ځايي خلک تور لګوي د ژغورنې اهلکار نزدې دوه ساعته وروسته موقعې ته رسېدلي او چې ورسېدل ځايي خلکو د درېو ماشومانو جسدونه راويستي وو.

د مارتونګ پولیس تاڼې مشر اجمل خان وي او اې ډيوه ته وويل، د شپې تر ناوختې د غره لاندې د ماشومانو راويستلو عمليات روان وو، خو چا ورته د پېښې شکايت نه دی کړی که د ماشومانو کورنيو ورته شکايت وکړو، دوی به د پېښې پلټنې کوي او کوتاهي کوونکي به معلوموي.

پاکستان کې د موسمیاتو محکمې د درېمې جولايۍ نه تر اتمې جولايۍ پورې په سوات، مانسهره، کوهستان، اېبټ اباد، هري پوري، پېښور، مردان، صوابۍ، نوښار، کورمه، بنو، لکي مروت، کوهاټ او پنجاب صوبې په بېلابيلو علاقو کې د تېز باران او ږلۍ امکان څرګند کړی دی.

د موسمياتو محکمې د څلورمې جولايۍ نه تر اوومې جولايۍ پورې اسلام اباد، پېنډۍ او پېښور په ژورو علاقو کې د سېلاب او پښتونخوا په غريیزو سیمو کې د غرونو ښوېدو اندېښنه څرګنده کړې او ټولو ادارو ته یې د چمتو پاتې کېدو ویلي وو.

په خېبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې [پي ډي اېم اې] ويلي وو، په صوبه کې د بيا رغونې او ابادۍ ادارې د کال 2023 د پشکالي بارانونو احتمالي پلان جوړ کړی دی، د کوم هدف د افتونو په وخت د خطرو کمول او په وخت ورته غبرګون ویل دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG