لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي: په بلوچستان کې ۱۱ پاکستاني پوځیان د شورو د ورځې په بریدونو کې وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل شوي


واشنګټن – د بلوچستان ایالت چارواکو ویلي، په ږوب ښار کې د جولای په دولسمه نېټه د پاکستان په پوځي چاوڼۍ برید او د برید په غبرګون کې د پوځ عملیات پای ته رسېدلي.

د ږوب ښار مرستیال کمېشنر عظیم خان کاکړ امریکا غږ ډیوې ته ویلي، په دغه برید کې د پاکستان د پوځ نهه سرتیري او پنځه وسلوال برید کونکي وژل شوي او څوارلس نور پاکستاني پوځیان پکې ژوبل شوي دي.‌

کاکړ وړاندې وویل، چې په دغه پېښه کې د یوې مېرمنې په ګډون پنځه ملکي وګړي هم ژوبل شوي دي او د پېښې په اړه دا مهال پلټنې روانې دي.

د تحریک طالبان پاکستان ډلې ویلي چې د دوی یوې ضمني ډلې چې تحریک جهاد پاکستان نومېږي دغه برید ترسره کړی.

د یو بل خبر مخې، په همدې ورځ یعنې د جولای په ۱۲ نېټه د پاکستان د پوځ د رسنیو دفتر یا آی ایس پي ار په یو بیان کې د ډیره بوکټي په سوی سیمه کې په پوځ باندې د یو بل برید خبر ورکړی چې د بیان تر مخه درې پاکستاني پوځیان پکې وژل شوي دي.

بیان زیاتوي، د پوځیانو په ډزو دوه وسلوال مخالفین هم وژل شوي دي.

بي ار اې یا د بلوچ ریپبلېکن ارمي ډله په یاده سیمه کې فعاله ده خو تر اوسه یې ددغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د ږوب د تازه بريد په اړه چې له سهاره تر ماسپښین ناوخته پورې روان و ځایي چارواکو ويلي وو په ناڅاپه ډزو کې پينځه ولسي وګړي ټپيان شوي وو.

د مرستیال کمشنر په خبره پر اپرېشن کې د پوځې هيليکاپټرو څخه هم کار اخسيتل کيږي.

د ږوب د ځايي اوسېدونکو په وينا، شاوخوا د شپې دوه نيمې بجې ناڅاپه ډزې پېل شوې دي چې د سهار تر پينځو بجو پورې روانې وې او له لږ ساعت خاموشۍ وروستو بيا ډزې پېل شوې وې.

د روانې میاشتې په دویمه نېټه د ږوب او شېراني ضلعو تر منځ په غرنۍ دهنه سر سیمه کې وسلوال د شپې پولیس تاڼې ته ننوتي، درې پولیس او یو ایف سي عسکر یې وژلی وو. پولیسو د یوہ وسلوال ترهګرو د وژنې دعوہ هم کړې وه.

د بريد زمه واري ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان منلې وہ.

د پېښې پرضد په ږوب کې احتجاجي پرلت پېل شوی تراوسه په 12مه ورځ دوام لري، دوی غوښتنې لري، د دهنه سر د پېښې عدالتي پلټنې دې وشي، د پېښې د زمه وارو پرضد دې مقدمه درج شي او د اېف سي چيک پوستې دې ختمې شي.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير ضيا لانګو د پرلت په غبرګون کې وي او اې ډیوه ته ویلي، حکومت چې په کومه سيمه کې عمليات کوي سياسي خلک بيا احتجاج کوي، په حکومت او ادارو نيوکې کوي او چې عملیات نه کيږي نو بيا داسې پېښې کيږي.

احتجاج کوونکي وايي د غوښتنو منلو پورې به یې پرلت روان وي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG