لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شېراني او ږوب تر پېښو وروسته احتجاجي پرلت په 14مه ورځ هم دوام لري، نن غټه جرګه رابلل شوې


د بلوچستان صوبې په ږوب ښار کې د دويمې جولايۍ څخه روان پرلت نن په څورلسمه ورځ هم دوام لري، د پرلت مشران وايي نن د خالي- شنبې په ورځ یې غټه جرګه رابللې چې د راتلونکې پرېکړه به کوي، خو د ږوب مرستیال کمشنر وايي د احتجاج کوونکو اکثره غوښتنې منل شوي دي.

د جولايۍ په دويمه د بلوچستان د او خېبرپښتونخوا صوبې تر منځ د شېراني ضلعې په دهنه سر سيمه کې د پوليسو پر چوکۍ وسله وال بريد شوی وو، په بريد کې درې د پوليس او يو ايف سي عسکر وژل شوي او پوليس چارواکو په ځوابي ډزو کې د يو وسله وال بريدګر د وژلو ویلي وو.

د ږوب او شېراني سياسي او مذهبي ګوندونو او د پښتون ژغورنې غورځنګ د دې پېښې پر ضد له هغې ورځې احتجاجي پرلت پېل کړی کوم چې تر اوسه دوام لري، د احتجاج کوونکو په وينا دوی د امن دپاره پرلت وهلی خو د يادې پېښې 12 ورځې پس ور پسې په ږوب کې د ناامنۍ لويه پېښه وشوه.

د پرلت د کمېټۍ غړی د پښتون ژغورنې غورځنګ حميد شېراني وايي، د کمېټۍ د سياسي ګوندونو غړو او پي ټي اېم په شريکه پرېکړه وکړه نن د ږوب او شېراني د خلکو غټه جرګه رابلل شوې او جرګه به د راتلونکې فېصله کوي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "د پرلت غوښتنې وې چې د اېف سي چيک پوستې دې ختمې کړی شي، د دهنه سر په پېښه کې د ککړو زمه واري پرضد دې مقدمه درج شي او د پېښې د پلټنو دپاره دې عدالتي کمېشن جوړ شي خو په دغو غوښتنو یې عمل نه دی شوی".

هغه وويل پرلت یې د مرستیال کمیشنر د دفتر د مخې نه د [نمبر ون سکول] مېدان ته بدل کړی شوی دی.

د پرلت د کمېټۍ بل غړي د جمعيت علمااسلام ف ګوند حافظ حضرت ګل وايي، "په جنوبي پښتونخوا [د بلوچستان په پښتون مېشته] سيمو کې د يو وخت څخه د بدامنۍ پېښې روانې دي، د کولې ګاډي وسوځول شوی، زمونږ د پرلت مقصد دا دی د پاکستان د رياست او رياستي ادارو څخه غوښتنه کوي چې زمونږ د علاقو نه د طالب په نامه دا بدامني ختمه کړئ يا په بله نامه ترهګري دې ختمه کړی شي زمونږ يواځينۍ غوښتنه د امن ده".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "مونږ د دهنه سر د پېښې ضد پرلت پېل کړی خو د پرلت په مهال د ږوب پېښه وشوه دوی پرلت کوونکي ګڼي چې دغه پېښه په خلکو کې د ويرې خورولو او پرلت ختمولو دپاره شوې وه، خو دوی په ځای ناست دي هیڅ اثر پرې نه دی اچولی پرلت یې دوام لرلو او روان دی".

حافظ حضرت ګل زياته کړه، بلوچستان ته اهمیت نه ورکول کيږي ځکه دغلته بدامني روانه ده.

خو د ږوب مرستیال کمشنر عظيم کاکړ وايي، د پرلت کوونکو اکثر غوښتنې منل شوي دي. وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل:

"د پرلت ځينې غوښتنې يا خو منل شوې دي او يا پرې کار روان دی، په هغو کې د دوی يوه غټه غوښتنه د عدالتي کمېشن وه نو په هغه کار روان دی او ډېر زر به عملي شي".

نوموړي وويل، دوېم دوی د مقدمې غوښتنه کوله، "نو اېف آی ار سي ټي ډي کړی دی او په هغه په خپله طريقه کار روان دی".

هغه زیاته کړه، "د دهنه سر د اېف سي چيک پوستې د ختمولو غوښتنه وه په هغې کور کمانډر سمدستي احکامات ورکړي دي چې اېف سي به روډ ته نه راوځي، چيکنګ به نه کوي، دا يو شريک چيک پوسټ دی د مرکز سره هم تعلق لري او دا چيک پوسته اوسنۍ نه ده د پاکستان څخه د اوله جوړ شوی دی، په 1893 کې د دې بنياد اېښودل شوی د دوه صوبو پوله ده د دې خاتمه په اسانه نه شي کېدی".

په دهنه سر کې د برید زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG