لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په وړومبي ځل نرښځیان هم د بې نظیر د مالي مرستو په پروګرام کې ورګډ کړی شول


په پاکستان کې نرښځيان د بې نظير د مالي مرستو د کفالت پروګرام برخه جوړ شوي او په لومړي ځل د عروسه ملک په نوم يو نر ښځي ته د بې نظير کفالت پروګرام کارډ ورکړل شوی.

نرښځيان وايي ددې پروګرام برخې جوړیدو سره د دوی بلها ستونزې حل کېدای شي.

د خالي/شنبې په ورځ د بې نظير انکم سپورټ پروګرام مشر او د ټولنیز تحفظ یا خوندیتوب مرستيال وزیر فيصل کريم کنډي ډيره اسماعيل خان سيمه کې نرښځیانو ته د مرستو د کارډونو ورکولو پرانسته کړې ده.

ډيوه سره خبرو کې ښاغلي فیصل کریم کنډي وویل چي نرښځيان هم زموږ په څېر د دې ټولنې برخه ده او د هغوي د حقونو خېال ساتل د حکومت فريضه ده.

د 2019 د سترې محکمې د سرشمیرنې له مخې په پاکستان کې د نرښځیانو ټوله ابادي 300,000 ده خو د نرښځیانو د حقونو فعالين دا شمېره د 6 لکو څخه زياته یادوي چې په ټولنیز ژوند کې توپيري چلند، غربت، او ځورونو سره مخامخ دي.

عروسه ملک وايي د دوی د نر ښځيانو ژوند زیات ستونزمن دی, کورنیو پریښي دې , په بالا خانو کې وهل کیږي او ځپل کیږې خو څوک د دوی حال نه اخلي.

دا لومړي ځل دی , چې پیپلز ګوند ته د نرښځيانو د کړاونو احساس وشو.
‏‎
هغه وايي که دوى ته هره مياشت د حکومت له خوا 7000 روپۍ ترلاسه کېږي نو دا به د هغوى لپاره د مياشتې د کورونو د کرایانو په ورکولو او د خوراک څښاک شیانو په اخستو کې مرسته وکړي.

د اګست په دويمه د بې نظير دمالي کفالت پروګرام لخوا جارې شوې خبر کې ويل شوې د پاکستان مرکزي حکومت د ټولنې بې وزله خلکو او په ځانګړې ډول د زنانه و د مالې پياوړتيا لپاره د کال 2023 او 2024 بجټ کې 471 اربه روپۍ منظورې کړې دي.

په اېښودل شوؤ پیسو کې به د پاکستان يو کروړ او څلوېښت لکه غريبو کورنيو ته اووه زره روپۍ د میاشتې په سر هرې کورنۍ ته ورکولی شي، دا کورنۍ په اته نيم کروړه تنانو مشتمل دي کوم چې دپاکستان دټولې ابادۍ دريمه (3/1) برخه جوړېږي

د بې نظير دمالي مرستو د پروګرام د لارې د کفالت پروګرام لخوا دا امدادي پيسې په داسې حال کې ځانګړې کړل شوي چې وفاقي حکومت درې ورځې وړاندې په ملک کې د تيلو بيعې سېوا کړي او د يو ليټر پټرولو او ډيزلو په بیعه کې یې 19 روپۍ زياتوالی راوستی دی.

د تيلو قيمت سېوا کولو په مهال دحکومت له لوري ويل شوي چې د نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) نه د قرض ترلاسه کولو لپاره دا ګام پورته کړی شوی دی۔

ځايي خلک وايي د تېلو بيعې لوړولو سره حکومت د غريبو خلکو مشکلات نور سيوا کړي دي.

ځايي ولس وايي چې په هېواد کې ګراني يو په درې سېوا شوې او د حکومت لخوا اعلان شوې پېسې د خلکو لپاره په ورځني ژوند کې اسانۍ نه شي پېدا کولی بايد په هېواد کې ارزني راوستل شي۔

عنبرين چې د بې نظير دمالي کفالت پروګرام مرکز ته د مرستو تر لاسه کولو لپاره راغلې ده ،وايي ګراني سيوا ده دا مرستې د دوی ضرورتونه نه پوره کوي او دې مرستو کې دې نوره پراختيا وکړی شي.

په پاکستان کې نرښځيان په لومړی ځل د بې نظير دمالي مرستو د پروګرام د لارې د کفالت پروګرام کې په داسې حال کې ورګډ کړل شوي دي چې دوی نه يوازې د ټولنې په کچه د توپيري چلند سره مخ دي بلکې د هغوي خلاف د تشدد پېښې هم په پرله پسې ډول مخې ته راځي.

نرښځيان ددې حکومتي پرېکړې ستاېنه او هرکلی کوي خو وايي باید چې اوس دا په سم ډول عملي کړل شي.

د غربت د ختمولو او دټولڼيز خوندیتوب مرستيال وزېر فېصل کريم کنډې وايي چي ددې سهولت څخه د ګټې ترلاسه کولو لپاره باېد چې نرښځيان خپل شناختي کارډونه تازه کړي او بېا دې د تحصيل په کچه د بې نظير انکم سپورټ پروګرام په دفترونو کې خپل نومونه ولیکي.

هغه وویل له دې ورستو به په کامياب اندراج باندې خواست کوونکي نرښځي ته په موبايل د 8171 نمبر څخه پېغام ترلاسه شي او ورته به هره مياشت 7000 روپۍ نغدې ترلاسه کېږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG