لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د موسيقۍ پاليسي جوړه شوې


د پاکستان د اطلاعاتو مخکينۍ وزيرې مريم اورنګزېب ويلي، مرکزي کابينې په نهم اګست د مخه ښې په غونډه کې د موسيقۍ پاليسي منظوره کړې ده.

هغې په اېکس يا پخواني ټویټر ويلي، "د موسيقۍ د پاليسۍ ځانګړنې د پاکستان د موسيقۍ د ورثې خونديتوب، د موسيقۍ موجوده منظرنامې ته وده ورکول او د قانوني چوکاټ د لارې د موسيقۍ د کار ساتنه شامل ده".

مریم اورنګزېب د پاليسۍ نور جزيات نه دي خپاره کړي.

پاکستان کې هنرمندانو او کلتور پوهانو د حکومت دغه ګام ستايلی خو ويلي یې دي پاليسيانې جوړيږي خو بيا عملي کيږي نه، په کار ده عملي شي.

په پېښور کې د انګازې پروډکشن مشر او خېبرپښتونخوا کې د هنري ټولنې جوړوونکی ډاکټر راشد احمد خان وايي، دوی د دغه اعلان او پاليسۍ هرکلی کوي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې یې وويل، "بايد چې په دغه پاليسۍ کار وشي. پينځه کاله وړاندې هم خېبرپښتونخوا کې هم د هغه وخت حکومت په کلتور پاليسۍ کار کړی وو خو په هغې بيا هیڅ کار نه وو شوی".

هغه زياته کړه، اوس چې مرکزي حکومت د دې پاليسۍ منظوري ورکړې نو دوی یې هر کلی کوي خو بايد چې په دې کار وشي.

هغه وويل، پاکستان کې هنرمندان د سختو مشکلاتو سره مخ دي په ادارو کې ناست خلک دوی ته مشکلات جوړوي.

راشد خان زياته کړه، "د پېښور ډبګرۍ کې د موسيقۍ دپاره ځانګړی بازار وو خو هغه په 2004/05 کې د متحده مجلس عمل په حکومت کې ختم کړی شوی وو او بيا د هغې په ځای د هنرمندانو دپاره يو حکومت هم کار نه دی کړی او نه د هنرمندانو څه تحفظ شته".

هغه وويل، "اوس د افغانستان نه هنرمندان راغلي هلته د هغوی سر ته خطر دی دلته راغلي دي خو دلته نيول کيږي، دوی غواړي چې هنرمندانو او موسيقۍ ته دې تحفظ ورکړی شي".

د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا د کلتور سيکرټري کلتور پوهه خادم حسېن وايي پاليسي جوړېدل د خوشالۍ خبره ده ځکه "د لطيف، زېبا هنرونو په ځانګړي ډول ميوزک، اټن او مصورۍ، خطاطۍ سره اړونده نورو هنرونو دپاره پاکستان کې ورځ تر بلې ځای کميږي او د دې سره د انتهاګرۍ پوره عمل تړلی او انتهاګري ورسره سېوا کيږي".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، د پاکستان په سيند صوبه کې وړاندې داسې اقدامات شوي اوس چې د مرکز په کچه دا اقدام وشو د ستاينې وړ دی.

د نوموړي په خبره، "د شدت پسندۍ مونږه ته دا حل ښکاري چې د اېمل ولي خان په مشرۍ کې عوامي نيشنل ګوند د انګازې پروډکشن خلاص کړو د دې د وجې نه چې يوې غاړې ته خو د موسيقۍ روايت انسانان د جمالياتو او شناخت سره تړلي دي او موسيقي مختلف تهذيبونه خوندي ساتي او ميوزک د تهذبيونو سره سره د انسانانو د شناخت، د خوشالۍ او جمالياتي تخليقاتي اړخونو ضامن جوړېدی شي".

خادم حسېن وويل، د پاليسي د عملي کولو او دوامداره پاتې کېدو دپاره بيا د هنري خلکو سره د ټولنې د هرې طبقې زمه واري جوړيږي که په پاليسي عمل نه کيږي نو د هغې دپاره دې د ټولنې ټول خلک بيا بيا غږ پورته کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG