د افغانستان او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ د سوپر کولا سیاليو په دويمه لوبه کې هم پاکستانۍ لوبډلې افغانستان ته ماتې ورکړه. افغان لوبډلې لومړی بېټنګ کړی او 300 رنزونه یې جوړ کړي وو.
د پاکستان کرکټ لوبډلې په نهه لوبغاړو سوځېدو ټاکلی هدف په اخري 50م اوور کې پوره کړو او سيالي یې په يوه وکټه وګټله.
پاکستانۍ لوبډله کې زيات 91 رنزونه امام الحق او بيا 53 رنزونه بابر اعظم کړي وو.
افغان بالرانو کې درې لوبغاړي فضل حق فاروقي، دوه محمد نبي او يو يو مجيب الرحمان او عبدالرحمان اوټ کړي وو.
د سيالۍ پچه/ ټاس افغانستان ګټلی او لومړی بېټنګ یې کړی وو.
افغان لوبډلې په ټاکلو 50 اوورونو کې په پينځه لوبغاړو سوځېدو 300 رنزونه جوړ کړي وو.
افغان لوبغاړو کې رحمان الله ګربز په 151 بالونو 151 رنزونه او ابراهيم ځدران په 101 بالونو 80 رنزونه جوړ کړي وو.
پاکستاني بالرانو کې شاهين شاه اپريدي دوه وکټې اخستې، نسيم شاه او عثمان میر يو يو وکټ اخستی وو.
د افغانستان او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ د سوپر کولا کپ د درېو يو ورځنيو سياليو په لومړۍ مقابله کې پاکستانۍ لوبډلې د نهې، سه شنبې، په ورځ افغان لوبډلې ته په 142 رنزونو ماتې ورکړې وه.
پاکستان د يادې سيالۍ ټاس ګتلی او په لومړي بيټنګ کې یې 201 رنزونه جوړ کړي وو.
په ځواب کې د افغانستان ټوله لوبډله په 59 رنزونو جوړولو په 20م اوور کې اوټ شوې وه.
د دواړو ملکونو د کرکټ دغه سیریز په سري لنکا کې کېږي.
درېيمه او وروستۍ سيالي به د خالي، شنبې په ورځ 26م اګست وي.
Forum