د پاکستان د ونډو بازار [پاکستان سټاک اېکسچېنج] په نننۍ ورځ کې د 1780 پواينټونو پورې راغورځېدلی او د امریکايي ډالر په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ نوره بې قدره شوې ده.
د ونډو د بازار په وېبپاڼه د ورکړی شوو شمېرو تر مخه نن د زيارت- پنجشنبې په ورځ سهار د ونډو بازار په 46286.73 پواينټونو کاروبار پېل کړی او ماسپښين نزدې دوه بجې بيا پواينټونه 44464.07 ته راټيټ شوي وو، 1780.48 پواينټونه راکم شوی وو.
د ونډو بازار کارپوهه جبران سرفراز وي او اې ډيوه ته وويل، "د پاکستان اقتصادي حال سخت خراب دی، سخته ګراني جوړه شوې د بجلۍ د بِلونو بيعې لوړيږي کاروباريان سخت په ويره کې دي، د ډالر په مقابله کې روپۍ نوره بې قدره شوې او په انټر بېنک مارکيټ کې يو ډالر د 305 روپو نه زيات شوی دی".
هغه زياته کړه، "په يوه ورځ کې په دومره غټه کچه د ونډو بازار غورځېدو له امله کاروباريانو ته د اربونو روپو تاوان اوړي او د ملک په اقتصاد یې سختې بدې اغېزې کيږي".
د نوموړي په خبره، سوداګر، کاروباريان احتجاجونه کوي، او پرون چې "د خزانې نګرانې وزیرې کوم بيان ورکړی د هغې هم د ونډو په بازار بدې اغېزې شوي دي".
د ځايي رسنيو ترمخه د پاکستان د خزانې نګران وزیرې ډاکټر شمشاد اختر پرون د سېنېټ قايمه کمېټۍ ته د ملک د اقتصادي وضعې او بجلۍ د زياتو بِلونو احوال وړاندې کړی او ويلي یې وو "د ملک اقتصادي وضعه د اندازې نه زياته خرابه ده".
هغې ويلي وو، "پاکستان د بهر نه تېل راغواړي ځکه حکومت په ولس بوج اچوي د ملک سره ګنجايش نشته چې سبسډي يا رعايت ورکړي".
پاکستان کې د پېسو بدلوونکو اتحاديې جنرل سيکرټري ظفر پراچه وايي، "نن په انټر بېنک مارکيټ کې ډالر د 305 يا 306 روپو پورې رسېدلی او خلاص مارکيټ کې ډالر د 322 نه زيات ګران شوی دی".
د پاکستان د مرکزي بېنک سټېټ بېنک د شمېرو ترمخه پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ په انټر بېنک کې يو ډالر په 304.45 روپۍ او د نهې/ سه شنبې په ورځ په 303.05 روپۍ وو.
ظفر پراچه وايي، "د نړیوالې مالياتي ادارې [آی اېم اېف] سره د پور د تړون او شرطونو له امله روپۍ پرله پسې بې قدره کيږي د ملک اقتصاد د سخت فشار سره مخ دی".
نوموړي زياته کړه، "مونږ د پاکستان د اقتصادي وضعې د خرابتیا زمه وار آی اېم اېف نه شو ګرځولی ځکه چې آی اېم اېف په مونږ [پاکستان] پسې نه دی راغلی مونږ پسې ورغلي يو، او د ملک د اقتصادي وضعې د خرابتيا زمه واري زمونږ خپله ده بيا هر څه په آی اېم اېف ور اچوو".
هغه وويل، "د ملک د اقتصادي بربادۍ زمه وار ټول حکومتونه دي هر چا پکې خپل رول ادا کړی دی".
د نوموړي په خبره، "حالات ډېر خراب دي د امنيت د مسلې جوړېدو اندېښنه ده، واکمن، اشرافيه او عدليه ټول خاموشه دي، پکار ده ټول خپل مراعات په خپله ختم کړي، د ولس نه د قربانۍ اخستو څخه لاس واخلي، ځکه په سیمه کې پاکستان تر ټولو په بد حالت کې دی".
د خزانې نګرانې وزيرې ویلي، "د آی اېم اېف په پروګرام به عمل کولی شي حکومت چې کومه معاهده کړې د هغې ترمخه به چليږو"، هغې زياته کړې، "حکومت هڅه کوي غريبو خلکو سره ښېګړه وکړي".
Forum