لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد کې امریکا ته د تلو په تمه يوې افغان کډوالې له پينځم منزله  دانګلي او ځان یې وژلی دی


د پاکستان پلازمينې اسلام اباد کې يوې افغانې کډوالې جينۍ د پينځم منزل نه رادانګلي او په مبينه توګه خودکشي یې کړې ده. پوليس او په اسلام اباد کې افغان کډوالو وي او اې ډیوه ته دغه پېښه تاييد کړې ده.

ياده پېښه د اسلام اباد سره جوخت پروت ښار راولپنډۍ د ټېکسلا پوليس تاڼې په حدودو کې د نهې- سه شنبې او شورو- چهارشنبې په منځنۍ شپه شوې ده.

د ټېکسلا پوليس تاڼې افسر [اې اېس آی] لياقت حیات وي او اې ډيوه ته تاييد کړې چې افغان کډوالې جينۍ د پينځم منزل يا چت نه رادانګلي او زياته یې کړه د جينۍ کورنۍ تاييد کړې چې هغې "خودکشي کړې ده".

نوموړي وویل، "د اسلام اباد او پېنډۍ په پوله بي 17 علاقه کې د 60 پورې افغان کډوالې کورنۍ مېشت دي، او دغه جينۍ چې ځان یې وژلی د پاسپورټ د عمر تر مخه 21 کلنه وه".

د پوليس افسر په وينا د وژل شوې جينۍ مور او پلار دوی ته ویلي چې "هغې د شپې په دوه بجې خواوشا په موبايل خبرې کولې او په خبرو کې یې ټوپ وهلی دی".

هغه وویل، "جينۍ په ځای ژوند د لاسه ورکړی وو" او دوی پوسټ مارټم ته وړې وه. نوموړي زياته کړه د جينۍ په کور کې د هغې مور او پلار، کشره خور او يو ورور دي او دوه وروڼه یې په ترکي کې دي.

په اسلام اباد کې افغان کډوالې د بشري حقونو فعالې زهرا واحدي اختري هم وي او اې ډيوه ته ياده پېښه تاييد کړه چې دغه "جينۍ مريم نومېده تعلق یې په افغانستان کې د بلخ ولايت سره دی او خودکشي یې کړې او پرون بيا په اسلام اباد کې خاورو ته سپارل شوې ده.

اختري وويل، "مريم په افغانستان کې په پوهنتون کې د قانون زده کوونکې وه"، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دې کورنۍ هم کډه شوې او نزدې د يو کال راهسې په اسلام اباد کې مېشته وو.

هغې زياته کړه، "مريم امريکا ته د تلو دپاره اسناد جمع کړي کورنۍ یې غريبه ده حال یې ښه نه دی تر دې چې کورنۍ ته یې پېسې ټولې شوي او په هغې بيا خاورو ته سپارل شوې ده".

د اختري په خبره، "په اسلام اباد کې دا د افغان کډوالو د خودکشۍ يا ځان وژنې درېمه پېښه ده چې په درېو میاشتو کې وشوه له دې وړاندې دوه هلکانو ځان وژنې کړي دي".

اختري وویل، د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته اسلام اباد ته کډوال شوي افغانان سخت تنګ شوي او وايي، "زه هم دومره تنګه شوې يم که بچي مې نه وی ما به هم شايد دا کار کولو".

هغې دعوه کړه څوک یې هم غږ نه اوري نه د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره [يو اېن اېچ سي ار] او نه بل څوک چې دوی بهر اوباسي.

اغلې له دې وړاندې هم د روانې میاشتې په 15مه وي او اې ډيوه سره په خبرو کې په يو اېن اېچ سي آر نيوکې کړې وې.

خو هغه وخت د يو اېن اېچ سي ار پاکستان کې وياند قېصر اپريدی وي او اې ډيوه ته ویلي وو، دوی د تېرو دوه کلونو راهسې پاکستان ته راغلو افغانانو دپاره کار کوي، د پاکستان د حکومتونو سره یې د نوو راغلو افغانانو په حواله خبرې شوي او اوس هم روانې دي چې د دوی دپاره يوه پاليسي جوړه کړي.

هغه ويلي وو، "د طالبانو د واکمنېدو وروسته په لکونو افغانان پاکستان ته راغلي دي او هغه خلک چې بهر تلل غواړي يو اېن اېچ سي ار لومړیتوب هغو خلکو ته ورکوي څوک چې په افغانستان کې د بشري حقونو فعال، جرنلسټان يا هغه دي چې هلته یې ژوند په خطر کې وو، اول دوی د هغو دپاره کار کوي خو بيا هم دغه اوږد عمل دی او وخت پرې لګي".

د پاکستان د تېر حکومت د بهرنيو چارو وزير مملکت حنا رباني کهر د روانې میاشتې په سر کې د [آج ټي وي] سره په يوه مرکه کې ويلي وو، "په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان نه د اووه نيم لکه پورې کسان پاکستان ته راغلي" او حکومت تراوسه پورې دوی ته د کډوالو درجه نه ده ورکړې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG