لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچي: سیاستوالو او فعالانو په پوليسو تور لګولی چې يو پښتون ځوان یې په بند کې په تشدد وژلی دی


د نعمت الله د وژنې د پېښې ضد احتجاج
د نعمت الله د وژنې د پېښې ضد احتجاج

د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې پښتنو ملت پالو سياستوالو او پښتون ژغورنې غورځنګ تور لګولی چې د کلري تاڼې پوليسو يو پښتون ځوان په تاڼه کې په تشدد وژلی او د خودکشۍ نوم یې ورته ورکړی دی.

تېر ماسخوتن د پښتون ملي عوامي ګوند، پښتون ژغورنې غورځنګ، ملي جمهوري غورځنګ او عوامي نيشنل ګوند غړو په شريکه د صدر بازار اېمپرېس مارکیټ مخې ته د جسد سره احتجاج کړی دی.

د پوليس په بند کې په مبينه توګه په تشدد د وژل شوي تن نعمت الله ورور رحمت الله د احتجاج په مهال وي او اې ډيوه ته وويل د بلوچستان صوبې د پشين سره تعلق لري، ورور يې د يوې اوونۍ راهسې بې درکه وو پوليسو په 30م اګست د هغه ګرفتاري ښکاره کړې او نن سهار [د زیارت په ورځ] بيا ده ته ټيليفون راغلی چې ورور یې خودکشي کړې ده.

هغه وویل، د ورور یې په لاره کې هوټل وو خواري یې کوله. هغه تور ولګولو چې په ورور یې پوليسو تشدد کړی وژلی یې دی. دوی د احتجاج د لارې د انصاف غوښتنه کوي، او هغه ثبوت دې ورته ورکړی شي چې په بند کې رسۍ د کومې راغله او د ده ورور پرې خودکشي وکړه.

د کراچۍ د جنوبي زون پوليسو په 30م اګست مازيګر په پينځه بجې مطبوعاتو سره شريکه کړې خبرپاڼه کې دعوه کړې وه، پوليسو او حساسه ادارې په ګډه کارروايۍکې په بېن الصوبايي کچه نشه يي توکيو وړلو کې ککړ درې ملزمان نیولي وو.

په خبرپاڼه کې دعوه شوې تورنو کسانو ځان د حساسه ادارو اهلکار ښکاره کړي وو، او د دوی د ولقې نه لس کلوګرامه چرس او د حساسه ادارې جعلي کارډونه ترلاسه شوي وو.

پوليسو د نیول شوو ملزمانو پېژندګلو د نعمت الله، پروېز احمد او نجيب الله په نومونو کړې چې د لياري د چاکيواړې، کلري او کلاکوټ تاڼو په حدودو کې نيول شوي وو.

په 31م اګست د زیارت په ورځ بيا د کلري تاڼې پوليسو ويلي، نعمت الله سهار د کلري تاڼې په حوالات کې ځان د څادر د لارې تېزندي کړی او خودکشي یې کړې ده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سيند صوبې مرستیال سيکرټري نصير خان اڅکزي وي او اې ډيوه ته وويل، پوليس دليل وايي چې دغه کس ځان پانسي کړی خو پولیس دروغ وايي دې کس ځان پانسي کړی نه دی. دی يا پانسي شوی يا وژل شوی دی، پوليس د ځان د خلاصون دپاره دروغ ويلي.

هغه وويل، په تاڼه کې کېمرې لګېدلي دوی غوښتنه کوي چې د ياد تن د پانسۍ ویډيو دې دوی ته ښکاره کړي.

اڅکزي زياته کړه، دوی د جسد سره د احتجاج د لارې انصاف غواړي چې د تاڼې د چارواکو ضد دې کارروايي وشي پرضد دې مقدمه وشي ګرفتاره دې کړی شي او سزا دې ورته ورکړی شي.

د شپې ناوخته احتجاج کوونکو وي او اې ډيوه ته وويل، دوی ته د لوړ پوړو پوليس چارواکو لخوا باور ورکړی شو چې سبا به د تورنو پوليسو ضد کارروايي وکړی شي ځکه دوی نن د جمعې د مازيګر پورې خپل احتجاج وځنډولو، جسد یې بيرته د ايدهي مرده خانې ته يوړو او که د سبا مازيګر پورې د تورنو پوليسو ضد کارروايي ونه شوه دوی به بيا د جسد سره احتجاج کوي.

له دې وړاندې هم د کراچۍ په پوليسو په جعلي مقابلو کې د وژنو او په بند کې په ملزمانو د تشدد تورونه لګېدلي دي.

تېره میاشت د سيند صوبې په خېرپور سيمه کې په پوليسو تور لګول شوی چې د باجوړ سره تعلق لرونکی یو تن یې په بند کې په تشدد وژلی وو. خو پولیس چارواکو تل دغه تورونه رد کړي دي.

د کال 2018 د جنورۍ په 13 نېټه د کراچۍ په شاه لطيف ټاون سيمه کې د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکی ځوان نقيب مسيد او دوه نور کسان په يوه مبینه پوليس مقابله کې وژل شوي وو.

د هغه وخت د کراچۍ د ملير ضلعې د پوليسو مشر راو انوار دعوه کړې وه چې په مقابله کې يې ترهګر وژلي خو وروسته د پوليسو د لوړ پوړو افسرانو ګډې پلټنيزې کمېټۍ دغه مقابلې ته جعلي ويلي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG