د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ ويلي، "مونږ په دې يقين لرو چې يوه ترهګره ډله هم دومره توان نه لري چې د پاکستان يوه علاقه يا يو يونين کونسل ونيسي، هغوی وران کاري او ناامني کولی شي خو هغوی ته به هغه رنګ ځواب ويلی شي. امنیتي او دفاعي ځواکونه هر وخت چوکس دي هیڅ د پرېشانۍ خبره نشته ملک محفوظ دی".
نوموړي دغه څرګندونې د زيارت يا پنجشنبې په ماسخوتن پاکستاني جرنلسټانو سره په خبرو کې کړي دي. هغه ويلي ملک ته د اقتصاد او امنيت دوه غټ چېلنجونه پېښ دي.
د زیارت په ورځ د خېبرپښتونخوا د بنو په جاني خېلو کې د پوځ په قافله ځانمرګی بريد کې نهه پوځيان وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دی.
په ملک کې د ناامنۍ او ترهګرۍ په حواله نګران وزيراعظم ويلي، "پاکستان ته چې د لويديځې پولې لخوا کوم چېلنجونه دي، په وروستيو کې چې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې کومه بدامني بيا جوړه شوې ده د هغې علتونه څه دي".
د نوموړي په خبره "د بده مرغه د افغانستان نه د امریکا او نېټو ځواکونه په زمه واره توګه د وتلو په ځای په تندۍ سره وتلي او په غټه کچه وسله ترې پاتې شوې ده، او د نړيوالو ځواکونو په تندۍ وتلو اثرات په ټوله سيمه دي".
هغه ويلي، "دلته چې کومې وسلې پاتې شوې د جګړې په ډګر کې یې د ترهګرو او غېر رياستي عناصرو توان یو څه سېوا کړی دی، خو د هغې ځواب به هم هغه شان ورکول کيږي".
انوار الحق کاکړ د افغانستان نوم نه دی اخستی او نه یې د طالبانو واکمنېدل ياد کړي، خو ويلي يې دي،" زه دا باور ورکوم که د چا په ذهن کې دا غلط فهمي يا خوشي فهمي وي چې زمونږ د ګاونډ نه په دومره غټه کچه ځواکونه وتلي او يوې مخصوصې ډلې حکومت په لاس کې اخستی، نو هغه پراخه قوت خپل کور ته تللی خو مونږ په خپل کور کې يو، د خپلې خاورې دفاع به کوو".
هغه ويلي "مونږ جګړې ته هڅول نه کوو خو که د چا کوم شوق وي او د کومې خوا ته ورته ډاډ ترلاسه شوي وي خپل ډاډ ته دې بيا کتنه وکړي او که نه ګوري دا به د هغو خوښه وي، مونږ به دې ملک ته د ورپېښ اخري تن د ګواښ ختمولو پورې مزاحمت يا مقاومت کوو".
خېبرپښتونخوا کې په وروستیو کې د زیاترو بريدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان منلي دي.
د انوار الحق نه وړاندې د پاکستان پوځ هم ويلي "د افغانستان نه د امريکايي ځواکونو وتلو وروسته چې په افغانستان کې کوم بدلون راغلی د هغې په نتيجه کې د ترهګرۍ پېښې نسبتا سېوا شوي دي، د ترهګرۍ په پېښو کې د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] او بلوچستان کې د ترهګرو ډلو بهرنۍ اړيکې ثابتې شوي دي".
د پاکستان نګران وزيراعظم تازه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د پاکستان پوځ هم تېره ورځ ويلي، د خېبرپښتونخوا د بنو ضلعې په جاني خېلو کې د پوځ په قافله ځانمرګی برید شوی نهه پاکستاني پوځيان یې وژلي او پينځه یې ژوبل کړي دي.
پوځ ویلي، ځانمرګي د موټر سايکل د لارې پوځي قافله په نخښه کړې ده. وزيراعظم انوار الحق کاکړ د پېښې غندنه کړې او د وژل شوو پوځيانو د کورنيو سره یې د خواخوږۍ څرګندونه کړې ده.
په ټولنيزو رسنيو ویل شوي، د طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې د بريد زمه واري منلې ده.
په 22م اګست د افغانستان سره په پوله پرته بر جنوبي وزیرستان ضلعه کې د پوځ په قافله وسله وال بريد شوی، د وسله والو سره نښته کې شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي او د څلورو ترهګرو د وژل کېدو دعوه شوې وه. تحريک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې وه.
په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو ازادې څېړنيزې ادارې، پاکستان انسټيټيوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز [پي آی سي اېس اېس] په خپل يو رپورټ کې ویلي، پاکستان کې د روان کال په لومړو شپږو مياشتو کې وسله وال بریدونه 87 فيصده سېوا شوي او خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې 108 فيصده زیاتې شوي دي.
په رپورټ کې ویل شوي، د روان کال 2023م په لومړو شپږو مياشتو کې په ټول ملک کې په 271 وسله والو بريدونو کې 389 کسان وژل شوي او 656 ژوبل شوي وو، په تېر کال 2022م کې هم په دومره موده کې په 151 بریدونو کې 293 کسان وژل شوي او 487 ژوبل شوي وو.
د پي آی سي اېس اېس د رپورټ ترمخه د تېر کال په مقابله کې سږ کال وسله وال بريدونه 87 فيصده سېوا شوي دي.
په رپورټ کې زياته کړی شوې، د روان کال په لومړو شپږو مياشتو کې خېبرپښتونخوا صوبه او قبايلي ضلعې تر ټولو زياتې د 174 وسله والو بريدونو ښکار شوي دي.
خېبرپښتونخوا کې په پوليس او نورو امنیتي ځواکونو د زياترو بريدونو زمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] منلې دي.
Forum