لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان او خېبر کې د پاکستاني پوځ يو افسر او دوه عسکر وژل شوي


د افغانستان سره په پوله پرتو د پاکستان په شمالي وزیرستان او خېبر ضلعو کې د وسله والو سره نښتو کې د پاکستاني پوځ يو افسر او دوه عسکر وژل شوي دي. د پاکستان د پوځ مشر ویلي، پوځ به د ترهګرۍ ضد کلکه مباررزه جاري ساتي چې قوم "د دې لعنت" څخه خوندي کړي.

شمالي وزيرستان

د پوځ د اطلاعاتو ادارې ای ایس پي آر ويلي، د شمالي وزيرستان په ميرانشا کې پوځ ته د ترهګرو د موجودګۍ اطلاع ترلاسه شوې او پوځ يې پرضد عمليات کړي دي.

ويل شوي د عملياتو مشري مېجر عامر عزیز کوله او د عملياتو په مهال په نښته کې يو ترهګر وژل دی، خو په نښته کې د پنجاب صوبې د سرګودهې سره تعلق لرونکی 29 کلن مېجر عامر عزير او هم د پنجاب د ساهېوال سره تعلق لرونکی 27 کلن سپاهي محمد عارف هم وژل شوي دي.

د بريد زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

خېبر

پوځ پرون ناوخته ويلي، د 31م اګست په شپه د خېبر ضلعې په تيرا سيمه کې د ترهګرو سره په نښته کې يو ترهګر وژل شوی چې وایي په پوځ او عامو خلکو ترهګرو بریدونو کې ککړ وو.

پوځ ويلي په نښته کې د صوابۍ سره تعلق لرونکی 36 کلن حوالدار منتظر شاه هم وژل شوی وو.

له دې دغې يوه ورځ وړاندې تحریک طالبان پاکستان د يو اېف سي اهلکار د وژلو دعوه کړې وه.

د زيارت- پنجشنبې په ورځ ناوخته د خېبرپښتونخوا د بنو ضلعې په جاني خېلو کې د پوځ په قافله ځانمرګی برید شوی وو، چې نهه پاکستاني پوځيان پکې وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي وو.

‎په ټولنيزو رسنيو ویل شوي، د طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې د بريد ذمه واري منلې ده.

د پوځي مشر د بنو سفر

پرون د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر د بنو سفر کړی دی او ژوبلو پوځيانو تپوس یې کړی دی.

د پوځ مشر ویلي، "د پاکستان پوځ به د ترهګرۍ ضد کلکه مبارزه جاري ساتي چې د دې لعنت نه قوم خوندي کړي".

هغه ويلي، پوځ، قانون نافذونکې ادارې، او قوم به د ترهګرو د بزدلانه ټاکټيکونو څخه مجبوره نه شي، څوک چې په دې غلط فهمۍ کې دي چې د پوځ ډاډ او رياستي عملداري به چېلنج کړي.

هغه ویلي، "مونږ د اوږدې مودې راهسې د ترهګرۍ پرضد جګړه کوو او د ترهګرۍ د خاتمې پورې به یې جاري ساتو، چا قربانۍ ورکړي قوم به ورته تل درناوی لري".

پاکستان کې ترهګري سېوا شوې

هم پرون په لومړي ستمبر پاکستان کې یوې غېر دولتي څېړنیزې ادارې په خپل رپوټ کې ويلي، سږ کال د اګست په میاشت کې په ګرد هیواد کې د ترهګرۍ 99 پېښې رپوټ شوي او دا د 2014م نه راپدېخوا په یوه میاشت کې تر تولو زیاتې پېښې دي.

د پاکستان انستيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکورټي سټديز نومې ادارې د رپورټ ترمخهدد اګست په میاشت کې د ترهګرۍ په پېښو کې په ګرد هیواد کې 112 تنه وژل شوي او د جولايۍ د میاشتې په مقابله کې په اګست کې ترهګري 93 فیصدي زیاته شوې ده.

رپورټ وايي بلوچستان او د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې د اګست په میاشت کې د ترهګرۍ نه تر ټولو زیاتې اغیز منې شوي دي او بلوچستان صوبه کې د تیرې میاشتې په مقابله کې ترهګري 65 فیصدي او د پښتونخوا قبایلي ضلعو کې 106 فیصدي سیوا شوې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG