لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي اېم د علي وزير او نورو غړو د نيولو په ضد کراچۍ او کوټه کې احتجاجي مظاهرې کړې دي


د پي ټي اېم د کراچۍ احتجاج
د پي ټي اېم د کراچۍ احتجاج

پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] پرون د جمعې په ورځ د علي وزير او نورو غړو د نيولو پرضد په کوټه او کراچۍ کې احتجاجي مظاهرې کړي دي. علي وزیر او د پي ټي اېم نور غړي اسلام اباد کې د 18م اګست د جلسې کولو وروسته نیول شوي وو.

په کوټه کې احتجاجي مظاهرې ته په وينا کې د پي ټي اېم د بلوچستان صوبې مشر نور باچا ويلي، که د پي ټي اېم غړي خوشي نه شول بيا به د اسلام اباد په لور لاريون کوي.

نوموړي ویلي، پي ټي اېم په اسلام اباد کې د سپريم کورټ مخې ته د احتجاج اعلان کړی چې د پاکستان د انصاف د ستر عدالت په وړاندې د خپل قام مقدمه کښېږدي:

"د خپلو وژل شوو غړو دپاره به انصاف غواړو، په خپله خاوره به د امن غږ پورته کوو، د ترهګرۍ مخالفت به کوو، د بې درکه شوو کسانو د عدالت په وړاندې حاضرولو غوښتنه کوو".

هغه زياته کړې، "موږ په دې افسوس کوو چې اول د سپريم کورټ مخې ته پرې نه ښودل شو او بيا چې په ترنول کې جلسه وشوه او موږ خپلې غوښتنې وړاندې کړې، په ځای د دې چې رياست زموږ اييني، قانوني او انساني غوښتنې منلې وای د پي ټي اېم په درځنو غړي ونيول شول".

هغه ويلي، "د اسلام اباد د جلسې وروسته د پي ټي اېم د مشر او نورو غړو پرضد چاپې وهي که نیول شوي غړي خوشي نه شو او د نیولو لړۍ روانه وه يو وار بيا به په اسلام اباد ورځو".

د اسلام اباد د جلسې وروسته د پي ټي اېم د مشرانو او غړو پرضد مقدمې درج شوي، د پي ټي اېم د وکيلانو په وینا پينځه مقدمې درج شوي او په دغو مقدمو کې د 15 پورې کسان نيول شوی دي.

په مقدمو کې په دوی تور لګول شوی چې اسلام اباد کې د جلسې دپاره دوی ته کوم ځای ښودل شوی د هغې سرغړونه یې کړې په بل ځای کې یې جلسه کړې، يوه مقدمه پرې د ترهګرۍ د مادو لاندې درج شوې چې په جلسه کې د رياست او رياستي ادارو پرضد نعرې وهل شوي خلک یې راپارولي وو.

خو پي ټي اېم دغه تورونه رد کړي وو.

پي ټي اېم پرون په کراچۍ کې هم احتجاجي مظاهره کړې ده.

د پي ټي اېم مشرانو ویلي، دوی په کراچۍ کې په پرېس کلب احتجاج اعلان کړی وو خو پوليسو یې مخه نيولې او پرېس کلب ته نه دي پرېښودل شوي، د دوی غړي نيول شوي او احتجاج بيا د کراچۍ اېمپرېس مارکيټ مخې ته شوی وو.

د احتجاج په مهال د پي ټي اېم د سيند صوبې مشر نورالله ترين وي او اې ډيوه ته ویلي، "پارلیمان زمونږ نه اورېدل، جاسوي ادارو زمونږ نه اورېدل، مونږ تلو سپريم کورټ ته، چې سپريم کورټ زمونږ اييني قانوني مطالبات ومني چې دا ظلم زياتوب زمونږ سره ولې کيږي، خو بيا علي وزير او په درځنو ملګري ونيول شو او دغه عمل تراوسه روان دی".

د کراچۍ پوليسو د پرېس کلب مخې ته د احتجاج مخې نيولو ته کوم ځواب نه دی ویلی.

د پي ټي اېم د سيند صوبې ویاند مولانا رويدالله وي او اې ډيوه ته وويل، "پرون د پرېس کلب مخې ته او ښار کې په ځای په ځای د دوی 80 پورې غړي نيول شوي خو وروسته بيا ټول راخوشي شوي دي".

د پي ټي اېم مشر منظور پښتين د علي وزير او نورو غړو د نیولو خلاف د ستمبر په لومړۍ نېټه پېښور، کوټه او کراچۍ کې د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی وو، خو وروسته بيا ویل شوي وو چې د پېښور احتجاج د ځينو وجوهاتو له امله ځنډول شوی وو.

پي ټي اېم د پاکستان په پوځ او رياستي ادارو نيوکې کوي. تازه تورونو ته یې حکومت او پوځ کوم غبرګون نه دی ويلی.

خو د پاکستان پوځ او حکومت له دې وړاندې وخت په وخت په ریاستي‌ ادارو د پي ټي اېم لګول شوي تورونه رد کړي او ويلي يې دي د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو تور پرې هم لګول شوی چې د بهر هېوادونو څخه پېسې ورته راځي.

پي ټي اېم دغه تورونه رد کړي او وايي د پښتنو د حقونو دپاره د پاکستان د ايين او قانون لاندې پرامنه مبارزه کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG