د پاکستان د سرکاري ټیلي ويژن [پي ټي وي] د پېښور مرکز چارواکي وايي، د پښتو ژبې د نومیالي شاعر، لیکوال او نقاد قلندر مومند عکس لرې کړی شوی نه وو د ودانۍ بيا رغونه کې غورځېدلی شيشه یې ماته شوې خو جوړ کړی شوی او بيرته په خپل ځای کې لګول شوی دی.
د قلندر مومند زوي ځلاند مومند پرون په اېکس [پخواني ټویټر] عکسونه خپاره کړي او ويلي وو چې "د پي ټي وي پېښور مرکز د ديوال څخه د قلندر مومند عکس لرې کړی شوی دی".
نوموړي نن وي او اې ډيوه سره خبرو کې وويل، "اووه اته میاشتې شوي چې د قلندر مومند عکس لرې کړی شوی وو او پرون چې ما دا پوسټ نه وی کړی دا لګېدو هم نه".
د ځلاند مومند نه مو پوښتنه وکړه تاسو څه ګڼئ د قلندر مومند عکس ولې لرې کړی شوی وو؟ په ځواب کې نوموړي وویل، "زه په دې باندې نوره خاموشي اختیاروم خو زياتی نه دی پکار، او دا تصوير دوی زما په فرمايش، خواست او خط نه وو لګولی، اوس چې دوی په څه وجه لرې کولو يا ختمولو دا دوی اختیار وو خو اوس چې دوی څه وايي دا دروغ وايي".
هغه زياته کړه، د قلندر مومند عکس په "ارادې سره لرې کړی شوی او دا افسوس خبره دا ده چې دا د معمولي کچې يو عهده دار لرې کړی دی او که د پي ټي وي مشران په دې نه وو خبر نو دلته به نور څه څه کيږي".
د ځلاند مومند د ټويټ وروسته د پي ټي وي لخوا د قلندر مومند عکس لرې کولو ته سخت غبرګون ویل شوی وو.
د عوامي نېشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان ويلي، "اتل اتل وي، او تل به اتل وي۔ دا یو شرمناک او دردناک عمل دے. ارواښاد قلندر مومند خپل ټول ژوند ملت او ژبې ته وقف کړے ؤ. موږ به خپل اتلان کله هم هېر نه کرو".
د تعليم مبارزې نوبېل جایزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ پلار ضياالدين يوسفزي ویلي، "د پاکستان ټیلي ویژن ګیلرۍ نه ارواښاد قلندر مومند صیب تصویر لرې کول د پښتو ژبې او ادب سپکاوی دی. د مذمت وړ عمل دی. دا جرم چې چا کړی دی د سزا مستحق دی. باید چه ټول قام پاله او ادب پاله خلق د یو اتل سره د دې ناروا سلوک په خلاف غږ پورته کړي".
خو د پي ټي وي پېښور مرکز يو لوړ پوړي چارواکي وي او اې ډيوه ته وويل، "مخکې ورځو کې زمونږ د پي ټي وي نيشنل پېښور اناګرېشن سرمني [پرانستې غونډه] وه په هغې کې صفايانې کېدې د پوره بلډنګ، نو په هغې کې د بابا [قلندر مومند] تصوير غورځېدلی او شيشه یې ماته شوې وه هغه مونږ جوړولو له ورکړی وو او هغه اوس هم په خپل ځای لګېدلی دی".
چارواکي وي او اې ډیوه سره د پي ټي وي مرکز د هغه ديوال عکس شريک کړی په کوم چې د قلندر مومند او نورو پښتنو مشرانو اتلانونه عکسونه لګېدلي دي.
Forum