په پاکستان کې د ترهګرۍ په روانه لړۍ کې دا ځل د پښتونخوا له قبایلي سیمې وزیرستانه لرې په چترال کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو او وسلوالو تر منځ نښته شوې ده چې پکې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان سره په پوله د پاکستان چترال سيمه کې په پوله د بريدونو په حواله د چترال ډپټي کمشنر وي او اې ډيوه ته تاييد کړه، "د افغانستان سره په پوله په دوه پوستو ترهګرو بریدونه کړي، څلور د اېف سي عسکر پکې وژل شوي او څو نور ژوبل شوي د ژوبلو معلومات راټولوو".
د چترال ډپټي کمشنر محمدعلي وي او اې ډيوه ته وويل، "د بمبوريت نه وړاندې په پوله نن سهار ترهګرو بريدونه کړي، خو د ترهګرو مخه نیول شوې، په شا تمبول شوي او ترهګرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده د اتوو پورې ترهګرو وژل کېدو خبر دی خو پوره معلومات مخې ته نه دي راغلي".
هغه وویل، "دا وخت حالات قابو دي".
د پاکستان او افغانستان په پوله په نن ورځ کې دا دويمه پېښه ده. نن غرمه د تورخم په پوله هم د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ ډزې شوي او پوله د هر ډول تګ راتګ دپاره تړل شوې ده.
طالبانو په تورخم نښته تاييد کړې د مرګ ژوبلو یې څه نه دي ويلي، خو پاکستان تراوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
د پاکستان پوځ د نښتو په حواله په رسمي ډول څه نه دي ویلي او نه په افغانستان کې واکمنو طالبانو په دغه حواله څه ويلي دي.
تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] دعوه کړې، د چترال په بمبوريت کې یې دوه پوځي پوستې نيولي او شپږ پوځيان یې وژلي دي.
د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ په اېکس [پخواني ټويټر] ویلي، "د ټي ټي پي چترال ته ننوتو د خبرونو او د چترال د څو کليو قبضه کولو خبرونه د اندېښنې دي. د واخان کوريډور نيولو هڅې روانې دي. د نوې پراکسې جګړې تګلاره واضحه کيږي. په مرکز کې په دې اندېښمنو حالاتو هيڅ نه ليدل کيږي".
خبريال عقيل يوسفزي ویلي،
"يوم دفاع [د پاکستان د دفاع په ورځ] د پښتونخوا په دوه سرحدي سيمو تورخم او چترال کې په يو وخت د ټي ټي پي او افغان ځواکونو لخوا حملې د فکرمندۍ خبره ده. په چترال کې ښيې په لومړي ځل داسې برید شوی دی. دا علاقه حساسه جغرافيه لري. د دې حالاتو خبر اخستل پکار دي کنه...".
د پاکستان د چترال بمبوريت او کېلاش سيمه د افغانستان د نورستان سره په پوله پرتې علاقې دي.
پاکستان کې په وروستیو کې د ترهګرۍ او ناامنۍ پېښې سېوا شوي، پاکستان وايي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې راتلو وروسته ناامني سېوا شوې او پاکستان څو ځله دعوې کړي د افغانستان د لوري وسله وال په پاکستان کې ترهګر بریدونه کوي.
خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل د پاکستان دغه ډول دعوې رد کړي دي.
Forum