د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم پوله د پرون غرمې راهسې د پاکستان د سرحدي ځواکونو او د افغان طالبانو د عسکرو تر نښتې وروسته نن په دويمه ورځ هم تړلې پرته ده.
د پولې بندېدو له امله ايسار شوي يو تن ويلي، مړی/جسد ورسره دی، کابل ته یې وړي هيڅ چل نه ورځي چې څه وکړي. خلک وايي، د پولې تړل کېدو له امله د سختو ستونزو سره مخ شوي دي.
د ډيوه خبریال فريد شینواری وايي، په پوله [پاکستان] لوري ته ايسار شوي د کابل اوسېدونکي وحيدالله ورته ویلي، د يو ماشوم جسد یې اخستی کابل ته یې خاورو سپارلو ته وړي د پولې بندېدو له امله د پرون راهسې ورسره جسد په اېمبولنس کې پروت دی.
نوموړي ویلي، "ډېر په مشکل کې راګېر شوي وو هیڅ د تګ حل نشته د پولې پورې غاړې د کورنۍ راغلي په تمه ناست دي چې جسد زر ورسوي او ښخ یې کړي".
يو بل تن رحمان الله وايي، د حېدر اباد نه یې د مېوو ګاډی ډک کړی کابل له یې وړي "نن په دويمه ورځ مو ګاډی ولاړ دی که نن لاره خلاصه نه شوه مېوه [کېلا] به خرابه شي د لکونو روپو تاوان به راته راواوړي".
په تورخم نښته:
د تورخم په پوله د شورو- چارشنبې په سهار نزدې 11 بجې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ ډزې شوې او پوله تړل شوې وه.
په افغانستان کې واکمنو طالبانو ویلي وو، د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ "د ډېورنډ په فرضي کرښه" نښته شوې، دعوه یې کړې، "پاکستاني پوځيانو لومړی ډزې کړي خو بيا نښته ودرېدلې وه".
طالبانو ویلي، "د دواړو خواو ذمه وار په نښته خبر دي او هڅه کيږي چې د دې نښتې عوامل او په راتلونکي کې د داسې پېښو د تکرار مخنيوي وشي".
طلوع نيوز په ننګرهار کې د طالبانو امنیتي وياند عبدالبصير ویډيو خپره کړې ده. نوموړی وايي "پاکستاني ځواکونو لومړی ډزې کړې او دوی [طالبان] نه غواړي چې د چا سره جګړه وکړي خو پاکستان په وار وار تعرض [تېری] کوي او طالبان خپلې دفاع ته چمتو دي".
هغه دعوه کړې، "طالبانو د فرضي کرښې څخه د 400 نه تر 500 ميټره پورې لرې يوه پخوانۍ پوسته ترميم کوله، دوی له دغې وړاندې د پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي خو هغوی انکار کړی بيا یې تعرض کړی او نښته شوې ده". هغه ويلي پوسته د شپږو ورځو راهسې جوړيږي.
ډان وېبپاڼې د پاکستاني چارواکو له قوله ويلي، "ډزې لومړی د طالبانو لخوا شوي او طالبانو په ممنوعه ځای کې پوسته جوړوله باجود د دې چې دغلته د وړاندې څخه د لړم په نوم پوسته موجوده ده."
په خبر کې پاکستاني لوري ته د دوه کسانو د ژوبلېدو ويل شوي دي.
په تورخم موجود يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته ويلي، پرون د "د دواړو خواوو د سپکو او درنو وسلو ډزې نزدې د درو ساعتونو پورې روانې وې".
پاکستاني چارواکو او طالبانو په رسمي ډول ډزو کې د مرګ ژوبلو څه نه دي ویلي خو رپوټونه وايي په ډزو کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبلې شوي دي.
وي او اې ډيوه د خېبر ضلعې د مرستيال کشمنر سره څو ځله د ټيلیفون د لارې د رابطې هڅه کړې، خو ځواب ورته نه دی ویل شوی.
د سيمې نه د ډيوه خبريال وايي، ځينو چارواکو ورته ویلي چې د پولې په حواله دوی څه نه شي ویلی پوځ به پرې رسمي بيان ورکوي، خو تر اوسه پورې د پاکستان پوځ هم په دغه حواله څه نه دي ویلي.
سوداګرۍ ته تاوان:
د افغانستان او پاکستان د سوداګرو د ګډ چېمبر ډايريکټر اجمل ساپی وايي، "په تورخم د ورځې په سر د 1000 نه تر 2000 سوداګريز ګاډي [د دوه اړخيزه تجارت او ترانزټ] اوړي راوړي".
وي او اې ډيوه ته هغه وويل، "دا وخت د افغانستان نه پاکستان ته مېوې [انګور/ کور او مڼې] راروانې دي د پرون راهسې ډېر ګاډي په تورخم افغانستان لوري ته ایسار شوي او ډېر د غلام خان لارې ته اړول شوي دي".
هغه زياته کړه، "د ګاډو ودرېدو له امله مېوې خرابيږي او په لرې لاره تلو پرې ډېر خرڅ راځي په دواړو کې تاوان دی".
هغه وویل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ بيا د نورو توکيو لکه سکرو او نور هغه چې خرابيږي نه، خو د ودرېدو له امله یې ګاډو، تجارانو او کارخانه دارو ته سخت تاوان اوړي.
ساپي وويل، "د پاکستان د لوري که افغانستان ته تش کنټېنر يوه ورځ ايساريږي په هغې د ورځې په سر د 70 ډالرو نه تر 150 ډالرو جرمانه اوړي".
تورخم بندېدل
تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ تر ټولو غټه لار ده چې وخت په وخت د بېلابيلو لاملونو د لاسه بنديږي.
سوداګر وايي، دوی تل دواړو خواوو واکمنو ته خواستونه کړي چې لارې او تجارت دې د سياستونو لرې وساتل شي ځکه د لارو بندېدو له امله سوداګرۍ ته غټ تاوان اوړي او بدې اغېزې یې د دواړو ملکونو په اقتصاد پرېوځي.
د روان کال فرورۍ په میاشت کې هم د تورخم پوله د يوې اوونۍ پورې تړل شوې وه.
Forum