لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: چترال کې د ټي ټي پي برید پاکستان ته نوی چېلنج، پښتونخوا کې د ناامنۍ سېوا کېدل څرګندوي


خېبرپښتونخوا کې څيړونکي وايي، په کال 2014م کې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عزب پوځي عملياتو وروسته پاکستان او خېبرپښتونخوا کې تر ډېره حده ترهګري او ناامني کمه شوې، خو د تېر کال يو نيم راهسې د ناامنۍ پېښې بيا سېوا شوي او په راتلونکې کې د ناامنۍ سېوا کېدو اندېښنې شتون لري.

د څېړونکو په نظر، تحريک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] اول په قبايلي ضلعو کې عملیات کول، او دا هيلې نه کېدې چې ټي ټي پي به د پېښور او ملاکنډ پورې په اسانۍ رسايي وکړي خو پرون په چترال کې نښتې وشوې نو دا اوس د پاکستان دپاره يو نوی چېنلج جوړيږي او پښتونخوا کې د ناامنۍ سېوا کېدل څرګندوي.

د پاکستان پوځ پرون ویلي، د چترال ضلعې په کيلاش کې د افغانستان پولې ته نزدې په دوو پاکستاني پوستو د ترهګرو غټې ډلې بریدونه کړي، د ترهګرو حمله ناکامه کړی شوې 12 ترهګر وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي، خو په نښته کې څلور پاکستاني عسکر هم وژل شوي دي.

پوځ ويلي، "د ترهګرۍ د لعنت ختمولو دپاره پرعزم دی او په افغانستان کې د عبوري حکومت نه تمه لري چې خپلې زمه وارۍ پوره کړي او د افغانستان خاوره د پاکستان ضد ترهګرۍ دپاره کارېدو اجازه ور نه کړي".

افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان د پوځ تازه بيان ته سمدستي غبرګون نه دی ویلی خو له دې وړاندې یې د پاکستان دغه ډول تورونه او دعوې تل رد کړي دي.

ټي ټي پي په چترال کې د پاکستان د پوځ په پوستو د بریدونو زمه واري منلې او ويلي يې دي په چترال کې یې د وړاندې نه ګڼ وسله وال او مرکزونه موجود دي.

څېړونکی او خبريال مشتاق يوسفزی وايي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ټي ټي پي ډله نوره پیاوړې شوې ده "ځکه هلته د وړاندې په پرتله هغه رنګ مشکلات نه لري، ټي ټي پي په قبايلي ضلعو او په ځانګړي ډول وزيرستان کې یې عمليات کول، خو داسې توقع نه کېده چې ګنې طالبان به اوس پېښور ته او ملاکنډ ته دومره په اسانۍ راشي".

وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وويل، په چترال کې د ټي ټي پي ښکاره کېدل او نښتې کېدل، "زما په خیال دا معامله سيريس ده يو خو دا ده چې دا علاقه غريیزه او ډېره لرې ده رسايي به ورته ګرانه وي دغلته به جنګ کول ګران وي دا پاکستان ته يو نوی چېلنج مخې ته راغلو".

د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د چترال د برید په غبرګون کې ويلي، "د ترهګرۍ ضد حوصلې لوړې دي او ټول قوم د ترهګرۍ د خاتمې دپاره يو دی".

څيړونکی خبریال طاهر خان وايي، "پاکستان کې دا يو خيال وو چې وسله وال د قبايلي سيمو څخه ويستل شوي او د 2014م د ضرب عزب عملياتو وروسته دا يو سوچ وو چې "د وسله والو ملا ماته کړی شوې خو دا سوچ سم نه وو او په بنيادي توګه مسله ختمه نه وه دا خبره سمه ده چې کمی راغلی وو".

وي او اې ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل، پاکستان دعوه لري چې ټي ټي پي په افغانستان کې ده خو طالبان او ټي ټي پي دا په رسمي توګه مني او د هغې څو علتونه دي.

هغه زياته کړه، امریکا، نړۍ او پاکستان ټول دا مني چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په ځانګړي ډول پاکستان کې مشکلات او حملې زياتې شوي دي. "طالبانو د ټي ټي پي رد هم نه دی کړی ځکه ټي ټي پي قوي شوې ده". هغه وويل پاکستان کې سياسي، اقتصادي او نور ګڼ مشکلات دي وسله وال د هغې نه هم ګټې پورته کوي.

او څيړونکی خبريال حقنواز خان وايي، په پښتونخوا کې د ترهګرۍ زیاتوالی "په پاکستان او افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بداعتمادۍ بنیادي وجه ده".

وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وویل، "طالبان بيا بیا پاکستان ته وايي چې د ټي ټي پي مسله د خبرو د لارې هواره کړي خو د تېر په څېر اوسنی پوځي مشرتابه خبرو ته تيار نه دی، د چترال پېښه د سوچ وړ ده، او دغلته په خواوشا سيمو کې افغانستان لوري ته ټي ټي پي شته".

د عمران خان په حکومت کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په منځګړيتوب ټي ټي پي سره مذاکرات پېل شوي وو خو نتيجې یې نه وې ورکړې او په دغو مذاکراتو بيا په پاکستان کې سياسي ګوندونو او تېر د پي ډي اېم اتحادي حکومت تورونه لګولي چې د مذاکراتو په مهال پاکستان ته وسله وال راوستل شوي او اباد کړی شوي وو.

ښاغلي حقنواز زياته کړه، "زما په خیال د افغانستان او پاکستان ترمنځ به دا حالات روان وي، وخت په وخت په وړه پېښه کېدو حالات خرابيږي او زما په خیال د دواړو حکومتونو ترمنځ بداعتمادي په خپل ځای د وړاندې نه راروانه ده".

نوموړی وايي، "وړاندې به د افغانستان نه په پاکستان د وسله والو ساتلو تورونه لګېدل او اوس پاکستان هغه تورونه لګوي خو چې څو پورې پاکستان او افغانستان دې مسلې ته په سنجيدګۍ نه وي ناست زما نه دی خيال چې دا قابو کړی شي".

څيړونکی خبريال عقيل يوسفزی وايي، "پاکستان کې حملې غېر متوقع نه دي خو د چترال برید نوې خطره ده"، او زياتوي "پاکستان اوس هم په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره ګوزاره کوي ځکه مجبوريو ته یې ګوري".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "د پاکستان موجوده پوځي مشر عاصم منير د ترهګرۍ په وړاندې ډېر سخت دی او ټي ټي پي هم خپل فشار سېوا کوي، او د ټولو نه غټه خبره د حقاني نېټورک اثر رسوخ دی چې د ټي ټي پي سره نېغ په نېغه ودرېدلي دي په هغو [طالبانو] کې دننه هم اختلاف دی نو دا اوس په پاکستان انحصار لري چې حالات به څنګه قابو کوي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG