لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چترال: چارواکي وايي د افغانستان د لوري نن بيا مارټر ګولې راغورځېدلې دي


د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا د چترال ضلعې مرستیال کمیشنر [‌ډي سي] وايي، نن د پنجشنبې- زيارت په ورځ د افغانستان د لوري بيا په چترال کې مارټر ګولې ويشتل شوې دي خو وایي کومه مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې د چترال ډي سي محمدعلي وويل، "نن د افغانستان د لوري نورستان علاقې نه د چترال په ارسون علاقه کې درې مارټر ګولې راغلې دي، خو کوم تاوان یې نه دی اړولي".

نوموړي د چا نوم ونه ويلو چې مارټر ګولې چا راويشتې دي، خو تحریک طالبان پاکستان دعوه کړې په ارسون کې یې په پوځي چاوڼۍ ميزايل داغلی دی. ټي ټي پي په نورو علاقو کې هم د عملياتو جاري ساتلو دعوه کړې ده.

ډي سي محمدعلي وویل، "د پرون راهسې په چترال او افغانستان سره په پوله پرتو سيمو کې امنيتي ځواکونه په ځای دي او امنيت حالات قابو دي او امنيتي ځواکونه د هر ډول ناامنۍ او ترهګرۍ مخنيوي ته چمتو دي".

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د چترال د ډي سي تازه دعوې ته ځواب نه دی ویلی، خو له دې وړاندې یې تل دغه ډول دعوې رد کړي دي.

د پاکستان پوځ پرون ویلي وو، د چترال ضلعې په کيلاش کې د افغانستان پولې ته نزدې په دوه پاکستاني پوستو د ترهګرو غټې ډلې بریدونه کړي، د ترهګرو حمله ناکامه کړی شوې 12 ترهګر وژل شوي او ګڼ نور ژوبل کړی شوي خو په نښته کې څلور پاکستاني عسکر هم وژل شوي وو.

پوځ ويلي، "د ترهګرۍ د لعنت ختمولو دپاره پرعزم دی او په افغانستان کې د عبوري حکومت نه تمه لري چې خپلې زمه وارۍ پوره کړي او د افغانستان خاوره د پاکستان ضد ترهګرۍ دپاره کارېدو اجازه ور نه کړي".

افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان د پوځ تازه بيان ته سمدستي غبرګون نه دی ویلی خو له دې وړاندې یې د پاکستان دغه ډول تورونه او دعوې تل رد کړې دي.

ټي ټي پي په چترال کې د پاکستان د پوځ په پوستو د پرونو بریدونو ذمه واري هم منلې او ويلي يې وو په چترال کې یې د وړاندې نه ګڼ وسله وال او مرکزونه موجود دي.

د پاکستان د چترال بمبوريت او کېلاش سيمه د افغانستان د نورستان سره په پوله پرتې علاقې دي.

پاکستان کې په وروستیو کې د ترهګرۍ او ناامنۍ پېښې سېوا شوي، پاکستان وايي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې راتلو وروسته ناامني سېوا شوې او پاکستان څو ځله دعوې کړي د افغانستان د لوري وسله وال په پاکستان کې ترهګر بریدونه کوي.

خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو په تکراري ډول دغه دعوې رد کړي دي.

په پاکستان کې بېلابېلو سیاسي ګوندونو په چترال کې د ټي ټي پي په بريد سختې اندېښنې ښودلې او په حکومت یې غږ کړی، باید د ترهګرۍ په بریدونو کې د افغانستان د خاورې د کارول کېدو معامله د طالبانو له حکومت سره راپورته کړي.

د مسلم لیګ نواز ګوند مشر او پخواني وزیراعظم شهباز شریف ويلي، "په عصري وسلو د سمبالو ترهګرو له لوري د افغانستان نه په یو ورور اسلامي هیواد حمله د افسوس، غندنې او اندېښنې وړ ده".

د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق هم په پرونیو بریدونو اندېښنې ښکاره کړي او غندلې یې دي.

د پښتونخوا قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو هم ویلي، د چترال سره په پیوست سرحدي سیمه کې د ترهګرو برید او په هغې کې مرګ ژوبله "د بې کچه اندېښمن حالت ښودنه کوي".

د عوامي نیشنل ګوند صوبایي صدر اېمل ولي خان ویلي د چترال بېلابېلو سیمو ته د طالبانو د ورتګ رپورټونه د اندېښنې وړ دي.

د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د چترال د برید په غبرګون کې ويلي، "د ترهګرۍ ضد حوصلې لوړې دي او ټول قوم د ترهګرۍ د خاتمې دپاره يو دی".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG