لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې په امنيتي ځواکونو چاودنه شوې، يو عسکر پکې وژل شوی، نهه ژوبل


پېښور ورسک روډ باندې د امنيتي ځواکونو په ګاډي چاودنه شوې
پېښور ورسک روډ باندې د امنيتي ځواکونو په ګاډي چاودنه شوې

د خېبرپښتوخوا په سر ښار پېښور کې د امنيتي ځواکونو په ګاډي چاودنه کې يو عسکر وژل شوی، د شپږو عسکرو پشمول نهه کسان ژوبل شوي دي. تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] د چاودنې زمه واري منلې ده.

د پېښور د ورسک سيمې د پوليسو مشر [اېس پي] محمد ارشد خان وي او اې ډيوه ته ویلي، په ورسک روډ د مومند رایفل ملېشې ځواک دوه ګاډي روان وو، په يو ګاډي چاودنه شوې ده.

نوموړي وویل، دا پلانټډ [په ځای کړی شوی] بم وو هغې ته چاودنه ورکړی شوې ده.

هغه زياته کړه، په چاودنه کې د ملېشې ځواک يو عسکر وژل شوی او شپږ نور ژوبل شوي دي. هغه وويل دوه نور ملکي خلک هم ژوبل شوي دي.

د پېښور لېډي رېډنګ روغتون وي او اې ډيوه سره په شريکو کړو معلوماتو کې ويلي، روغتون ته نهه ژوبل کسان وړل شوي دي.

د روغتون ترمخه په ژوبلو کې شپږ د ملېشې عسکر او درې ملکي کسان شامل دي او په ژوبلو کې د دوه عسکرو او يو ملکي تن روغتيايي حالت مرګونی دی.

پوليس افسر ویلي، د بم ناکاره کوونکې عمله به د چاودنې نور تفصيلات شريکوي چې څومره بارودي مواد پکې کارول شوي دي.

هغه زياته کړې، د چاودنې د ځای څخه څلور، پينځه مشکوک کسان هم نيول شوي دي.

ټي ټي پي د چاودنې زمه واري منلې ده.

پاکستان کې او په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا کې په وروستیو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

په شپږم ستمبر د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا چترال سيمه کې د پاکستان پوځ ويلي وو، د پولې د پورې غاړې ترهګرو په امنيتي پوستو بریدونه کړي، څلور عسکر پکې وژل شوي او په نښته کې د 12 ترهګرو د وژلو دعوه هم شوې وه.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پولې د پورې د غاړې بريدونو پاکستانۍ دعوې رد کړي دي.

ټي ټي پي د يادو بريدونو زمه واري منلې وه.

پرون هم د پاکستان پوځ دعوه کړې په چترال کې يې اووه ترهګر وژلي او شپږ نور ژوبل کړي دي.

په چترال کې د شپږم ستمبر راهسې ټي ټي پي د بريدونو کولو زمه واري او پاکستاني ځواکونه یې پرضد د عملياتو دعوې کوي.

چترال کې د نښتو وروسته په اووم ستمبر د پاکستان پوځ ویلي وو، "ترهګر د پاکستان بې ثباته کولو هڅې کوي د دوی د سهولت کارو او ملاتړ کوونکو په ضد به رياست پوره قوت کاروي".

د پوځ د سرلښکر جنرل عاصم منير په مشرۍ د پوځ د کور کمانډرانو غونډه کې ويل شوي وو "د پاکستان بې ثباته کوونکو ترهګرو ضد به پوره قوت کارولی شي او خېبرپښتونخوا کې ورګډو ضلعو او بلوچستان په پوله پرتو ضلعو کې د تل پاتې امن په ځای کولو ټينګار شوی دی".

اسلام اباد کې د انستيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکيورټي سټديز نومې ادارې د رپورټ ترمخه د اګست په میاشت کې د ترهګرۍ په پېښو کې په ګرد هیواد کې 112 تنه وژل شوي او د جولايۍ د میاشتې په مقابله کې په اګست کې ترهګري 93 فیصدي زیاته شوې وه.

يه رپورټ کې ویل شوي وو، د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې او بلوچستان کې د اګست په میاشت کې د ترهګرۍ نه تر ټولو زیاتې اغیزمنې شوې وې.

ويل شوي د تیرې میاشتې په مقابله کې د پښتونخوا قبایلي ضلعو کې ترهګري 106 فیصدي او بلوچستان صوبه کې 65 فیصدي سېوا شوې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG