قاضي فايز عيسی د پاکستان د 29م چيف جسټس يا مشر قاضي په حېث، د صدر عارف علوي په وړاندې سوګند پورته کړو. د چيف جسټس د سوګند اخستو په دستوره کې وزيراعظم انوار الحق کاکړ او د پوځ مشر جنرل عاصم منير هم ګډون کړی و.
د خالي، شنبې په ورځ د پاکستان مخکينی چیف جسټس عمر عطا بنديال ريټايرډ شو.
د پاکستان په رسنيو کې بحثونه کيږي د نوي چيف جسټس قاضي فايز عيسی په وړاندې د سپريم کورټ د ججانو ترمنځ د اختلافاتو ختمول، په روان سياسي ماحول کې د عدلیې درناوی په ځای کول او د زرګونو په شمېره کې په عدالتونو کې روانې قضيې غټ چېلنجونه موجود دي.
د پاکستان صدر عارف علوي د روان کال جون په 21مه نېټه د جسټس فايز عيسی د چيف جسټس جوړېدو منظوري ورکړې وه.
جسټس فايز عيسی په کال 2009 کې د بلوچستان هايکورټ چيف جسټس ټاکل شوی او په کال 2014 کې د سپريم کورټ جج جوړ شوی وو.
د رپوټونو ترمخه نوموړی په بلوچستان هايکورټ، مرکزي شرعي عدالت او سپريم کورټ کې نزدې 27 کاله وکيل پاتې شوی دی او په ډېرو قضيو کې هايکورټ او سپريم کورټ عدالتونو د هغه نه مرستې هم غوښتې دي.
جسټس فايز عيسی
د جسټس فايز عيسی پلارنۍ سيمه د بلوچستان صوبې پښتون مېشته علاقه پښين ده، خو هغه په 26م اکتوبر 1959 په کوټه ښار کې زېږېدلی، ابتدايي زده کړې یې په کوټه کې کړې او د نورو زدکړو دپاره کراچۍ ته تللی او د قانون زده کړې یې په لندن کې کړې دي.
نوموړی په ګڼ شمېر قضیو کې د ياد قاضي په توګه بلل شوی او د عدالتي کمېشنونو مشرۍ یې کړي دي.
د کوټې د اتم اګست ځانمرګي بريد عدالتي کمېشن
قاضي فايز عيسی د کال 2016م د اګست په اتمه د بلوچستان صوبې د سر ښار کوټې په سېول روغتون کې د ځانمرګي بريد د پېښې د پلټنيز عدالتي کمېشن مشري کړې وه.
په ياده پېښه کې 72 تنه وژل شوي او د 100 نه زيات ژوبل شوي وو، په وژل شوو کې زیات وکيلان وو. د پېښې ذمه واري اول تحريک طالبان پاکستان او بيا داعش ډلې منلې وه خو د جمعيت الحرار په نامه د تحريک طالبان پاکستان څخه جلا شوې شوې هم د پېښې ذمه واري منلې وه.
د يادې پېښې د پلټنو عدالتي کمېشن مشر جسټس فايز عيسی د کمېشن په رپوټ کې ويل شوي وو، "حکومت او د امنيت خوندي ساتلو ادارو او استخباراتي ادارو د خپلو ذمه وارو په سمه توګه د نه ترسره کولو له امله داسې پېښې کيږي"،او د کمېشن په رپوټ کې "د ترهګرو ډلو پر ضد، تش په نامه د عملياتو په ځای په حقيقي توګه د عملي ګامونو اخيستلو ویل شوي وو".
د کمېشن په رپوټ کې ويل شوي وو، "په سېول روغتون کې د امنیت خوندي ساتلو سم بندوبست نه وو، د پېښې پر وخت په روغتون کې د طبي سهولتونو د نيشتوالي له کبله هم زيات ځاني زیان شوی وو".
د اتم اګست د پېښې د انصاف غوښتنه
د اتم اګست په پېښه کې د وژل شوو وکيلانو کورنيو ويلي، وژل شوو خپلوانو ته یې تراوسه انصاف نه دی ترلاسه شوی او د قاضي فايز عيسی نه د انصاف تمه لري.
په ياده پېښه کې د وژل شويو وکیلانو د خپلوانو سره په کوټه کې د ډيوه خبريال حامد سمسور خبرې کړي، په پېښه کې د يو وژل شوي وکيل اېمل خان پلار تاج وطن دوست وي او اې ډيوه ته ویلي، "د قاضي فايز عيسی کمېشن عزت افزا وو، د هغه کمېشن په 100 صفحاتو رپورټ جوړ شو تراوسه پورې په سپريم کورټ کې پروت دی عمل پرې نه دی شوی اوس د قاضي فايز عيسی نه غوښتنه کوو چې د هغه کمېنش رپوټ عملي کړي".
د شهيد باز فاونډېشن مشر ډاکټر لعل محمد ويلي، "هغه کمېشن تراوسه پورې داسې پروت دی او دوی پرې د عمل کېدو غوښتنه کوي".
د اتم اګست په پېښه کې د بل وژل شوي وکیل سيد ضياالدين اغا پلار عبدالرب اغا ويلي، "يواځې د جسټس فايز عيسی په مشرۍ کې د جوړ کمېشن د رپوټ عملي کېدو غوښتنه کوو".
د فېض اباد پرلت قضيه
په کال 2017م کې د اسلام اباد او پېنډۍ ترمنځ تحریک لبېک پاکستان [ټي اېل پي] په پرلت سپريم کورټ از خود نوټس اخستی او د جسټس قاضي فاير عيسی او جسټس مشیرعالم دوه کسيزه بنچ په نومبر 2018م کې د يادې قضيې فېصله محفوظ کړې او سپريم کورټ په فرورۍ 2019م کې د قضيې تفصيلي فېصله اورولې وه.
په ياده فېصله کې مرکزي او صوبايي حکومتونو ته لارښوونه شوې، "انتهاپسندي او ترهګرۍ خورونکي دې په ګوته کړی شي او د دفاع وزارت د لارې د ټولو وسله والو ځواکونو مشرانو ته لارښوونه شوې وه په خپلو ادارو کې دننه دې د هغو کسانو ضد کارروايي پېل کړي څوک چې د خپل سوګند سرغړونه کوي".
په فېصله کې ويل شوي وو "پوځ دې د کومې ځانګړې سیاسي ډلې او ګروپ يا د يو سیاسي تن ملاتړ نه کوي"، د فېصلې ترمخه، "دا خيال چې استخباراتي اداره [انټر سروسز انټيليجنس، ای اې ای] په دغو معاملاتو کې لاس لري په دې کې يوې امنيتي ادارې ته هم شاملېدل نه دي په کار، دغه معامله هم د پامه نه شي غورځول کېدای".
د يادې فېصلې ضد سياسي ګوندونو د نظرثانۍ خواستونه کړي خود اورېدنې دپاره نه وو منظور کړی شوي، او بيا د جسټس فايز عيسا خلاف مظاهرې هم شوې وې.
عمران خان په حکومت کې صدارتي رېفرنس
په کال 2019م کې د عمران خان په وزيراعظمۍ کې د پاکستان تحريک انصاف حکومت د جسټس فايزعيسی ضد صدارتي رېفرنس جمع کړی او تور پرې لګول شوی وو چې هغه په لندن کې د مېرمن او ماشومانو په نوم پټ جايداد ساتلی وو.
خو نوموړي دغه تورونه رد کړي وو. په 2020 کې سپريم کورټ ياد صدارتي رېفرنس رد کړی خو د لسو ججانو په ډله کې اووه ججانو اېف بي ار ته د جايدادونو د پلټنو ويلي وو.
په 2021 کې جسټس فايز عيسی دغه قضيه ګټلې او سږ کال د مارچ په مياشت کې مخکيني وزیراعظم شهباز شريف دغه رېفرنس بې بنياده ګرځولی او په سمدستي توګه د بيرته اخستو امر یې کړی وو.
تېر کال د اپرېل په مياشت کې د پاکستان پخواني وزيراعظم عمران خان منلې وه، د جسټس قاضي فايز عيسی پرضد رېفرنس جمع کول یې غلطي کړې وه.
د جج په توګه جسټس فايز عيسی ځينې مهمې فېصلې هم کړي چې په کې د عامو پارکونو د کارولو، ماحولياتو، په ميراث کې د ښځو د حقونو، او 21م اييني بدلون کې د عامو خلکو ضد په پوځي عدالتونو کې اورېدنې غېر اييني ګرځول، شاملې دي.
د پاکستانۍ رسنيو ترمخه چیف جسټس فايز عيسی به په پينځم ستمبر 2024 ریټايرډ کيږي.
Forum