لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: له ډېره بګټي د فوټبال په تښتول شوو شپږو لوبغاړو کې څلور خوشي شوي


د بلوچستان له ناامنه سیمې ډېره بګټي څخه د وسله والو له لوري شل ورځې وړاندې د فوټبال په تښتول شوو شپږو ځایي لوبغاړو کې څلور بیرته خوشي شوي او خپلو کورونو ته رسېدلي دي.

د لېویز یوہ چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ډیوہ ته وویل“عامر، فیصل،یاسر او سهېل خپلو کورونو ته روغ رمټ رسېدلي خو شېراز او بابر لا هم لا درکه دي”.

ځینې سرچینې وایي دغه تښتول شوي کسان د ډېره بګټي په غرنۍ «شاري دربار» سيمه کې تښوونکو خوشي کړي دي خو د سيمې امنيتي چارواکو ویلي د ایف سي ځواک د هڅو په نتیجه کې د فوټبال لوبغاړ‎ي خوندي موندل شوي.

د روانې ستمبر مياشتې پر نهمه نېټه د ډېره بګټي له سويي سيمې د پینځلس کيلوميټره په فاصله پرته د لونډو ناله په سيمه کې وسله والو شپږ د فوټبال لوبغاړی تښولي وو.

د دوی د تښتونې ذمه واري يو نوي وسله وال تنظيم بلوڅ ليبرېشن ټايګرز منلې وه. د تنظيم وياند ويلي، څلور لوبغاړي یې په حکومت پوري د کوم تړاو نه لرلو له وجې د قبايلي مشرانو په ضمانت خوشې کړي دي.

ازادو سرچینو د یاد تنظیم او د امنیتي ځواک ایف سي د دعوو تصدیق یا تردید نه دی کړ‎ی.

د سويي سيمې د ليويز رسالدار صالح محمد رسنيو ته ويلي، چې له سويي سره تعلق لرونکي لوبغاړي په سيوۍ یا سبي کې د فوټبال په ټورنامنټ کې د ګډون لپاره روان وو، چې په لاره تښتول شوي وؤ.

"د لونډو ناله په سيمه کې ناڅرګنده موټرسايکل سپرو وسله والو د لوبغاړو موټر ودراوه، د هغو شناخت يې وکړ او شپږ لوبغاړي يې د غرنۍ سيمو پر لور وتښتول".

هغه وایي په موټر کې ټول 24 کسان سپاره وو خو 18 يې پريښوول چې هغو بيا وروسته چارواکي له پېښي خبر کړل.

ليويز چارواکی زياتوي د تښتول شوو لوبغاړو عمرونه له 24 اؤ 30 کلونو په منځ کې دي او ټول د سويي ځايي اوسېدونکي دي.

د سيمې د ضلعي انتظاميې چارواکي وايي، د پاتې دوو ځوانانو د خوشي کولو لپاره هم هڅې روانې دي.

د پاکستان نګران داخله وزير سرفراز بګټي د پېښې پرمهال ویلي وو، چې لوبغاړي ترهګرو تښتولي دي، خو په وينا يې د خوشي کولو لپاره يې د ملېشه ځواکونو او لېويز سرتېرو هڅې روانې دي.

په بلوچستان کې د سړي تښتول که څه هم نوې خبره نه ده، خو دا لومړی ځل دی چې لوبغاړي تښتول شوي دي.

ډېره بګټي د بلوچستان د پخواني اعلی وزير او پخواني ګورنر نواب اکبرخان بګټي پلرنۍ سيمه ده، او نواب بګټي د جنرال مشرف په واکمنۍ کې د کاهان په غرونو کې په پوځي عملياتو کې وژل شوی و.

د بګټي له وژنې وروسته په بلوچستان په تېره بيا په ډېره بګټي کې د ناامنۍ پېښو زور نیولی دی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG