لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرکټ پوهان: پاکستان دې د نيدرلېنډ لوبډله اسانه نه ګڼي


د کرکټ پوهان وايي، که څه هم د پاکستان او نيدرلېنډ لوبډلې په يو ورځنيو سياليو کې تراوسه پورې شپږ ځله مخامخ شوي او شپږ واړه سیالۍ پاکستان ګټلي خو د دې دا مطلب نه دی چې پاکستان دې د نيدر لېنډ لوبډله اسانه وګڼي.

د کرکټ نړیوال کپ، جام 2023م په روانو سیاليو کې نن د پاکستان او نیدرلېنډ لوبډلې يو بل ته مخامخ کيږي. د دواړو لوبډلو لومړۍ او د نړيوال کپ دويمه سيالي ده.

د کرکټ لوبې کارپوهه فهيم پټېل وايي، د ننۍ لوبې لومړۍ او مهمه خبره، پاکستانۍ لوبډلې ته به زیات رنزونه جوړول وي، ځکه د نوموړي په وينا تېر ته په کتو د نيدرلېنډ په وړاندې د پاکستان تاريخ ښه دی تل يې ترې سيالۍ ګټلي که څه هم تېر کال یې ترې يوه سيالي په کمو رنزونو ګټلې وه.

د پټېل په خبره، پاکستان ته به ځکه زيات رنزونه او په زیاتو رنزونو سيالي ګټل وي چې يو خو د پاکستان په وړاندې راتلونکې سيالۍ د مضبوطو لوبډلو سردي بله دا چې بیا کله د رنزونو په حساب په مخکې تلل وي هغه وخت به یې دا زيات رنزونه پکار راځي.

نوموړي زياته کړه، درېمه خبره دا چې ننۍ سیالي د پاکستان دپاره په دې حواله هم مهمه ده چې لوبډلې ته به خپله وړتيا معلومه شي او د راتلونکې اندازه به ورته ولګي چې کوم ډول لوبډله جوړ ه کړي او څنګه لوبه وکړي.

هغه وويل، د پاکستانۍ لوبډلې سره نسيم شاه هم نشته ځکه زياتې تمې به له شاهين شاه اپريدي څخه وي او په يو بالر يا لوبغاړي ټوله لوبډله هم نه چليږي.

پاکستان د نړيوال جام وارم دواړه سیالۍ بايللې وې، په يوه سیالۍ کې یې د اسټريليا او بله کې یې د نیوزي لېنډ نه ماتې خوړلې وه.

پاکستانۍ لوبډله به خپلې دويمه سيالۍ کې په لسم اکتوبر له سري لنکا او درېمه سیالۍ کې په 14م اکتوبر د هند له لوبډلې سره مخامخ کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG