د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې ټانک پولیس وايي، د ښځينه کارکوونکې په ګډون د پوليو درې چارواکي او ډرايور یې نامعلومو کسانو تښتولي، د لټون دپاره یې عملیات پېل کړی شوي دي.
د ټانک ضلعې پولیس مشر افتخار علي شاه ویلي، د پوليو د څارنې د ټيم تښتولو پېښه نن د نهې، سه شنبې په ماسپښين شوې ده.
د چارواکو په وينا د پوليو د څارنې ټيم د ټانک کړي عمر خان علاقې ته په لار وو، نامعلومو کسانو تښتولی دی.
د پوليس ترمخه، په تښتول شوو کې ښځينه کار کوونکې شايله نور، ذوالفقار، محمد شعېب او ډرايور وحيد شامل دي.
ډي پي او ويلي، ټیم د امنيتي ساتونکو بغېر لرې علاقې ته تللی وو. نوموړي ویلي، د کار کوونکو معلومولو دپاره د لټون عملیات پېل کړی شوي دي.
په سمدستي ډول د پولیو کار کوونکو تښتولو زمه واري چا نه ده منلې.
ټانک د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلع ده او دغلته وخت په وخت د ناامنۍ پېښې کيږي امنيتي ځواکونه هم د وسله والو ضد عملياتو او ترهګرو د وژلو دعوې کوي.
د پاکستان په بېلابيلو برخو کې وخت په وخت د پوليو په ټيمونو او ساتونکو یې د وسله والو بريدونو پېښې شوي، د پوليو کار کوونکو او ساتونکو ته یې مرګ ژوبلې اوښتې دي.
Forum