پېښور کې د طالبانو کونسلګرۍ وي او اې ډيوه ته ويلي، په تېره يوه مياشت کې يواځې د تورخم د لارې د پاکستان نه د 7000 نه زياتې کډوالې کورنۍ بيرته خپل هیواد افغانستان ته ستنې شوي دي. کډوال وايي د تېرې مياشتې راهسې د کډوالو نيول سېوا شوي او د پاکستان د اعلان وروسته سخت په ويره کې دي.
د طالبانو د کونسلګرۍ ترمخه، د 17م ستمبر نه تر 17م اکتوبر پورې ټولې 7162 کورنۍ چې د ټولو افرادو شمېره یې 40,910 ته رسېده، افغانستان ته تللي دي.
د کونسلګرۍ يو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وي او اې ډیوه ته وویل، د تېرو څو ورځو راهسې په تورخم د ورځې په سر د 500 نه تر 600 پورې کورنۍ اوړي.
هغه وویل، زياتې کورنۍ د پنجاب صوبې او خېبرپښتونخوا د بېلابيلو علاقو نه بيرته روانې دي او په دوی کې زيات هغه خلک دي چې قانوني اسناد نه لري.
خو په کراچۍ کې مېشت افغان کډوال وايي، د کراچۍ نه قانوني اسناد لرونکې کډوالې کورنۍ بيرته روانې دي او تور لګوي د پاکستان د حکومت د اعلان، چې قانوني اسناد لرونکي کډوال به نه نيول کيږي نه ځورول کيږي، باوجود د کراچۍ په ځينو برخو کې افغان کډوال تنګول کيږي پوليس ترې پېسې اخلي.
د تېرې میاشتې ستمبر په نهمه نېټه د سيند صوبې ګورنر کامران ټيسوري مطبوعاتو سره په خبرو کې دعوه کړې وه، "غېر قانونه افغانان د جرمونو او ترهګرۍ غټه وجه ده د هغو پرضد به په زورور قوت سره عمليات په نظر راشي دا خلک به نيول کيږي او بيرته به ليږل کيږي".
له دغې وروسته په 15م ستمبر د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي وو په هېواد کې په غېر قانوني توګه مېشت کډوال به دلته اوسېدو ته نه پرېښودل کیږي او بېرته به خپلو هېوادونو ته شړل کيږي.
د روانې میاشتې په درېيمه نېټه حکومت اعلان کړی د اکتوبر د 31مې پورې دې ټول غېر قانونه غېر ملکيان په خپله خوښه ووځي کنه د لومړي نومبر نه وروسته به نيول کيږي او په زوره به بيرته ستنول کيږي.
په کراچۍ کې د افغان کډوالو په کېمپ کې د طالبانو د کونسلګرۍ استازي حاجي عبدالله وي او اې ډيوه ته وويل، د کراچۍ نه د ورځې په سر خواوشا 15 ګاډي د کډوالو بيرته ځي، هغه وویل، په بسونو کې د 40 نه تر 50 پورې کسان سواره وي او په مزدو ګاډو کې کډې بيرته روانې دي.
هغه وویل، د تېرې میاشتې راهسې په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نيولو لړۍ چټکه شوې او دا وخت خواوشا 1200 افغان کډوال په جېلونو کې دي او په دوی کې د 400 پورې هغه دي چې [پي او ار] او [اې سي سي] کارډونه ورسره وو.
نوموړي وويل، په تېرو دوه ورځو کې په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نيولو لړۍ يو څه کمه شوې خو د ځينو پوليس تاڼو په حدودو کې اوس هم افغان کډوال تنګول کيږي پېسې ترې اخستل کيږي.
خو د کراچۍ پوليس د قانوني اسناد لرونکو افغان کډوالو ځورولو او پېسو اخستو تورونه ردوي.
هغه زياته کړه، د کراچۍ نه زيات قانوني اسناد لرونکي کډوال بيرته ستنيږي.
د کډوالو په کېمپ کې مېشت يو بل تن ګل الدين وايي، د پاکستان د حکومت د اعلان وروسته افغان کډوال سخت په ويره کې دي ډېری کوشش کوي چې بيرته ستانه شي.
هغه وویل، نه يواځې هغه چې اسناد نه لري بلکې هغه کډوال هم سخت په ويره کې دي چې قانوني اسناد ورسره دي. خلک د ويرې بهر نه شي وتلی سخت تنګ راغلي دي خواري مزدوري نه شي کولی.
د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب د غېرقانوني افغان کډوالو د ور ستنولو په اړه د پاکستان پرېکړه غندلې، دا یې له انصافه لرې بللې او د پاکستان له خلکو، سیاستوالو او دیني عالمانو یې غوښتي چې خپل چارواکي له داسې کارونو را وګرځوي.
پاکستان کې پښتنو ملت پالو سياسي او مذهبي ګوندونو هم د پاکستان دغه پرېکړې ته سخت غبرګون ويلی وو.
خو د پاکستان حکومت بيا بيا تکرار کړې چې اعلان یې د غېر قانونه غېر ملکيانو دپاره دی، قانوني اسناد لرونکو ته هیڅ نه ويل کيږي او دغه اعلان د افغان کډوالو دپاره نه، د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو دپاره دی.
[په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبريال عثمان خان شريک کړي]
Forum