لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په چمن پوله په پاسپورټ د تګ راتګ پرضد لاريون او احتجاج شوی، پرلت په شپږمه ورځ دوام لري


په چمن پوله احتجاجي لاريون او مظاهره شوې
په چمن پوله احتجاجي لاريون او مظاهره شوې

د افغانستان سره په پوله د پاکستان د بلوچستان صوبې په چمن ښار کې په پوله په پاسپورټ د تګ راتګ پر ضد لوی لاريون شوی او احتجاجي پرلت په شپږمه ورځ دوام لري. نن په لويه شمېره کې ځايي خلکو، سياسي او مذهبې ګوندونو او سوداګر تنظيمونو په لاريون او احتجاج کې ګډون کړی دی.

پرون د بلوچستان صوبې نګران وزير اطلاعات جان اڅکزي د احتجاج کوونکو سره خبرې کړې وې خو احتجاج کوونکو د پرلت ختمولو څخه انکار کړی او ويلي یې وو تر څو پورې چې د پاکستان حکومت پر پخوانۍ طريقه د چمن او سپين بولدک خلکو او سوداګرو ته په شناختي کارډ او تذکره د تګ راتګ اجازه نه وي ورکړې پرلت به یې دوام لري.

د پاکستان حکومت د اکتوبر په لومړیو کې د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې د غېر قانونه غېر ملکيانو ويستلو د پرېکړې سره دا فېصله هم کړې وه، چې د لسم اکتوبر څخه به د افغانستان نه په پوله په کاغذي تذکره، او د لومړي نومبر پورې به په کمپيوټري تذکره افغانان پاکستان لوري ته راوړېدی شي.

د حکومت له خوا ویل شوي وو، د لومړي نومبر وروسته به په پوله يواځې پاسپورټ لرونکو افغانانو ته د راتګ اجازه وي.

له دغې پرېکړې وروسته په لسم اکتوبر په افغانستان کې واکمنو طالبانو د چمن او قلعه عبدالله خلک په شناختي کارډ پورې غاړې ته اوړېدل ودرولي او د چمن او قلعه عبدالله اوسېدونکي نه شي کولی چې په شناختي کارډ د افغانستان د کندهار سپین بولدک لوري ته لاړ شي. او بيا د چمن په پوله د دواړو غاړو څخه په تذکره او شناختي هر ډول پياده تګ راتګ ودرېدلی وو.

د پاکستان د حکومت د دغه پرېکړې خلاف چې د لومړي نومبر څخه به د افغانستان سره د چمن په پوله تګ راتګ په پاسپورټ وي، بېلابېلو سياسي او مذهبي ګوندونو، د سوداګرو تنظيونو او ځايي خلکو نن په شپږمه ورځ احتجاجي پرلت دوام لري.

جان اڅکزی پرون د پرلت سره خبرو له ورغلی خو د پرلت غړو ورته ځواب کړی چې څو پورې حکومت په پاسپورټ د تګ راتګ پرېکړه بيرنه وي اخستي د دوی پرلت به روان وي او خبرې بيا بې د کومې نتيجې ځنډېدلې وې.

په چمن کې د قاچاقي کاروبار کوونکي لغړي اتحاد مشر غوث الله اڅکزی وايي، "څو پورې چې زمونږ غوښتنې نه وي منل شي چې خلک د چمن په شناختي کارډ باندې روان شي بيا مونږ دغه دهرنا ختموو".

جان اڅکزي د پرلت کوونکو سره د خبرو وروسته ویلي وو، "د پاکستان څخه د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو د ویستلو او افغانستان سره په پوله په پاسپورټ د تګ راتګ پرېکړه په داسې حال کې شوې چې غېر قانونه استوګن کډوال په پاکستان کې په ترهګرۍ کې ککړ دي او په غېر قانوني توګه پاکستان ته داخل شوي دي".

"دلته لس زره خواوشا خلک پاکستان ته راځي د يو په تندي نه دي ليکلي چې څوک شريف دی څوک مشکوک دی او څوک ترهګر دی، د بده مرغه سږ کال د جنورۍ څخه 20 ځانمرګي بريدونه شوي چې 14 پکې د ګاونډي هېواد خلک وو، دا يو داسې حقيقت دی چې مونږ ترې انکار نه شو کولی مونږ په سرحدونو د خپلو عسکرو جسدونه پورته کوو د پولې د پورې غاړې په مونږ حملې کيږي مونږ خپل ځان خوندي کول غواړو".

پاکستان له دې وړاندې هم وخت په وخت داسې تورونه لګولي چې د افغانستان د خاورې نه په پاکستان کې ترهګري کيږي، خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان تورونه په کلکه رد کړي دي.

او د چمن ځايي سوداګر وايي، په چمن پوله سخته تلاشي کيږي سکېننګ کيږي بيا څنګه ترهګر په دې لاره راوړي.

په چمن کې د سوداګرو د اتحادیې مشر عبدالصادق اڅکزی وايي،

"زمونږ په سسټم کې تذکيرې هم سکېن شوي دي شناختي کارډونه هم سکېن شوي دی په دغه پوله د 20000 کسانو د سترګو سکېننګ شوی دی چې د تګ راتګ په مهال د پاکستان په سسټم کې ثبت شوي دي يه دغو حالاتو کې بيا هم پاکستان پاسپورټ رايج کوي او واي ترهګر راځي د ترهګرو مخنيوی دې دوی وکړي مونږ پاسپورټ نه ورسره منو".

يوه ورځ وړاندې په سپين بولدک د پاکستان او افغان چارواکو ترمنځ د شخړې هوارولو دپاره خبرې شوې وې او جان اڅکزي دغه خبرې ګټورې بللې وې.

[په خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبریال فضل عزیز شريک کړي دي]

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG