لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بې درکه بلوڅانو تنظیم وایي سږ کال 360 بلوڅان په جبري توګه لادرکه شوي دي


د لا درکه بلوڅانو لپاره کارکوونکی تنظيم وايي روان کال په بلوچستان کې تر 360 زيات کسان په لاقانونه توګه لا درکه کړل شوي دي او تور یې د پاکستان په استخباراتي او امنيتي ادارو پورې کوي، خو د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزی دا تورونه ردوي او وايي دغه ډلې د خپلو شخصي او سياسي ګټو لپاره پر ادارو او حکومت داسې تورونه لګوي.

د لادرکه بلوڅانو تنظيم وايس فار بلوڅ ميسنګ پرسنز [وي بي ايم پي] ترمخه د تېرو کلو په پرتله په کال 2023م کې په ناقانونه توګه د خلکو په لادرکه کولو کې زياتوالی راغلی دی، تنظيم دعوه کوي روان کال د لادرکه شوو کسانو شمېر 365 ته رسېدلی، وايي ځينې لادرکه کسان د ترهګرو په نامه نومول شوي او په جعلي پوليس مقابلو کې وژل شوي هم دي.

د وي بي ايم پي تنظيم مرستيال مشر ماما قدير بلوڅ وايي، " مړه هم ډېر دي، دا څو ورځې مخکې هم دوه درې مړي موږ ته ميلاو شوي دي، هغه هم بې درکه خلکو کې وو، ايله کول يا واپس راتلل نشته، يو کس هم نه دی راغلی، په نګران حکومت کې د پورته کولو لړۍ زياته شوې ده، تر دې وړاندې حکومت کې کم کم راغلي دي، لېکن پورته کول زيات شوي دي، په دواړو حکومتونو کې".

تنظيم د پاکستان پر اسخباراتي او امنيتي ادارو د خلکو په زوره د لادرکه کولو تورونه پورې کوي، خو پوليس او امنتي ځواکونو، پوځ او حکومتي چارواکو نه دا چې دا تورونه يې رد کړي بلکې ويلي يې دي زياتره وژل شوي له ناقانونه وسلوالو ډلو سره تعلق لري او په بېلابېلو ترهګريزو پېښو او د ځواکونو او ولسي خلکو په وژنه کې ککړ دي.

د بلوچستان حکومت د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزی د تنظيم او د نورو بلوڅ سياسي تنظيمونه د خلکو د لادرکه کولو تورونه په دې ډول رودوي او وايي دا د ځينو سياسي ملتپاله ګوندونو دريځ دی او دعوه کوي چې پر دې د دوی د سياست راتلونکی ولاړ دی:

"که چيري په حقيقت کې داسې کومې شمېرې وي، نو نن هم موږ د پلټنو لپاره تيار يو، سياسي بيانيې د هر ګوند حق دی، د غېر سياسي ګوند حق دی، پر موږ تنقيد، پر حکومت او د حکومت پر ادارو تنقيد د هر چا حق دی، دا يو جمهوري ټولنه ده، نور زه نه يم خبر چې دا شمېرې له کومې خوا راځي، زه هيڅ داسې معلومات نه لرم".

که يو لوري ته د نګران حکومتي چارواکو دريځ دا دی چې دوی د لادرکه کسانو په اړه معلومات نه لري خو بل لوري ته وايي چې په بلوچستان کې د نا امنۍ په پېښو د لاس لرونکو وسلوالو پر ضد عمليات هم کوي.

د جان اڅکزي په خبره " هر دولت حق لري چې پر خپلو پولو د خپل حکومت رټ وساتي، يوه ډله هم چې په هر رنګ او نسل وي، حق نه لري چې ټوپک واخلي او وسلوال غبرګون وکړي، وسلوال غبرګون د رياست حق دی، وسلوال غبرګون يوازې د رياست دنده ده، عام ډلې ټپلې که نژادي دي، که د ګوندو او مزهب پر بنسټ دي حق نه لري چې ټوپک استعمال کړي، تشدد وکړي، رياست دا حق لري چې د هغوی پر ضد عمليات وکړي".

بلوچستان له تېرو څو لسيزو د پاکستان له نا ارامو سيمو څخه بلل کېږي، دلته بېلا بېل بلوڅ بېلتون غوښتونکي وسلوال تنظيمونه په صوبه کې د پاکستان د پوځ او حکومتي ادارو او ځواکونو تر څنګ د چين او پاکستان تر ميان د اربونو روپو روانې اقتصادي پروژې "سي پېک مخالفت" او پر ضد يې وسلوال فعاليتونه کوي.

تر نګران حکومت وړاندې د وزير اعلا قدوس بزنجو د حکومت د کورنيو چارو وزير مير ضيا لانګو وي او اې ډيوه ته ويلي وو چې د دوی په حکومتي مرسته په سلګونو لادرکه کسان بېرته خپلو کورنو ته ستانه شوي خو د دې خبرې وضاحت یې نه وو کړی چې دا خلک چا او ولې بې درکه کړي وو.

بلوڅ سياسي قامپاله ګوندونه، د لادرکه بلوڅانو لپاره غږ پورته کونکی تنظېم وايس فار بلوچ ميسنګ پرسنز ، او انساني حقوق کمېشن په بيا بيا له حکومت او ادارو څخه غوښتنه کړې چې پر لادکه کړل شوو کسانو که کوم تورونه وي هغه دې و عدالت ته وړاندې کړل شي او د قانون مطابق سزا جزا دې ورکړل شي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG