د پاکستان حکومت ویلي، په تېرو دوو مياشتو کې د پاکستان نه دوه لکه افغانان په خپله خوښه بيرته ستانه شوي دي. پاکستان غېر قانونه غېر ملکيانو ته د نننۍ ورځې 31م اکتوبر پورې وخت ورکړی چې په خپله خوښه ووځي کنه بيا به یې نيسي او شړي به یې.
پېښور کې د طالبانو کونسلګرۍ وي او اې ډيوه سره شمېرې شريکې کړي او ويلي يې دي، په تېره يوه میاشت کې یواځې په تورخم 18350 کورنۍ بیرته تللي چې وايي ټول پکې 120000 کسان وو.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي د ګل/ دوشنبې په ورځ خبري غونډې ته ويلي، د ټاکلې نېټې (31م اکتوبر) وروسته چې څوک پاتې شي، نيول کیږي به په جوړو شوو مرکزونو کې به ساتل کيږي او بيا به افغانستان ته لېږلی شي.
هغه ويلي، په عملياتو کې به کوم مخصوص قوميت والا خلک نه په هدف کيږي.
خو پاکستان چې په درېم اکتوبر د غېر قانونه غېر ملکيانو ويستلو اعلان کړی وو، پښتون ملت پاله او مذهبي ګوندونو ورته سخت غبرګون ویلی چې افغان کډوال دې په زوره ونه ويستل شي او په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه پرېکړه غندلې وه.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) ترمخه، پاکستان کې دا وخت 1.4 ملينه رجسټرډ کډوال دي او نزدې 90000 نور کډوال دي، 700000 په اګست 2021م کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته پاکستان ته راتښتېدلي وو.
د يو اېن اېچ سي ار وياند مېتهيو سالټ مارش ویلي، "مونږ پاکستان ته خواست کړی د هغو افغانانو ساتنه دې وکړي څوک چې بیرته افغانستان ته په ستنېدو د خطرو سره مخ کېدی شي".
يو اېن اېچ سي ار د پاکستان دغه پرېکړه ستايلې، چې رجسټرډ افغان کډوال او خپل وطن ته بيرته په ستنېدو د خطرو سره مخ کېدونکي افغانان نه شړي.
خو دوه ورځې وړاندې سرفراز بګټي د جيو ټي وي په يو پروګرام کې ویلي وو، ټول افغانان به بيرته خپل هېواد ته لېږل کيږي، په لومړي پړاو کې هغه افغان کډوال چې هیڅ سند نه لري، يا یې په غېر قانونه توګه اسناد ترلاسه کړي، او په دويم پړاو کې به افغان سيټيزن کارډ (اې سي سي کارډ لرونکيACC) لرونکي او د يو اېن اېچ سي ار سره رجسټرډ کډوال بيرته ليږي.
خو بګټي نه وو ویلي چې دويم پړاو به د کله نه پېل کيږي.
پاکستان په وروستيو کې څو ځله تور لګولی چې د افغانستان نه په پاکستان کې ترهګري کيږي او پاکستان کې سږ کال څو ځانمرګي بريدونه هم افغان وګړو کړي دي.
خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان دغه تورونه په کلکه رد کړي دي.
طالبانو د پاکستان نه د افغان کډوالو د ايستلو د پرېکړې بيرته اخستو غوښتنه کړې خو ورسره یې په افغانستان کې د کډوالو د ځای کولو، د دوی د صحت او خوراک د انتظام دپاره کمېشن هم جوړ کړی دی.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی د پاکستان څخه غېر اسناد لرونکو غېر ملکيانو شړل د بشري حقونو د ناورين سبب جوړېدی شي.
په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د دفتر وياندې روينا شمداساني د جمعې په ورځ جنېوا کې خبريالانو سره په خبرو کې ویلي وو، "پاکستان کې د دوو ملينو څخه زيات اسناد نه لرونکي افغانان اوسيږي او په دوی کې لږ ترلږه شپږ لکه کسان داسې دي چې په اګست 2021م کې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان ته راغلي دي".
هغې ویلي، "مونږ باور لرو چې ډېر افغانان د بيرته ستنولو په صورت کې د بشري حقونو د سختو سرغړونو د خطرو سره مخ کېدی شي، دوی په ناجايزه توګه نيول کېدی شي، د تشدد، ظلم او غېر انساني سلوک سره مخ کېدی شي".
شمداساني زياته کړې وه، "په ځانګړي ډول مدني فعال، خبريالان، د بشري حقونو ساتونکي، پخواني حکومتي او امنيتي چارواکي، ښځې او جينکۍ د خطرو ښکار کېدی شي".
Forum