لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمود خان اڅکزی: د افغانانو په زوره ویستل به په پاکستان ناوړه اغیزې ولري


پښتون قامپاله سياستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي له وي او ای ډيوه سره په یوه ځانګړي مرکه کې ويلي، په سيمه او نړۍ کې چې کوم حالات روان دي پداسې وخت کې په زوره او په ناوړه طريقه افغان کډوال له پاکستان څخه ايستل به منفي اغېزې ولري. نوموړي ویلي: " هر چا چې د افغان کډوالو د ايستلو پريکړه کړې دا ناسمه پريکړه ده، داسې په شډله طريقه ايستل يې نه وو پکار، داسې په کورونو ور ننوتل، زورول، تنګول، او پولو ته وړل دا ډېر ناروا عمل دی۔"

د پاکستان حکومت تېره میاشت (اکتوبر۳مه) له پاکستان څخه د نا قانونه غېر ملکي وګړو د ايستلو پريکړه اعلان کړې وه، او له بې اسنادو غېرملکي وګړو او کورنيو څخه يې غوښتي وو چې د اکتوبر تر يو دېرشمې دې له پاکستان څخه په خپله خوښه ووځي. پاکستاني چارواکي وايي تر ټاکلې مودې د نورو ځينو ملکونو په ګډون له افغانستان سره تعلق لرونکي په لوی شمېر له پاکستان څخه خپل ملک ته تللي.‌


حکومت او ادارو د نومبر له لومړۍ نېټې څخه هغه خلک نيول پېل کړي چې لا هم په پاکستان کې پاته دي، چارواکي وايي په بې اسناده کډوالو کې لوی شمېر له افغانستان سره د تعلق لرونکو دی.‌

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پرون د خالي/ شنبې په ورځ په سپين بولدک کې له مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي، په څو ورځو کې يو نيم لک افغانان افغانستان ته ور اوښتي دي. مجاهد ويلي: ٫٫ له پاکستان څخه مو غوښتي وو چې مهاجرين دې په کم وخت کې او په زوره ونه ايستل شي خو اوس پېښه شوې ده اوس مو غوښتنه دا ده چې تکليف ور نه کړل شي، مهاجرينو ته ستونزه جوړه نه کړل شي."

د محمود خان اڅکزي په خبره، د افغان کډوالو ايستل جدي مسئله ده او دا دې، د اقوام متحده اداره يو اين ايچ سي ار، د اقوام متحده سېکرېټري جنرل، پاکستان او د افغانستان اوسني واکمن دې په ګډه سره کښېني او تل پاتې حل دې را وباسي. د اڅکزي په خبره د پښتنو او افغانانو وطن له هر ډول شتمنيو ډک دی او د دنيا د زورو قوتونو پر دې شتمنيو نظر دی او دوی ته يې نه ور پريږدي.

د يوه سوال په ځواب کې اڅکزي وويل،" دنیا ډیره ظالمه ده کمزوري ته د ژوند حق نه ورکوي، حالات ستاسو په مخ کې دي، د روس او یوکرین جګړه، بيا فلسطين, تر دې وړاندې په شام او لیبیا کې بده ورځ، بيا د عراق لوټې لوټې کیدل، نو په داسې حالاتو کې پکار ده چې موږ زدکړه وکړو او دوې سترګې څلور کړو. "

پاکستان ويلي و چې د غېرقانوني کډوالو له ملک څخه د ايستلو پريکړه يې ځکه کړې چې د ملک د امن لپاره دا عمل ضروري دی. حکومت دا هم ويلي چې په ترهګريزو پېښو او ځانمرګو بريدونو کې له افغانستان سره تعلق لرونکي لاس لري او استعمال شوي دي.
محمود خان اڅکزي په دې اړه وويل: " د يوه دوو، درو تنو و شخصي د عمل له وجې و ټول ملت ته پدې نظر کتل دا زياتوب دی، په پاکستان او افغانستان کې مشکلات شته، که يو څوک دا وايي چې په پاکستان کې پلانۍ پېښه د افغانستان يو ځانمرګي کړې ده نو بيا په مزار شريف کې، په غزني کې چا ځانمرګي بريدونه کړي؟ بيا په کابل کې پدې مسجدونو او امام بارګاو کې چا چاودنې کړې؟ د ځانمرګي او د اورپکي کور نه وي معلوم، نه يې کلی معلوم وي، د دې تر شاه به بل څه وي هغه لټول پکار دي."
اڅکزي په خپلو خبرو کې وويل، د افغانستان خلک دې سيمې او وطن ته له سل کالو څخه پرته له کومو اسنادو او پاسپورټه تلل راتلل کوي، وايي د پاکستان او افغانستان د چمن پر پوله د خلکو تګ راتګ پر پاسپورت کول ورته منظور ندي.
" ډيورند لاين په 1893 کې کښل شوی، څه ډول ايستل شوی، دا د تاريخ برخه ده، پر دې باند د افغانانو تګ راتګ سل کاله کېږي، له خپلو څارو او نورو شيانو سره تل راتلل، پاکستان چې جوړ شوی تر 1970 پورې هم خلک پرته له اسنادو راتلل، که دوی خپله پريکړه بيرته نه واخلي خلک به پر امني احتجاجونه زيات کړي."

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG