لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمود خان اڅکزی: د چمن پرلت د پاکستان او طالبانو ترمنځ په پوله په شناختي کارډ او تذکره د تګ راتګ فېصله غواړي


محمود خان اڅکزی د چمن پرلت ته وينا کوي
محمود خان اڅکزی د چمن پرلت ته وينا کوي

د پښتون ملت پاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی وايي، پاکستان کې د عمران خان تېر حکومت او په افغانستان کې واکمنو طالبانو په دې اتفاق کړی وو چې د کندهار او کوټې پورې به کمپيوټري شناختي کارډ او کمپيوټري تذکره چليږي او د چمن پرلت په هغه فېصله عمل غواړي.

نوموړي دغه خبره نن په چمن کې د پاکستاني حکومت له لوري د چمن او سپين بولدک ترمينځ پر دروازه د پاسپورټ د پرېکړي په خلاف د آل پارټيز تاجر لغړي اتحاد له اړخه روان پرلت ته په وينا کې کړې ده.

هغه وويل، د عمران خان د حکومت وزير خارجه او د هغه وخت د آی ايس آی مشر او نور لوړپوړي چارواکي افغانستان ته ولاړل او هلته يې له افغانانو سره مجلس وکړ، او پر دې يې د ټولو پر مخ په اتفاق پريکړه وکړه چې تر کوټي او کندهار پوري به خلک پر کمپيوټري شناختي کارډ او کمپيوټري تذکره د چمن او سپين بولدک ترمينځ پر دروازه تګ راتګ کوي.

نوموړي زیاته کړه، د پاکستان د حکومت نماينده ګانو دا پريکړه هلته په کابل کي له افغان حکومت سره په ګډه وکړه.د چمن اولس هغه د دواړو حکومتونو فيصله غواړي چې دواړو حکومتونو سره کړې ده.

"دا پرلت په دې خبره ناست دی غوښتنه کوي، مونږ په دغه فېصله عمل غواړو که په دغه فېصله عمل ونه کړی شو، دا ډېر خلک دي که يو پرې غږ وکړو مونږ یې غږ ته نه پرېږدو، خو که غږ یې وکړو دا تار د دې ځايه (چمن) نيولی د واخان د درې پورې به بيا دا تار بيا نه وي، خلک دغه کار ته مه مجبوروئ".

هغه وويل، "په ډېورنډ لاين افغانستان ته اته لارې لرو، ډېورنډ لاين په 1893 کې انګرېز جوړ کړی دی، بيا پاکستان جوړ شو د 1970 په دې کرښه ګرد خلک، مونږ دلته پاتې شو او زمونږ عزيزان هلته پاتې شو، بړيڅ يوه قبيله ده د بړيڅي په دې خوا (پاکستان لوري ته) دوه زره ايکړه ځمکه نشته خو په هغې خوا یې (افغانستان لوري ته) 15 ميله وطن دی. مونږ دا وايو، پاکستان به دا مني زمونږ هغه لغړيان، غريب خلک چې په پوله اوړي راوړي روزګار کوي دا روزګار به د پخوا په رنګ راخلاصوي".

د محمود خان اڅکزي وينا ته د حکومت لخوا تازه کوم غبرګون نه دی ويل شوی خو درې ورځې وړاندې د بلوچستان صوبې د نګران حکومت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي ويلي وو، "مرکزي او صوبايي حکومت ته احساس دی چې په تيرو کلونو کې د چمن اقتصاد خراب شوی دی د خلکو عادي ژوند متاثره شوی دی".

هغه ويلي، "د بلوچستان حکومت د مرکزي حکومت په لار ښوونه ډېر زر د چمن دپاره پېکج اعلانوي په دې پېکج کې به د چمن د خلکو د روزګار، د ژوند د اسانتياو، د تجارت د فروغ دپاره داسې تاريخي قدمونه اخلي چې په لسيزو کې داسې اقدامات نه دي شوي".

خو نوموړي د دغه پېکج نور جزيات نه دي ویلي او نه یې د چمن د پرلت په حواله څه ویلي دي.

له دې وړاندې په 25م اکتوبر جان اڅکزي د احتجاج کوونکو سره خبرې کړې وې خو احتجاج کوونکو د پرلت ختمولو څخه انکار کړی او ويلي یې وو تر څو پورې چې د پاکستان حکومت پر پخوانۍ طريقه د چمن او سپين بولدک خلکو او سوداګرو ته په شناختي کارډ او تذکره د تګ راتګ اجازه نه وي ورکړې پرلت به یې دوام لري.

د پاکستان حکومت د اکتوبر په لومړیو کې د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې د غېر قانونه غېر ملکيانو ويستلو د پرېکړې سره دا فېصله هم کړې وه، چې د لسم اکتوبر څخه به د افغانستان نه په پوله په کاغذي تذکره، او د لومړي نومبر پورې به په کمپيوټري تذکره افغانان پاکستان لوري ته راوړېدی شي.

د حکومت له خوا ویل شوي وو، د لومړي نومبر وروسته به په پوله يواځې پاسپورټ لرونکو افغانانو ته د راتګ اجازه وي.

له دغې پرېکړې وروسته په لسم اکتوبر په افغانستان کې واکمنو طالبانو د چمن او قلعه عبدالله خلک په شناختي کارډ پورې غاړې ته اوړېدل ودرولي او د چمن او قلعه عبدالله اوسېدونکي نه شي کولی چې په شناختي کارډ د افغانستان د کندهار سپین بولدک لوري ته لاړ شي. او بيا د چمن په پوله د دواړو غاړو څخه په تذکره او شناختي هر ډول پياده تګ راتګ ودرېدلی وو.

جان اڅکزي د پرلت کوونکو سره د خبرو وروسته ویلي وو، "د پاکستان څخه د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو د ویستلو او افغانستان سره په پوله په پاسپورټ د تګ راتګ پرېکړه په داسې حال کې شوې چې غېر قانونه استوګن کډوال په پاکستان کې په ترهګرۍ کې ککړ دي او په غېر قانوني توګه پاکستان ته داخل شوي دي".

د چمن پرلت ته په نننۍ وينا کې محمود خان اڅکزي د افغان کډوالو په اړه یې وويل، "په نړۍ کې د کډوالو دپاره يو قانون دی چې کوم قانون د بل کډوال دپاره دی هغه به د افغان کډوالو دپاره وي د دنيا قانون دا دی چې کوم سړی په کوم ملک کې پېدا شوی د د هغه ځای اوسېدونکی دی، هر افغان چې دلته پېدا شوی دی نېټه دې راوښايي هیڅوک یې نه شي ويستی دی د دې ملک اوسېدونکی دی".

د نوموړي په خبره، "د دنيا قانون دا دی چې په بهر ملکونو کې څلورکاله د لسو کالو پورې موده تيره کړي تذکره ورته ورکړي".

اڅکزي وويل، د کډوالو فېصله به د افغانستان او پاکستان حکومت، ملګري ملتونه او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره کوي.

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG