لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جان اڅکزي هم د رجسټرډ کډوالو بيرته ستنولو خبره کړې خو نېټه یې نه ده ویلې


د بلوچستان صوبې نګران وزيراطلاعات جان اڅکزي ویلي، د غېر قانونه غېر ملکيانو د ايستلو له پړاو سمدستي وروسته به رجسټرډ مهاجرين لېږلی شي خو نوموړي کومه نېټه نه ده په ډاګه کړې.

له دې وړاندې د کورنيو چارو نګران مرکزي وزیر سرفراز بګټي هم ويلي وو، په دويم پړاو کې به کارډ لرونکي افغان کډوال هم بيرته لېږل کيږي.

جان اڅکزي پرون مازيګر په کراچۍ پرېس کلب کې خبري کانفرنس ته ویلي، دا وخت د بلوچستان نه 80000 غېر ملکيان تللي په دوی کې 26000 د سيند صوبې هم شامل دي.

هغه زياته کړې، په بلوچستان صوبه کې نزدې په يوه اوونۍ کې 1000 غېر ملکيان نيول شوي او شړل شوي دي.

هغه ويلي، څنګه چې وزیراعظم (انوار الحق)‌ کاکړ ويلي، افغان عبوري حکومت دې په ترهګرۍ او پاکستان کې يو واخلي، په ترهګرۍ او جرمونو کې ککړو غېر قانونه غېر ملکيانو ضد کمپاين به روان وي.

هغه ويلي، په سيند او پنجاب صوبو کې به په راتلونکو ورځو کې دغه کمپاين نور ګړندی کړی شي.

کاکړ دعوه کړې په بلوچستان صوبه کې په غېر قانونه توګه جوړ یو لک شناختي کارډونه بلاک کړی شوي دي، او په سيند صوبه کې هم د 20000 نه زیات شناختي کارډونه بلاک کړی شوي دي.

د پاکستان نه د افغان کډوالو د ايستلو د پرېکړې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړيکو ته په ځواب کې جان اڅکزي ویلي، له بده مرغه اړيکې راټيټې شوي دي.

د پاکستان نه د افغان کډوالو د ايستلو د پرېکړې وروسته په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان دغه پرېکړه غندلې او بيرته اخستو غوښتنه یې ترې کړې وه.

د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ دوه ورځې وړاندې په اتم نومبر په يوه تفصيلي خبري غونډه کې ويلي وو، افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ترهګري د 60 فيصدو پورې زياته شوې ده.

کاکړ زياته کړې، افغان طالبانو پاکستان ته باور ورکړی وو چې د افغانستان ځمکه به د بل هيواد په ضد نه استمالیږي خو له بده مرغه داسې ونه شول.

په افغانستان کې طالبان د کال 2021م د اګست په 15مه په زوره په واک کې راغلي وو.

د کاکړ په خبره، په تیر دوو کالو کې دلته (پاکستان کې) د ترهګرۍ په پیښو کې د دوو زرو نه زیات کسان وژل شوي، زمه وار یې تحریک طالبان پاکستان دي او دا ترهګره ډله پاکستان کې د بریدونو دپاره د افغانستان خاوره استعمالوي.

کاکړ دعوه کړې، د پاکستان ناامنۍ کې يو لوی كردار د غېر قانوني كډوالو دی، د دې لپاره د پاكستان ریاست د دغو كسانو د لومړي نومبر څخه بيرته خپل هېواد ته د ستنولو پريكړه كړې ده.

خو د کاکړ خبري غونډې ته په ځواب کې په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي، د پاکستان دننه امن ساتل د دوی (طالبانو) ذمه واري نه ده، پاکستان دې خپلې مسلې خپله حل کړي او د ناکامیو ذمه وار دې افغانستان نه بلي.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد ويلي، طالبان د افغانستان په شان په پاکستان کې هم امن غواړي او هېڅ چاته اجازت نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعمال کړي.

هغه زياته کړې، طالبان "په پاکستان کې دننه د امن ټینکولو مسولیت نه لري، هغوی باید خپل کورني مسایل پخپله حل کړي او د خپلو ناکامیو ملامتي افغانستان ته راجع نه کړي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG