د پاکستان د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزی وايي، "پاکستان ته په بدو سترګو کتونکو ته به خوله ماتی ځواب ورکولی شي، مونږ اوس هم غوښتنه کوو، افغانستان دې په پاکستان کې ترهګري کوونکو ته خپله خاوره کارېدو ته ور نه کړي او په ترهګرۍ کې ککړ زمه وار دې پاکستان ته حواله کړي".
اڅکزي خبرداری ورکړی، "که افغانستان د ترهګرو په شا ودرېدو څخه قلار نه شو نو پاکستان د ترهګرو سره په چلند پوهيږي". خو دا چې پاکستان به د ترهګرو پرضد کوم چلند کوي اڅکزي یې نور تفصيل نه دی ویلی.
په کوټه پرېس کلب کې خبري غونډې ته په وینا کې اڅکزي وويل، ځینې افغان چارواکي د کډوالو بيرته ستنولو په لړ کې د مرستې په ځای د حالاتو خرابولو هڅې کوي، پاکستان ته په ګواښونو کولو کار نه کيږي، افغان چارواکي دې خپلې زمه وارۍ پوره کړي، د خپلو وګړو ساتلو بندوبست دې وکړي اسانتياوې ورته برابر کړي".
نوموړي دغه خبرې د افغان کډوالو بيرته ستنولو د تفصيلاتو وړاندې کولو په مهال کړي دي.
په افغانستان کې واکمنو طالبانو د جان اڅکزي تازه څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ويلی، خو له دې وړاندې یې د پاکستان لخوا دغه ډول تورونه په کلکه رد کړي چې د افغانستان نه په پاکستان کې ترهګري کيږي.
د پاکستان لخوا په افغانستان د تورونو لګولو لړۍ د افغان کډوالو د بیرته ستنولو له عمل سره نوره چټکه شوې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله په اتم نومبر د پاکستان د نګران وزيراعظم دعوو ته په غبرګون کې ویلي وو، څنګه چې طالبان "په افغانستان کې امن غواړي دغه ډول په پاکستان کې هم غواړي".
هغه ويلي، طالبان "چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد وکاروي او په پاکستان کې دننه امن په ځای کول د طالبانو زمه واري نه ده".
"دوی (پاکستان) دې خپلې کورنۍ مسلې په خپله حل کړي او د خپلو ناکامو زمه واري دې په افغانستان نه اچوي".
په اتم نومبر د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په يوه تفصيلي خبري غونډه کې ويلي وو، "افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ترهګري د 60 فيصدو پورې زياته شوې ده".
کاکړ زياته کړې، "طالبانو پاکستان ته باور ورکړی وو چې د افغانستان ځمکه به د بل هيواد په ضد نه استمالیږي خو د بده مرغه داسې ونه شول".
کاکړ دعوه کړې وه، "د پاکستان په ناامنۍ کې يو لوی كردار د غېر قانوني كډوالو دی، د دې لپاره د پاكستان ریاست د دغو كسانو د لومړي نومبر څخه بيرته خپل هېواد ته د ستنولو پريكړه كړې ده".
اڅکزي خبري غونډې ته وويل، "د غېر قانونه کډوالو بيرته تلو لړۍ روانه ده، د پاکستان او بلوچستان حکومتونه خپل ټول وسايل د غېر قانونه کډوالو د ايستلو دپاره کاروي".
هغه زياته کړه، "تراوسه پورې د يو لک پورې غېر قانونه کډوال بيرته ستانه شوي، په دوه ورځو کې مو 1500 کسان نيولي او د چمن په پوله مو اړولي دي، د بلوچستان صوبې نه په پوله درې مرکزونه فعاله دي، يو د قلعه سېف الله قمر دين، او د چاغي دوه مرکزونه فعاله دي".
پاکستان د اکتوبر د 31مې نېټې پورې غېر قانونه غېر ملکيانو ته د وتلو وخت ورکړی او د لومړي نومبر څخه د افغان کډوالو ويستلو لړۍ پېل شوې ده.
ملګرو ملتونو، نړیوالو ادارو، افغانستان کې واکمنو طالبانو او پاکستان کې پښتنو سياسي او مذهبي ګوندونو د پاکستان نه د دغه پرېکړې بيرته اخستو غوښتنه کړې وه.
خو پاکستان ویلي د غېر قانونه غېر ملکیانو د ايستلو پرېکړه يواځې د افغان کډوالو دپاره نه ده د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو دپاره ده.
په وروستيو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د خونديتوب د چارو مرستيالې جيليان ټريګز په اېکس (پخواني ټویټر) ویلي، "مونږ په دوامداره توګه د پاکستان نه د هغو افغانانو د خونديتوب غوښتنه کوو څوک چې بيرته افغانستان ته د جبري لېږلو له خطر سره مخ کېدی شي".
د بشري حقونو نړيوال تنظيم اېمنسټي انټرنيشنل د پاکستان د حکومت نه غوښتي، "په سمدستي ډول دې د افغان کډوالو نيول، د هغو بيرته ستنول او په غټه کچه د ځورولو لړۍ ودروي". او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) د پاکستان نه بيا غوښتنه کړې "هغه افغان کډوال دې خوندي کړي چې افغانستان ته د لېږلو په صورت کې یې ژوند د ګواښونو سره مخ کېدی شي".
Forum