لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان کډوالو د شړلو د پرېکړې ضد خواست د سپريم کورټ چېمبر ته جمع کړای شوی


د افغان کډوالو د شړلو د پرېکړې په حواله د پاکستان د حکومتي پرېکړې پرضد خواست د سپريم کورټ رجسټرار واپس کړی او بيا دغه خواست د سپريم کورټ په چېمبر کې جمع کړای شوی خو لا یې د اورېدنې ځواب نه دی شوی.

پاکستان کې پښتنو سياستوالو او د بشري حقونو فعالانو د افغان کډوالو شړلو حکومتي پرېکړه په لومړي نومبر چېلنج کړې وه.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ، د پاکستان پيپلز ګوند فرحت الله بابر، د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان، د بشري حقونو فعالانو امنه مسعود جنجوعه، قانون پوهه جبران ناصر، ايمان مزاري او نورو خواست قانون پوهه عمر اعجاز ګېلاني جمع کړی وو.

ګېلاني وي او اې ډیوه ته وويل، "د سپريم کورټ رجسټرار دفتر ياد خواست واپس کړی او ويلي يې دي په خواست کې چې کومې مسلې په ګوته کړای شوي هغه شخصي دي ولسي يا عوامي اهمیت نه لري او دغه مسله د بشري حقونو سره یې تعلق نشته".

ګېلاني زياته کړه، "له دې وروسته مونږ بيا په 11م نومبر د سپريم کورټ په چېمبر کې اپيل کړی دی، اوس دغه اپيل د چيف جسټس قاضي عيسا ځواب ته په تمه دی".

د نوموړي وکیل په خبره، "خواست درج شوی خو تراوسه د کوم جج په وړاندې د اورېدنې دپاره نه دی پېش کړای شوی".

د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د حکومتي پرېکړې چېلنج کولو په مهال په اېکس [پخواني ټویټر] ويلي وو،

"د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ، فرحت الله بابر، سېنېټر مشتاق، امنه مسعود جنجوعه، جبران ناصر، سيد معاذ شاه، پاسټر غزاله پروين، ايمان مزاري، احمد شبر، عمران شفيق، ليوک وکټر، سيال شفيق له راحیل قاضي سره، په سپريم کورټ کې د اېپکس کمېټۍ او نګران حکومت د افغان کډوالو ويستلو د فېصلې ضد خواست کړی دی".

پاکستان د اکتوبر د 31مې نېټې پورې غېر قانونه غېر ملکيانو ته د وتلو وخت ورکړی او د لومړي نومبر څخه د افغان کډوالو ويستلو لړۍ پېل شوې ده.

ملګرو ملتونو، نړیوالو ادارو، افغانستان کې واکمنو طالبانو او پاکستان کې پښتنو سياسي او مذهبي ګوندونو د پاکستان نه د دغه پرېکړې بيرته اخېستو غوښتنه کړې وه.

خو پاکستان ویلي د غېر قانونه غېر ملکیانو د ايستلو پرېکړه يواځې د افغان کډوالو دپاره نه ده د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو دپاره ده.

د افغان کډوالو ايستلو د پرېکړې او دغه عمل پېل کېدو وروسته د پاکستاني چاوراکو او افغانستان کې واکمنو طالبانو لخوا د يو بل پرضد د بيانونو لړۍ پېل شوې او اړيکې ترينګلې شوي دي.

په اتم نومبر د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په يوه تفصيلي خبري غونډه کې ويلي وو، "افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ترهګري د 60 فيصدو پورې زياته شوې ده".

کاکړ زياته کړې، "طالبانو پاکستان ته باور ورکړی وو چې د افغانستان ځمکه به د بل هيواد په ضد نه استمالیږي خو د بده مرغه داسې ونه شول".

کاکړ دعوه کړې وه، "د پاکستان په ناامنۍ کې يو لوی كردار د غېر قانوني كډوالو دی، د دې لپاره د پاكستان ریاست د دغو كسانو د لومړي نومبر څخه بيرته خپل هېواد ته د ستنولو پريكړه كړې ده".

د پاکستاني وزيراعظم دعوو او تورونو په ځواب کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد ويلي وو، څنګه چې طالبان "په افغانستان کې امن غواړي دغه ډول په پاکستان کې هم غواړي".

هغه ويلي، طالبان "چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد وکاروي او په پاکستان کې دننه امن په ځای کول د طالبانو زمه واري نه ده".

"دوی (پاکستان) دې خپلې کورنۍ مسلې په خپله حل کړي او د خپلو ناکامو زمه واري دې په افغانستان نه اچوي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG