د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ او قامي اسمبلۍ غړی علي وزير د ډېره اسماعيل خان د درابڼ پوليسو نيولی دی، د پي ټي اېم يو غړي يې د نيولو تاييد کړی، پوليس سرچينو یې هم د نيولو تصديق کړی خو د نور څه ويلو نه یې ډډه کړې ده.
د پي ټي اېم حنيف پښتين د وي او اې ډيوه خبريال عدنان بېټني ته ویلي، نن سهار وختي د بلوچستان صوبې څخه راروان وو، سهار په پينځه بجې د درابڼ پوليسو علي وزير او يو بل ملګری یې د ګاډو نه ښکته کړي او نيولي یې دي.
هغه وويل، دوی په دوو ګاډو کې د بلوچستان نه را روان وو، نور کسان یې پرېښي او په سمدستي ډول پوليسو دوی ته نه دي ویلي چې علي وزير په کومه مقدمه کې نيول شوی دی.
د درابڼ پوليسو سرچينو وي او اې ډيوه ته د علي وزير نيول تاييد کړي او د نور څه ويلو نه یې ډډه کړې ده.
خو سرچینې ويلي، په علي وزیر د ډېره اسماعيل خان په صدر تاڼه کې مقدمه درج ده ښايي په هغې کې عدالت ته وړاندې کړل شي.
علي وزير پرون د ګل- دوشنبې په ورځ د افغانستان سره په پوله د بلوچستان صوبې سرحدي ښار کې د چمن پرلت ته- چې د 25 ورځو راهسې روان دی- په وينا کې ويلي وو، په افغانستان کې واکمنه طالبان باید د دواړو هېوادونو ترمنځ په پاسپورټ د سفر کولو خلاف له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.
هغه ويلي، "مونږ نه ډېورنډ لاين (د پاکستان او افغانستان ترمنځ کرښه) منو، نه دې پاسپورټ منو او نه دې بل څه منو، مونږ د لوی افغانستان خلک وو، يو او اينده به یو".
په چمن کې احتجاجي پرلت د پاکستان لخوا په پوله په پاسپورټ د تګ راتګ د پرېکړې پرضد روان دی.
د پي ټي اېم مشر منظور پښتين نن ماسپښين په فېس بک ویلي، د سهار نه تراوسه پورې علي وزير د ډي آی خان پوليسو په حراست کې اخستی، وایي په علي وزير هلته کومه مقدمه نشته او په پاتې مقدمو کې ورته د پېښور هايکورټ حفاظتي ضمانت ورکړی دی:
"د پوليسو سره د ګرفتارۍ کوم جواز نشته پوليس وايي په مونږ د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) او اېم آی د طرفه فشار دی چې په څه نه څه طريقه پرې مقدمه جوړه کړئ او ویې نيسئ".
پښتین تور لګولی "پوليسو ته زمونږ ملګرو خواست کړی چې کم از کم د غېر قانونه ظلم و جبر ملګرتيا مه کوئ خو پوليس افسر ورته ویلي که مونږ د خفيه ادارو خبره نه منو، نو خفيه ادارې به مونږ په هدفي وژنو يا کومه حمله کې ووژني په نامعلومو کې به مو واچوي او ختم به مو کړي".
پوليس په رسمي ډول دغو تورونو ته ځواب نه دی ویلی او نه د پاکستان د پوځ او خفيه ادارو لخوا په دغه اړوند کوم غبرګون مخې ته راغلی دی.
پي ټي اېم له دې وړاندې هم په پوځ او استخباراتي ادارو د ځورولو او د دوی د غړو نيولو تورونه لګولي دي.
د پاکستان پوځ د پي ټي اېم تازه تورونو ته کوم غبرګون نه دی ویلی خو له وړاندې د پوځ پخواني وياند اصف غفور د پي ټي اېم ځينې غوښتنو ته سمې ویلې خو په يوه خبري غونډه کې يې په پي ټي اېم تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې مېلاويږي.
علي وزیر د روان کال اګست په 18مه نېټه په اسلام آباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسې وروسته نیول شوی او په هغه یو شمېر مقدمې درج کړی شوې وې چې پکې د بغاوت، ترهګرۍ ، بغیر د اجازې د جلسې کولو او په ټولنیز رسنیو د ریاست خلاف د بیانونو مقدمې شاملې وې خو وروسته بيا په ضمانت خوشی شوی وو.
له دې وړاندې په کال 2019م کې د خړ کمر د پېښې وروسته هم علي وزیر او محسن داوړ نیول شوي وو او وروسته په کال 2020م کې په کراچې ښار کې یوې جلسې ته د وینا کولو وروسته علي وزیر د بغاوت په تور یوه مقدمه کې نيول شوی وو او خواوشا 26 مياشتې وروسته له زاندنه په ضمانت خوشی شوی وو.
Forum