لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ترينګلو اړيکو کې د طالبانو د صنعت او تجارت وزير د اسلام اباد سفر کړی


د پاکستان څخه د افغان کډوالو ايستلو او ترهګرۍ د تورونو په سر د پاکستان او افغانستان کې واکمنو طالبانو د يو بل پرضد تاودو بيانونو لړۍ دوام لري. په دغو بيانونو کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د صنعت او تجارت وزير د اسلام اباد سفر کړی دی.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په اېکس (پخواني ټویټر) ويلي، د طالبانو د "صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزير نور الدين عزيزي او ورسره مل پلاوي د پاکستان د بهرنيو چارو (نګران) وزير جليل عباس جېلاني سره" کتلي دي.

سفارت ويلي، په "ليدنه کې په دوه اړخيزه اړیکو، په ځانګړي ډول د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو بند پاتې اموالو، هېواد ته د افغان کډوالو د اموالو د انتقال او اړونده موضوعاتو په اړه بحث" شوی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، خارجه وزیر جليل عباس جېلاني په ليدنه کې "د افغانستان سره د دوه اړخيزه ګټورو اړيکو عزم څرګند کړی دی".

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په اېکس د جېلاني له خولې ويلي، "د ترهګرۍ ضد ګډ اقدامات د سيمه ييزه تجارت او اړيکو دپاره په کار راوستل کېدی شي".

پاکستان د اکتوبر د 31مې نېټې پورې غېر قانونه غېر ملکيانو ته د وتلو وخت ورکړی او د لومړي نومبر څخه یې د افغان کډوالو ايستلو لړۍ پېل کړې ده.

د افغان کډوالو ايستلو د پرېکړې او دغه عمل پېل کېدو وروسته د پاکستاني چاوراکو او افغانستان کې واکمنو طالبانو لخوا د يو بل پرضد د بيانونو لړۍ پېل شوې او اړيکې ترينګلې شوي دي.

په اتم نومبر د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په يوه تفصيلي خبري غونډه کې ويلي وو، "افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ترهګري د 60 فيصدو پورې زياته شوې ده".

کاکړ زياته کړې، "طالبانو پاکستان ته باور ورکړی وو چې د افغانستان ځمکه به د بل هيواد په ضد نه استمالیږي خو د بده مرغه داسې ونه شول".

کاکړ دعوه کړې وه، "د پاکستان په ناامنۍ کې يو لوی كردار د غېر قانوني كډوالو دی، د دې لپاره د پاكستان ریاست د دغو كسانو د لومړي نومبر څخه بيرته خپل هېواد ته د ستنولو پريكړه كړې ده".

د پاکستاني وزيراعظم دعوو او تورونو په ځواب کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد ويلي وو، څنګه چې طالبان "په افغانستان کې امن غواړي دغه ډول په پاکستان کې هم غواړي".

هغه ويلي، طالبان "چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد وکاروي او په پاکستان کې دننه امن په ځای کول د طالبانو زمه واري نه ده".

"دوی (پاکستان) دې خپلې کورنۍ مسلې په خپله حل کړي او د خپلو ناکامو زمه واري دې په افغانستان نه اچوي".

ملګرو ملتونو، نړیوالو ادارو، افغانستان کې واکمنو طالبانو او پاکستان کې پښتنو سياسي او مذهبي ګوندونو د پاکستان نه د دغه پرېکړې بيرته اخستو غوښتنه کړې وه.

خو پاکستان ویلي د غېر قانونه غېر ملکیانو د ايستلو پرېکړه يواځې د افغان کډوالو دپاره نه ده د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو دپاره ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG