د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ بيا تکرار کړې، "تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په افغانستان کې دي او دوه کاله وړاندې چې د مذاکراتو ډنډوره شوې وه هغه خبرې د افغانستان په خاوره شوې وې. دا پرېکړه به افغانستان ته کول وي، چې ټي ټي پي پاکستان ته سپارل غواړي که پرضد یې عمليات کول غواړي".
په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کاريږي.
انوار الحق کاکړ د ټي ټي پي او افغان کډوالو بیرته ستنولو په موضوعاتو تېره شپه د جيو ټي وي په پروګرام (جرګه) کې خبرې کړي دي.
دې پوښتنې ته، "په افغانستان کې واکمنه طالبان وايي پاکستان د خپلې کورنۍ ناکامۍ زمه واري په مونږ (طالبانو) اچوي او وايي ټي ټي پي په افغانستان کې نشته په پاکستان کې ده، نو د دې خبرې څه ثبوت چې ټي ټي پي په افغانستان کې ده".
کاکړ ويلي، ډېرې خبرې په ټي وي نه شي ویلی خو په افغانستان کې واکمنه طالبان "خبر دي چې ټي ټي پي چرته ده؟ د مثال په توګه دوه کاله وړاندې چې مذاکراتو ډنډوره شوې وه، نو هغه (ټي ټي پي) چرته وه، په مرکزي اسيا کې خو نه وه، د افغانستان په خاوره دغه خبرې شوې وې".
د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان (چې دا وخت په جېل کې دی) په حکومت کې د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) د مشر جنرل فېض حميد په مشرۍ د ټي ټي پي سره په کال 2021م کې په کابل کې مذاکرات پېل شوي او د پاکستان نه څو پلاوي په دغه لړ کې کابل ته تللي وو خو د تېر کال نومبر په مياشت کې ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پېل کړي وو.
ويل شوي وو ياد مذاکرات په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په مينځګړيتوب شوي وو.
انوار الحق کاکړ له ټي ټي پي سره د مذاکراتو په اړه ويلي وو، له ټي ټي پي سره "د مذاکراتو نه قطعاً انکار نه کوو، خو که هغه د رياست (پاکستان) سره سنجيده مذاکرات کوي نو لومړی به هغوی په غېر مشروط ډول وسله غورځوي. د هغې وروسته به بیا مذاکرات کیږي که د هغو خيال وي چې د ټوپک په زور به یې حکومت په مذاکراتو مجبوره کړي نو دا غلط فهمي دې لرې کړي".
د ټي ټي پي لخوا د انوار الحق تازه څرګندونو ته سمدستي کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.
پاکستان په تکرار سره تور لګوي او دعوه کوي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې راتلو وروسته پاکستان کې ترهګري او ناامني زیاته شوې، او پاکستان کې د ترهګرۍ دپاره د افغانستان خاوره کاريږي خو په افغانستان کې واکمنه طالبان پرله پسې د پاکستان دغه دعوې او تورونه ردوي او وايي،
طالبان "چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد وکاروي او په پاکستان کې دننه امن په ځای کول د طالبانو زمه واري نه ده".
"دوی (پاکستان) دې خپلې کورنۍ مسلې په خپله حل کړي او د خپلو ناکامو زمه واري دې په افغانستان نه اچوي".
د افغان کډوالو بيرته ستنولو په حواله د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ ويلي، "رجسټرډ کډوال بيرته نه ليږل کيږي د غېر رجسټرډ کډوالو بيرته لېږلو پاليسي جوړه شوې ده".
هغه ویلي، "زه ګڼم چې د غېر قانونه افغان کډوالو بيرته تلل د هغو په حق کې هم دي ځکه چې د هغو وقار دلته خرابېدو، پولیس او نورې قانون نافذونکې ادارې، په کوم انداز د غېر قانونه سړي سره چې د هغو تذليل به کېدو د هغو اقتصادي استحصال به کېدو، مونږ ورسره ښه رويه ساتو چې بیرته لاړ شي".
پاکستان د اکتوبر د 31مې نېټې پورې غېر قانونه غېر ملکيانو ته د وتلو وخت ورکړی او د لومړي نومبر څخه یې د افغان کډوالو ايستلو لړۍ پېل کړې ده.
په کراچۍ کې د افغان طالبانو کونسل جنرل سيد عبدالجبار تخاري په وروستيو کې وي او اې ډيوه ته په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي وو، "په تيرو دوو مياشتو کې د پاکستان نه څلور لکه افغان کډوال بيرته افغانستان ته تللي دي".
د افغان کډوالو ايستلو د پرېکړې او دغه عمل پېل کېدو وروسته د پاکستاني چاوراکو او افغانستان کې واکمنو طالبانو لخوا د يو بل پرضد د بيانونو لړۍ پېل شوې او اړيکې ترينګلې شوي دي.
ملګرو ملتونو، نړیوالو ادارو، افغانستان کې واکمنو طالبانو او پاکستان کې پښتنو سياسي او مذهبي ګوندونو د پاکستان نه د دغه پرېکړې بيرته اخستو غوښتنه کړې وه.
خو پاکستان ویلي د غېر قانونه غېر ملکیانو د ايستلو پرېکړه يواځې د افغان کډوالو دپاره نه ده د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو دپاره ده.
Forum