د پاکستان سپريم کورټ د رجسټرار دفتر اعتراضونه رد کړي او حکم یې کړی د افغانانو د ستنولو خلاف د خواست قضيه دې په پرانیستي عدالت کې واورېدل شي. وړاندې د سپریم کورټ رجسټرار دفتر په ياد خواست اعتراضونه کړي او رد کړی یې وو، چې په خواست کې په ګوته شوې مسلې شخصي دي، ولسي اهميت نه لري او د ايين لاندې د بشري حقونو سره یې تعلق نشته.
په پاکستان کې پښتنو سياستوالو او د بشري حقونو فعالانو د روانې نومبر میاشتې په لومړۍ نېټه د افغان کډوالو ايستلو حکومتي او د اېپکس کمېټۍ پرېکړه په سپريم کورټ کې چېلنج کړې وه.
د خواست کوونکو وکيل عمر اعجاز ګېلاني وي او اې ډيوه ته ويلي وو، د رجسټرار د دفتر څخه واپس کېدو وروسته "مونږ بيا په 11م نومبر د سپريم کورټ په چېمبر کې اپيل کړی وو".
ډان ورځپاڼې ویلي، د ګل- دوشنبې په ورځ د سپریم کورټ جج جسټس یحيا اپریدي په چېمبر کې اورېدنه کړې، د رجسټرار د دفتر اعتراضونه یې رد کړي او د قضيې په پرانستي عدالت کې اورېدنې حکم یې کړی دی.
ګېلاني ويلي، هغه ګڼي چې جسټس اپريدي به په دغه خواست اورېدنه د سپريم کورټ بېنچ ته وړاندې کړي. خو دوی ته تراوسه پورې په ليکلې بڼه فېصله نه ده ترلاسه شوې.
د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ، د پاکستان پيپلز ګوند فرحت الله بابر، د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان، د بشري حقونو فعالانو امنه مسعود جنجوعه، قانون پوهه جبران ناصر، ايمان مزاري او نورو سپريم کورټ ته خواست کړی او د غېر ملکيانو د ايستلو پرېکړه یې د ايين د ارټيکل 184 (3) لاندې چېلنج کړې وه.
په خواست کې عدالت ته ويل شوي، مرکزي حکومت ته دې لارښوونه وکړي، د شهریت د قانون 1954 سيکشن (4) ترمخه دې په پاکستان کې زېږېدلي کسان چې د شهريت يا تابعيت د دعوې حق لري، په زوره ونه ايستل شي، او نه دې وځورول شي.
په خواست کې دا تور هم لګول شوی، حکومت د زېږېدلې شهريت حق لرونکي او غېر قانونه مهاجرينو ترمنځ د فرق کولو په پالیسۍ کې هم پاتې راغلی دی.
پاکستان د اکتوبر د 31مې نېټې پورې غېر قانونه غېر ملکيانو ته د وتلو وخت ورکړی او د لومړي نومبر څخه د افغان کډوالو ويستلو لړۍ پېل شوې ده.
ملګرو ملتونو، نړیوالو ادارو، افغانستان کې واکمنو طالبانو او پاکستان کې پښتنو سياسي او مذهبي ګوندونو د پاکستان نه د دغه پرېکړې بيرته اخستو غوښتنه کړې وه.
خو پاکستان ویلي د غېر قانونه غېر ملکیانو د ايستلو پرېکړه يواځې د افغان کډوالو دپاره نه ده د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو دپاره ده.
د افغان کډوالو ايستلو د پرېکړې او دغه عمل پېل کېدو وروسته د پاکستاني چاوراکو او افغانستان کې واکمنو طالبانو لخوا د يو بل پرضد د بيانونو لړۍ پېل شوې او اړيکې ترينګلې شوي دي.
په اتم نومبر د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په يوه تفصيلي خبري غونډه کې ويلي وو، "افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ترهګري د 60 فيصدو پورې زياته شوې ده".
کاکړ دعوه کړې وه، "د پاکستان په ناامنۍ کې يو لوی كردار د غېر قانوني كډوالو دی، د دې لپاره د پاكستان ریاست د دغو كسانو د لومړي نومبر څخه بيرته خپل هېواد ته د ستنولو پريكړه كړې ده".
د پاکستاني وزيراعظم دعوو او تورونو په ځواب کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد ويلي وو، څنګه چې طالبان "په افغانستان کې امن غواړي دغه ډول په پاکستان کې هم غواړي".
هغه ويلي وو، طالبان "چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد وکاروي او په پاکستان کې دننه امن په ځای کول د طالبانو زمه واري نه ده".
"دوی (پاکستان) دې خپلې کورنۍ مسلې په خپله حل کړي او د خپلو ناکامو زمه واري دې په افغانستان نه اچوي".
Forum