د پاکستان تر ټولو غټ اقتصادي ښار کې د افغان کډوالو ځورولو او د هغو نه د پېسو اخستو په تور درې پوليس اهلکار نيول شوي دي او هم په کراچۍ کې د غلا په يوه بله پېښه کې يو پوليس افسر معطل کړی شوی، د يو افسر په ګډون پينځه پوليس نيول شوي او مقدمه پرې درج کړی شوې وه.
د کراچۍ په سهراب ګوټ کې مېشت کډوال لعل محمد وي او اې ډيوه ته وویل، په سهراب ګوټ او خواوشا سيمو کې پوليس قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال تنګوي او پېسې ترې اخلي.
هغه وویل، د تېرې يوې مودې نه دا لړۍ روانه ده قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال ځورول کيږي او پوليس ترې پېسې اخلي، خو د دوی شکايت څوک نه اوري.
هغه زياته کړه، دوی بيا د پوليسو ويډيو جوړه کړې چې د پېسو دپاره د سړک نه غاړې ته بوتللي پېسې يې ترې اخستي هغه ويډيو یې بيا پوليس چارواکو ته ښکاره کړې او د پېسو اخستونکو پوليس ضد کارروايي شوې ده. ياده ويډيو په ټولنيزو رسنېو هم خپره شوې ده.
د کراچۍ پوليس په اېکس (پخواني ټويټر) منلې چې د ښار د ختيځې سيمې پوليس مشر (اېس اېس پي) سيد عرفان علي بهادر د غېر ملکيانو ځورولو د پېښې نوټس اخستی، د سب انسپکټر او درېو پوليس اهلکارو پرضد په سايټ سپر هايي وی تاڼه کې مقدمه درج شوې ده.
ويل شوي پوليس اهلکار ديدار، الله بخش او انور نيول شوي او سب انسپکټر تښتېدلی دی.
په کراچۍ کې افغان کډوال وخت په وخت دعوې کوي چې پوليس قانوني اسناد لرونکي کډوال ځوروي، د پېسو دپاره یې نيسي. خو پوليس چارواکو تل دغه ډول تورونه رد کړي او ويلي يې دي که کوم پوليس اهلکار په پېسو اخستو کې ککړ معلوم شو پرضد به يې کارروايي کولی شي.
د کراچۍ په اورنګي ټاون کې په 18م نومبر د يو سوداګر د کور نه شاوخوا دوه کروړه روپۍ او د شپېته تولو سره زرو څخه زيات سامان غلا شوې وه.
ياد سوداګر د سيند صوبې پوليس مشر ته خواست کړی وو، په ياده پېښه د سيند صوبې پوليس مشر (آی جي) رفعت مختار نوټس اخستی او د پېښې د پلټنو دپاره یې کميټي جوړه کړې وه.
يادې کمېټۍ په خپل رپورټ کې د ښار د جنوبي ضلعې د پوليسو مشر (اېس اېس پي) عمران قرېشي او ډي اېس پي چې په تربيت کې دی عمېر طارق نوميږي تورن کړي چې د سوداګر د کور په غلا کې پوليس افسران ککړ وو.
عمران قرېشي معطل کړی شوی تفتيش يې روان دی او ډي اېس پي عمېر طارق سره د پينځو پوليسو اهلکارو او نورو پينځو کسانو د غلا په تور کې نيول شوي مقدمه پرې درج شوې او نن عدالت ته وړاندې کړی شوی وو.
پوليس وايي عدالت نيولي کسان پوليسو ته د يوې ورځې په ريمانډ ورکړي دي.
په کراچۍ کې له دې وړاندې هم په پوليسو دغه ډول تورونه لګول شوي چې په غېر قانونه توګه وژنو کې ککړ پاتې شوي د پېسو دپاره یې خلک ځورولي، نيولي او تښتولي دي.
په کراچۍ کې په کال 2018م کې د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکی ځوان نقيب مسيد د درېو نورو کسانو سره د پوليس په مقابله کې وژل شوی پوليس چارواکو په خپله دغه مقدمه جعلي ګرځولې وه.
د هغه وخت د ملير ضلعې د پوليس مشر راو انوار د نقیب مسيد په وژنه تورن شوی د هغه او هغه سره د نورو پوليسو پرضد د نقيب مسيد د وژنې مقدمه درج شوې خو سږ کال د جنورۍ په میاشت کې عدالت راو انوار او هغه سره تورن نور پوليس اهلکار په قضيه کې بري کړي وو.
د نقيب مسيد کورنۍ بيا د عدالت فېصله په سيند هايکورټ کې چېلنج کړې وه.
د روان کال فرورۍ په میاشت کې د کراچۍ پوليسو په خپله درې پوليس د يو تن تښتولو په تور نيولي او مقدمه پرې درج شوې وه.
Forum