لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بالاچ بلوڅ د وژنې ضد لاريون ډېره اسماعيل خان ته رسېدلی، پي ټي اېم یې هرکلی او ملاتړ کړی


د بالاچ بلوڅ د وژنې د پېښې وروسته احتجاج او پېل کړی شوی لاريون چې ښځې او نارينه یې ګډونوال دي، د خېبرپښتونخوا ډېره اسماعيل خان ته رسېدلی، پښتون ژغورنې غورځنګ یې هرکلی او ملاتړ کړی دی. د پي ټي اېم د مشر منظور پښتين مور هم د بلوڅو لاريون ته ورغلې ده.

د پاکستان د بلوچستان صوبې په تربت ضلع کې د بلوڅ ځوان بالاچ بلوڅ د وژنې د پېښې وروسته احتجاجي پرلت چې وروسته یې اسلام اباد ته لاريون پېل کړی، احتجاج کوونکي وايي نن هڅه کوي چې اسلام اباد ته ورسېږي.

پي ټي اېم د بلوڅ لاريون هرکلی کړی

ډېره اسماعيل خان ته په رسېدو پي ټي اېم د لاريون هرکلی او ملاتړ کړی او هلته یې غونډه هم کړې ده.

د پي ټي اېم مخکښ او د قامي اسمبلۍ پخواني علي وزير وويل، وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل، "د پښتنو او بلوڅو ستونزو روانه ده، دلته په خېبرپښتونخوا کې د توندروۍ په نوم او بلوچستان کې د قوم پرستۍ په نوم خلک وژل کيږي".

هغه زياته کړه، "څنګه چې د بلوڅو بې درکه کسان دي دغه ډول د پښتنو بې درکه کسان هم دي، نه پښتنو او نه بلوڅو ته د دوی په وسايلو واک ورکړل کيږي، د دوی ټولو غوښتنې اييني او قانوني دي، پرامنه مبارزه کوي او د خپلو حقونو غوښتنه کوي".

هغه وویل، پي ټي اېم نه يواځې د دغه لاريون بلکې د ټولو مظلومو خلکو ملاتړ کوي.

د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د سيوري لاندې روان لاريون مشرې ماه رنګ بلوڅ وویل، په شپږم دسمبر دوی د تربت نه دغه لاريون پېل کړی او نن هڅه کوي چې اسلام اباد ته ورسېږي.

د بالاڅ د وژنې ضد احتجاج، مقدمه او د پلټنې کميټي

په 23م نومبر د بالاچ بلوڅ د وژنې د پېښې وروسته د هغه د جسد سره په تربت کې احتجاجي ناسته پېل شوې وه. په نهم دسمبر د بالاچ مولا بخش د وژنې مقدمه د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیس افسرانو پرضد درج کړل شوې او د بلوچستان حکومت د پېښې د پلټنو لپاره د حقیقت موندنې کمیټي هم جوړه کړې وه.

په 11م دسمبر د بلوچستان صوبې ستر عدالت (هايکورټ) د بالاچ د وژنې په تړاو د سي ټي ډي پوليسو څلور اهلکار معطل کړي، د مکران څخه د کوېټې پوليس کرايم برانچ ته منتقل کولو او عدالت د پېښې د منصفانه پلټنو دپاره د لوړ پوړو پولیس افسرانو د کمېټۍ جوړولو حکم کړی وو.

لاريون څه غواړي؟

ماه رنګ بلوڅ وي او اې ډيوه ته وويل، "زمونږ غوښتنه د سي ټي ډي پرضد د مقدمې درج کولو نه وه، دا لومړۍ پېښه نه وه له دې وړاندې هم ډېری بې ګناه کسان اول بې درکه کړل شوي او بيا په جعلي مقابلو کې وژل شوي دي".

هغې وویل، "وړاندې هم داسې کمېټيانې جوړې شوي خو په هغې عمل نه دی شوی او جعلي مقابلې په دوامداره توګه روانې دي".

هغې زياته کړه، دوی غوښتنه کوي چې "سي ټي ډي دې غېر مسلح کړی شي جعلي مقابلې دې ختمې شي د بلوڅو نسل کشي دې ودرول شي او څومره بې درکه کسان دي مقدمې جوړې کړل شوي هغه دې خوشي شي".

بلوڅ وويل، د انکوايري کمېټۍ په نوم د دوی تحریک ختمول کيږي خو دوی په دغه نوم تحریک ختمېدو ته نه پرېږدي.

هغې زياته کړه د دوی په اصل غوښتنو د دوی سره مذکرات نه دي شوي ځکه دوی اسلام اباد ته لاريون کوي.

د ګل/ دوشنبې په ورځ د بلوچستان صوبې نګران وزير اطلاعات جان اڅکزي وي او اې ډيوه ته ويلي وو، د احتجاج کوونکو اولنۍ غوښتنې منل شوې خو هغه وويل،" دا احتجاج د ترهګرو ډلو د ګټو لپاره کېږي چې هيڅ جواز نه لري".

د بالاچ د وژنې پېښه، احتجاج او لاريون

د بلوچستان صوبې سي ټي ډي د نومبر د 22مې او 23مې ترمنځ شپه کې د څلورو کسانو د وژلو دعوه کړې، په وژل شوو کسانو کې بالاچ بلوڅ هم وو، د هغه کورنۍ تور لګولی بلوڅ د اکتوبر په وروستيو کې د کوره پورته کړی شوی په په 20م نومبر بيا د هغه ګرفتاري ښکاره کړی شوې، مقدمه پرې درج شوې په 21م نومبر عدالت ته وړاندې کړی شوی او عدالت د سي ټي ډي پوليسو ته د لسو ورځو په ريمانډ ورکړی وو.

د بالاچ بلوڅ د وژنې وروسته د هغه کورنۍ، مدني فعالو او سياست والو احتجاجي پرلت پېل کړی او د هغه د عدالت نه لرې وژنې د مقدمې غوښتنه یې کوله چې د سي ټي ډي چارواکو ضد دې مقدمه درج کړی شي.

په 23م نومبر په تربت کې د بالاچ د جسد سره احتجاج پېل شوی، اووه ورځې وروسته یې د بالاچ مړی خاورو ته سپارلی، په شپږم دسمبر دوی اسلام اباد ته لاريون پېل کړی، کوټې ته رسېدلې درې ورځې هلته ناست وو او د هلته نه دوی د کوهلو او بارکهان د لارې روان په مخکې روان شوي وو.

د لاريون کوونکو په وينا په کوهلو کې پرې مقدمه درج شوې، بيا ډېره غازي خان ته رسېدلي او هلته پرې هم مقدمه درج شوې هلته یې څو کسان نيول شوي خو د احتجاج وروسته بیا خوشي کړل شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG